دوشنبه, نوومبر 25, 2024
Homeخبرونهمنظور پښتین ته د پاکستان لخوا د بلې دوسیې جوړېدل

منظور پښتین ته د پاکستان لخوا د بلې دوسیې جوړېدل

تاند ( سې شنبه، د جدي پنځمه) په داسې حال کې چې د پاکستان له زندانه د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین د خوشې کېدو خبرونه ورکړل شوي وو، د هغه مدافع وکیل ویلي چې په یوه بله دوسیه کې د پاکستان محکمې نوموړی د دوو نورو ورځو لپاره پولیسو ته سپارلی.

د دغه غورځنګ یوه غړي ادریس پښتین ویلي وو چې د ترهګري ضد محکمې په دوو قضیو کې د منظور پښتین ضمانت منلی او دوی ته دې په تمه ده چې قاضي یې سندونه لاسلیک کړي، ترڅو هغه راخوشې شي.

خو د منظور پښتین یوه مدافع وکیل ایمل خان منډوخیل نن وویل چې محکمې نوموړی په یوه بله قضیه کې د دوو ورځو لپاره پولیسو ته سپارلی دی.

منظور پښتین د ډیسمبر پر څلورمه د بلوجستان د پولیسو له خوا په چمن کې هغه مهال ونیول شو چې په دې ښارکې یوې احتجاجي غونډې ته تر وینا وروسته په تربت کې د بلوڅانو په احتجاجي پرلت کې د ګډون لپاره هغې سیمې ته روان وو.

نوموړی وروسته د اسلام اباد پوليسو ته وسپارل شو.

ښاغلی پښتین د پاکستان د پښتون ضدو او بشر ضدو سیاستونو یو جدي منتقد دی چې پوځ او استخبارات یې په دغو کړنو تورنوي.

هغه د پاکستان پوځ او استخبارات د پیسو لپاره د پښتنو او نورو اقلیتونو د حقونو په نقض او سیمو ته یې د «ډالري جګړو» په راوړلو تورنوي.

پاکستان پر هغه د خیانت تورونه هم لګولي وو، خو پښتین ټینګار لري چې د قوم او خلکو د حقونولپاره له داسې تورونو نه وېریږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب