یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهزرګونه پښتنو شمالي وزيرستان کې د پاکستاني حکومت د ظلمونو خلاف غږ...

زرګونه پښتنو شمالي وزيرستان کې د پاکستاني حکومت د ظلمونو خلاف غږ پورته کړ

تاند (یک شنبه، دعقرب ۲۵) د پښتون ژغورنې غورځنګ نن د شمالي وزيرستان په ميرانشا سيمه کې د پاکستاني حکومت د ظلمونو خلاف لويه غونډه ترسره کړه.

په دې ستره غونډه کې د کرښې پورې غاړې مېشتو زرګونه پښتنو برخه اخیستي وه.

دا غونډه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري جوړه شوې وه پښتنو په کې د خپلو حقونو غوښتنه وکړه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو دغې غونډې ته په وینا کې یو ځل بیا د خپلو خلکو لپاره د پیل کړې مبارزې پر دوام ټینګار وکړ.

دوی زیاته کړه چې، حکومت دې له دوی سره د مور او میرې چلند نه کوي او په دغه هېواد کې د مېشتو نورو وګړو په څېر دې پښتنو ته هم د ژوند کولو زمینه برابره کړي.

دا د کورونا له بندیزونو وروسته په پاکستان کې د پښتنو تر ټولو لویه غونډه ده چې دپاکستان دحکومت د ظلمونو پر ضد ترسره کېږي.


په دې غونډه کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور پښتين دې دا لویې غوښتنې لرلې: «په سيمه کې دې د هر ډول نا امنيو مخه ونيول شي، هدفي وژنې دې بندې شي، بې درکه کسان دې عدالتونو ته وړاندې شي، په قبايلي سيمو کې ښخ ماينونه دې پاک کړی شي او د کومې بدې پېښې وروسته دې د عام خلکو ځورونه نه کيږي.»

په ورته مهال محسن داوړ وویل دوی په سيمه کې د هر ډول نا امنۍ له جوړ شوي پلانونو خبر یو او هېڅکله به دښمن ته اجازه ورنکړو چې په ریاست په خوښه بې ګناه پښتانه ووژني.

داوړ زیاته کړه چې دوی به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي او ترهغه به نه په شاه کېږي ترهغه چې د پاکستان حکومت له ظلم لاس وا نخلي.

د پښتون غورځنګ دا لویه غونډه نن سهار پيل شوې وه او څو شېبې وړاندې پای ته ورسېده.

https://taand.net/%d8%af-%d9%be%da%9a%d8%aa%d9%88%d9%86-%da%98%d8%ba%d9%88%d8%b1%d9%86%db%90-%d8%ba%d9%88%d8%b1%da%81%d9%86%da%ab-%d9%86%d9%86-%d8%af-%db%8c%d9%88%db%90-%d8%b3%d8%aa%d8%b1%db%90-%d8%ba%d9%88%d9%86%da%89/

 

4 COMMENTS

  1. د منظور پښتين په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ چې لر او بر دواړه هاړې پښتنو ته بنسټيز حقونه غواړي يو سوچه، خود جوشه او د درديدلو پښتنو غورځنګ دی،
    له ياد غورځنګ څخه د عامو افغانانو ملاتړ د پام وړ دی خو د دولت په کچه يې مزه نشته موږ په افغان دولت غږ کوو چې د پي ټي ايم کلک او څرګند ملاتړ وکړي ځکه د هغوی حرکت د عدم تشدد حرکت او هيڅ قانوني ستونزه نه لري نو پکار ده چې هر اړخيز ملاتړ يې وشي.
    پي ټي ايم مشران او پلويان د هر رنګه سختيو زغم لري او همدا لامل دی چې بريالي روان دي د پنجاب ای ايس ای مخې ته هر رنګه خنډونه کاږي او کښلي يې دي خو دوی ترې بريالي وتلي دي.
    ددغو پياوړو پښتنو پر مټ کولای شو چې لر او بر افغانان بيا سره يو کړو او لوی افغانستان د نړۍ پر نقشه تأسيس کړو يو ځل بيا وايم چې د پي ټي ايم ملاتړ پر موږ افغان ولس او دولت بيخي لازمي دی.
    ژوندی دې وي لوی افغانستان

  2. د افغانستان مطبوعات بايد د پي ټي ايم هرې وړې او لويې غونډې ته پوښښ ورکړي او تر نړيوالو يې حقه ناره ورسوي، د پوښښ تر څنګ ګرډي ميزونه هم جوړ کړي ترڅو ټول افغان ولس ددغه غورځنګ کلک ملاتړ وکړي او له مبارزې خبر هم شي.
    شمشاد او ژوندون رسنيو دغو برخو کې څه نا څه کار کړی خو لا زيات کار ته اړتيا ده چې بايد وشي او کومې چې نورې رسنۍ دي دولت بايد پر هغو فشار راوړي ترڅو د پي ټي ايم غونډو ته هر اړخيز پوښښ ورکړي.
    ژوندی دې وي لوی افغانستان

  3. پښتنو د نړی د هر ځایه د فیسبوک او بلی هری وسیلی پواسطه د پښتون غږ خپور کړی۰
    د پښتنو د یووالی کوښښونو ته لا ژیاته پام لرنه وکړی۰ دپښتنو د دشمنانو نفاق اچونکو مخ نیوی وکړی۰
    د پاکستانی استبلیشمنت د ظلمونو نه پرده پورته کړی۰ د پاکستان دپښتون وژنی او ترور جنایت مخ نیوی لپاره لاژم تدابیر په کار دی۰
    خدایه پښتون قوم کښی اتفاق راولی څو د پاکستانی جنایت کار حکومت مخنیوی وکړی۰
    د پشتون قوم د اتفاق په هیله
    مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب