جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهزابل کې د پاکستاني ځواکونو په ډزو د یو شمېر افغانانو مرګ...

زابل کې د پاکستاني ځواکونو په ډزو د یو شمېر افغانانو مرګ ژوبله

تاند ( سې شنبه، د جدي پنځمه) په زابل کې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه پاکستاني ځواکونو پر یو شمېر افغانانو ډزې کړي چې د لومړنیو راپورونوله مخې لږ ترلږه ۳ تنه یې وژلي او ۹ نور یې تپیان کړي دي.

د راپورونو له مخې، دا پېښه د شملزو په ولسوالۍ کې شوې او دوه تنه نورملکي افغانان پاکستاني ځواکونو نیولي دي.

ویل کیږي چې وژل شوي او ټپیان له سېمې څخه د طالبانو  په الوتکو کې لیږدول شوي دي.

طالب چارواکو او ویاندویانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

پاکستان هم د دغې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.

په وروستیو کې د پاکستان او د طالبانو د رژیم اړیکې ترینګلي شوي.

باکستاني چارواکي ادعا کوي چې د دوی مخالف وسله وال په افغانستان کې پټنځایونه لري، خو د طالبانو رژیم یې داسې ادعاوې بې اساسه بولي.

1 COMMENT

  1. افغان ملت په خپله ملامت ده لکه دی رمی پسونه هرچا چې مخته کړه دوی ورسره روان وې دا بیناموسه هیبت خینزیر پنجابی کرنیل ده او د ای اس ای پلانونه په افغان خاوره پلی کوی که دا ملت همداسی ویده وې یو کال باد به پنجابی پولیس د هری دروازی ترشاه و لاړ وې او څه چی وغواړی هغه به کوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...