Homeخبرونهټي ټي پي سره د مذاکراتو په لغوه کولو د متقي لخوا...

ټي ټي پي سره د مذاکراتو په لغوه کولو د متقي لخوا د پاکستان ملامتیدل

تاند ( سې شنبه، د جدي پنځمه) د طالبانو د رژیم د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي د پاکستان حکومت ملامت کړی چې له تحریک طالبان پاکستان سره یې مذاکرات لغوه کړي.

نوموړي د پاکستان یوه سناتور مشاهد حسین ته د نوموړي د ادعا له مخې ویلي:د  پاکستاني حکومت او ‘ټي‌ټي‌پي’ ترمنځ ډېری اختلافي مسایل حل شوي وو، خو اسلام‌اباد له دې خبرو شا ته ولاړ.

د حسین په وینا، طالب وزیر دا خبرې ورته په ایران کې د لیدنې پر مهال کړې دي.

د مشاهد حسین له قوله، امیرخان متقي ورته وویل چې د تحریک طالبان پاکستان او اسلام اباد ترمنځ ډېر مسایل حل شوي وو، خو ‘ټي‌ټي‌پي’ له وفاقي ادارې سره د قبایلي سیمو د ادغام د خمتولو غوښتنه کوله چې پاکستانی حکومت له خبرو شا ته ولاړ او له همدې امله کړکېچ رامنځته شو.

د طالبانو رژیم خپله رسماً په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد او د دوی د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني هم په خپلو خبرو کې د پاکستان حکومت په ضمني ډول د دوی په منځګړتوب له ټي ټي پي سره له پيل کړو خبرو په،په شا کیدو پړ بللی و.

دوی ټینګار کړی و چې پاکستان باید د خبرو له لارې یادې ډلې سره خپلې ستونزې حل کړي.

پاکستاني چارواکو بیا د زور له لارې د دې ستونزو په حل ټینګار لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...