دوشنبه, نوومبر 25, 2024
Homeخبرونهد خوړو نړیوال پروګرام: هر درېیم افغان په خپل هېواد کې وږی...

د خوړو نړیوال پروګرام: هر درېیم افغان په خپل هېواد کې وږی ویدیږي

تاند ( سې شنبه، د جدي پنځمه) د خوړو نړیوال پروګرام یو ځل بیا په افغانستان کې د ناوړه بشري وضعیت خبر ورکړی او ویلي چې له هرو درېیو کسانو یو یې په وږي نس ویدیږي.

ډبليو‌اف‌پي په خپله ايکس‌پاڼه کې د يوې ويډيو په خپرولو سره لیکلي چې هڅه کوي په ټول افغانستان کې اړمنو خلکو ته خوراکي توکي ورسوي، خو د واورې ورېدو له امله په لیرو پرتو سیمو کې لارې بندې دي.

دغه سازمان همد اراز ټینګار کړی چې په ۲۰۲۳ کال کې به د بودیجې د کمښت له امله په افغانستان کې له ۱۰ میلیونو اړمنو کسانو سره د خوراکي توکو مرستې کمې کړي.

نړیوال سازمانونه بیا- بیا د افغانستان بشري وضعیت د اندېښنې وړ بولي، خو د دغه وضعیت په اړه د طالب چارواکو څرګندونې ضدو نقیضې دي.

یو شمېر طالب چارواکي په دې اړه خپریدونکي ارقام بې ځایه تبلیغات بولي او ادعا لري چې د دوی له واکمنیدو سره وضعیت ښه شوی، خو یو شمېر یې بیا له نړیوالو د مرستو غوښتنه لری او وایي بېوزلۍ د افغانانو ژوند ځپلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب