شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد کورنیو چارو وزارت: د کندهار په جګړه کې د طالبانو د...

د کورنیو چارو وزارت: د کندهار په جګړه کې د طالبانو د قطر دفتر مهم غړی وژل شوی

تاند (یکشنبه د عقرب ۲۵) د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یو مهم غړی مولوي منیر د کندهار ولایت په جګړه کې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوی دی.

ددغه وزارت ویاند طارق ارین چې نن یې په کابل کې یوې خبري غونډې ته وینا کوله وویل، د وسله ‌والو طالبانو د قطر دفتر یو مهم غړی مولوي منیر په کندهار کې د افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوی دی.

د ارین په وینا، مولوي منیر د یعقوب شبکې مسئول د ملا برادر او ملا شیرین د جبهې قومندان، د کندهار لپاره د طالبانو پخوانی والي او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړی دی.

د ښاغلي ارین په خبره طالبانو په دې وروستیو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی، خو زیاتوي چې دې ډلې ته په کندهار او هلمند کې درنه مرګ ژوبله اوښتې او سخته ماتې یې خوړلې ده.

هغه د خپلو خبرو پر دوام وویل، چې په یادو ولایتونو کې د وروستیو جګړو پر مهال د ۵۵ طالب قومندانانو په ګډون لسګونه وسله وال وژل شوي او ګڼ شمېر نور یې ټپیان شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې په دې جګړو کې تر ۱۵۰ زیات پاکستاني جنګیالي هم وژل شوي، چې اوس د پاکستان په روغتونونو کې دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند په هلمند او کندهار کې د طالبانو ماته د هغوی لپاره لوی ماته او د افغان ځواکونو لپاره ستره لاس ته راوړڼه وبلله.

که څه هم طالبانو په خپلو لیکو کې د بهرنیو جنګیالیو شتون رد کړی، مګر تر اوسه یې د کورنیو چارو وزارت ددغې ادعا په هکله کوم څه نه دي ویلي.

د طالبانو ور اخوا د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار چې په دې وروستیو کې یې پاکستان ته سفر کړی و او هلته یې له پاکستاني چارواکو سره کتلي، په هلمند کې د پاکستاني جنګیالیو وژل کېدل رد کړي، چې د افغان دولت له سختو نیوکو سره مخامخ شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب