Home+د اوبو پایښت او پر وړاندې يې رامنځ ته کیدونکي ستونزې

د اوبو پایښت او پر وړاندې يې رامنځ ته کیدونکي ستونزې

دوکتور ایمل ولي

په تاریخي ډول ټول ددې شاهد یو چې د لومړي ځل لپاره انسانان د ځمکې پر مخ د ژونديو موجوداتو د ژوند کولو لپاره تر ټولو لوی خطر دی. په اوسني وخت کې د ژوندیو موجوداتو د انواعو محوه کیدو پروسه دومره ګړندی روانه ده، لکه 65 میلیونه کاله وړاندې هغه وخت چې اسماني ډبرو (asteroids) د ځمکې مخ د مزایلو په ډول تر بمبارد لاندې راوستی و او د ډیناسور په شان حیواناتو عصر ته يې د پای ټکی کیښود. توپیر دومره دی چې، په اوسني وخت کې مونږ (انسانان) اسماني ډبرې (asteroids) یو. جیولوجیستاتو د ځمکې تاریخ پر مختلفو دورو باندې ویشلی دی. د میلاد څخه لس زره کاله وړاندې پخوانی ډبرینې دورې او نوي ډبرینې دورې څخه پیلیږي او د انسانانو دوره چې ورته Anthropocene هم وايي د صنعتي انقلاب راوروسته د تیرو دوه سوه کالونو راپدې خوا يې صورت نیولی دی. دې وروستی دورې په حیرانوونکي ډول په طبعي نړۍ کې بدلونونه رامنځ ته کړل. د نېچر په ژورنال کې د بشر لپاره د خوندي چاپیریال تر سرلیک لاندې مقاله کې، دا بدلونونه چې په اوسني وخت کې ورته تر ټولو لويې نړیوالې ستونزې هم وایي په نهو کتګوریو 1) د ژوندیو موجوداتو محوه کیدل، 2) د نایتروجن او فاسفورس دوران، 3) اقلیمي تغیرات، 4) د بحرونو زهري کیدل، 5) د ځمکې د مخ څخه استفاده، 6) نړیوالې تازه اوبه، 7) د اوزون د طبقې له منځه تلل، 8) کیمیاوي ککړتیا او 9) د اتموسفیر د کوچنیو ذراتو کښیناستلو باندې ویشل شوي دي. دې بدلونونو ته چې دوی ورته د ځمکني سيستم د مراحلو نوم ورکړی دی، دری مرحلې يې لا له وړاندې د بشر لپاره د خوندي چاپیریال له ټاکلي حد څخه اوښتي دي. دا دری مرحلې عبارت دي له: د اقلیم تغیر، د ژوندیو موجوداتو محوه کیدل او د نایتروجن په دوران کې لاسوهنه.

زمونږ بحث پر اوبو باندې دی. د اوبو ستونزه هم د ننی نړۍ د مهمو ستونزو له جملې څخه ده. د ځمکې د مخ 2/3 برخه اوبو نیولې ده. د مادې د تحفض قانون پر اساس اوبه د استعمالولو وروسته، وروکیږي نه، بلکې یوازې دوران پیدا کوي. پوښتنه دا ده چې ولې څیړونکي په ځانګړي ډول د MIT څخه ددې وړاندوینه کوي، چې ددې پیړی تر نیمايي پورې به د بشر له نیمايي زیات په هغو سیمو کې ژوند کوي چې د اوبو د کمښت سره به مخ وي. یو دلیل يې دا دی چې د نړۍ نفوس ډېریږي او اقتصاد يې غني کیږي. دا د اوبو د زیات مصرف باعث ګرځي. بل دلیل يې اقلیمي تغیرات دي. اقلیمي تغیرات هایډرولوژیکي تغیرات ګړندي کوي، وچ ځایونه نور هم وچیږي او لانده ځایونه نور هم لندیږي. د نړیوالو منابعو انسټیټیوټ (World Resources Institute) 167 هغه هیوادونه په نښه کړي دي چې راتلونکو  2040 کال کې به د اوبو د کمښت له ستونزو سره مخ کیږي. او د هغوی له جملې څخه 33 هیوادونه به له جدي ستونزو سره مخ کیږي (لومړی شکل کې نقشې ته ځیر شی). ډیری ستونزې په ناسم ډول د اوبو د اداره کولو څخه هم رامنځ ته کیږي. 

شکل 1: هغه هېوادونه چې راتلونکو 2040 کالونو کې به د اوبو د کمښت له ستونزو سره مخ کیږي

د 2012 کال د مارچ په 23 نېټه د امریکا د متحده ایالاتو د څارګرې ادارې مشر په خپله وینا کې ویلي دي چې اقتصادي وده، زیاتیدونکی نفوس او د اقلیم تغیر په وجه به په راتلونکو دېرشو کالونو کې د اوبو کمښت د نړی یوه لویه ستونزه وي. په راتلونکو لسو کالونو کې به اوبه د مختلفو بلوا کوونکو ډلو عمده موخه وي. د بېلګې په ډول د کرنې او برېښنا د تولید بندونو الوزول. د دا ډول کړنو ښه مثال په پکتیا ولایت کې د مچلغو د بند دی. 

د ځمکې د مخ ډېره برخه اوبه تقریباً 70 % سلنه يې د کرنې له لارې په مصرف رسیږي.دوهم شکل کې ورته اشاره شوي ده.

شکل 2: د نړی د اوبو سلنه چې د مختلفو لارو په مصرف رسیږي

Clarke & King 2004 د اوبو په اطلس کې دې موضوع ته داسې اشاره کړې ده چې د نفوس زیاتیدو سره د غذايي موادو د مصرف اندازه هم زیاتیږي. بل لوري ته د اقتصادي ودې په وجه د هر واحد د غذا تولید لپاره د اوبو د مصرف اندازه هم لوړیږي. دې موضوع ته په دریم شکل کې اشاره شوي ده. د نوموړي شکل له مخې د یو کیلو کچالو د تولید لپاره 500 lit لیتره او همدا شان د یو کیلو د غوايي غوښې د تولید لپاره تر ټولو زیاته اندازه (15000 lit) لیتره اوبه په مصرف رسیږي.

شکل 3: د یو کیلو ګرام غذا تولید لپاره د اوبو د مصرف اندازه

ښه مثال يې د اورال جهیل دی چې د کرنې د زیاتو اوبو د کارونې په وجه په ځانګړي ډول د مالوچو د تولید په خاطر د نړۍ د نقشې څخه د ورکیدو په حال کې دی. څلورم شکل کې د اورال جهیل ته اشاره شوي ده. د اورال جهیل چې یو وخت د نړۍ تر ټولو لوی څلورم جهیل و، د 1940 م کلونو څخه راپدېخوا يې هغه وخت په وچیدو پیل وکړ چې د شوروي اتحاد له لوري د مالوچو د فارمونو د اوبخور په خاطر د جهیل څخه د مختلفو کانالونو له لارې د اوبو مصرف کیدل پیل شول.  Ella Morton په خپله مقاله کې لیکي چې; د جهیل په وچیدو سره د کبانو د صنعت یوه لویه برخه له منځه لاړه. د جهیل سر خلاصي برخه کې نبات وژونکې مالګه، حشره وژونکې مختلف کیمیاوي مواد او کیمیاوي کودونه پاتې و. دا تخریش کوونکي مواد په مختلفو وختونو کې د ګرد په څیر د بادي توپانونو سره یو ځای هوا ته پورته شول. په لس ګونو زره هغه خلک چې د اورال جهیل شاوخوا کې يې ژوند کاوه، د نري رنځ، سرطان او د سږو په ناروغیو باندې اخته شول. د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې نوموړی جهیل د کبانو د 24 مختلفو نوعو د اوسیدو ځای هم و. د چاپیریال ساتنې له اړخه د ژوندیو موجوداتو د انواعو محوه کیدل ځانګړی ارزښت لري.

    شکل 4: د اورل جهیل مقایسه د 1989 (چپ اړخ) او 2014 (ښی اړخ) کالونو تر منځ. د ناسا د تصویرونو ارشیف.

د پورته مثال څخه علاوه، د ارومیا جهیل چې ایران هیواد کې دی، په اوسني وخت کې د وچیدو په حال کې دی. د ایران دولت هڅه کوي، تر څو د وچیدو مخه يې ونیسي. د ایران دولت جاپان هېواد کې د اوبو د اداره کولو یوې کمپني سره د ارومیا جهیل د وچیدو د علت مالومولو او همدارنګه د جهیل د بېرته رغیدو پر لارو چارو باندې لویه پروژه لري. میازاکي پوهنتون کې زما لارښود استاد هم د جاپان هېواد د اوبو کمپني لپاره د یوې پروژې په ډول د ځمکې د سطخې څخه د اوبو پر تبخیر کار کوي. ددې پروژې په ډېری ناستو او څیړنیزو کارونو کې زه هم برخه اخلم. د ارومیا جهیل وچیدل د اقلیمي بدلونونو او د کرنې په خاطر د اوبو د مصرف په شمول مختلفو فکټورونو پورې تړلي دي. زمونږ د څیړنو په پایله کې، دې نتیجې ته ورسیدو چې د جهیل د وچیدو عمدا علت د کرنې لپاره د زیاتې اندازې اوبو مصرف دی. هغه مقدار اوبه چې پخوا به د باران څخه وروسته جهیل ته راتلې، اوس د مڼو د باغونو او نورو کرنیزو محصولاتو د تولید په خاطر په مصرف رسیږي. په لاندې نښلونه کې د ارومیا جهیل وچیدل د 1884 م کال څخه تر 2018 م کال پورې مشاهده کولای شی.

ویکي پیډیا

د اوبو پر سر باندې جنجالونه ورځ تر بلې عموماً د وچ اقلیم او د نفوسو د ډېریدو په وجه د نړۍ په مختلفو برخو کې راپورته کیږي. په نړیواله کچه  یادو جنجالونو ته په پنځم شکل کې اشاره شوي ده.

شکل 5: په نړیواله کچه هغه سیمې چې د اوبو پر سر په کې جنجالونه رامنځ ته کیږي

په پنځم شکل کې په نړیواله کچه هغه سیمې چې د اوبو د زیات کمښت له ستونزو سره مخ دي، په سره رنګ سره ښودل شوي دي او برعکس يې په تت ابي رنګ سره ښودل شوي دي. د نړۍ په نقشه کې افغانستان هم د هغو هېوادونو له جملې څخه دی، چې د اوبو د کمښت له جدي ستونزو سره مخ دی. دلته هر هېواد نظر خپل جغرافیوي موقعیت ته په کتو سره د بېلا بېلې ستونزې لري. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې سازمان په همکاری د ځمکې د پوښښ نقشې وروستی بڼه په 2015 کال کې نشر شوې ده. د یادې نقشې د مالوماتو په اساس د 12 % سلنې په شاوخوا کې هغه کرنیزه ځمکه ده چې د باران د اوبو او اوبخور له لارې په کې ډول ډول نباتات کرل کیږي. دا په دې مانا نه ده چې په افغانستان کې یوازې دومره اندازه اوبه شتون لري چې د ټول هېواد یوازې 12 سلنه کرنیزې ځمکې خړوبې کړي، بلکې د اوبو اندازه ډېره ده، خو ستونزو دا ده چې د اوبو د منابعو څخه سالمه ګټه نه پورته کیږي. یا په بل عبارت د اوبو د منابعو د اداره کولو یو پایښت لرونکی سيستم وجود نه لري. په هر حال د هېواد د ننه د اوبو د اداره کولو ستونزې او د حل لارې چارې جدا بحث دی، چې په راتلونکو لیکنو کې به ورته وخت په وخت اشاره وکړم. 

ښکاره ده چې د څښاک اوبه ډېرې مهمې دي او همدارنګه ورځ تر بلې د اوبو تقاضا د عرضه څخه لوړيږي، چې په پایله کې د اوبو قحطي رامنځ ته کیږي. پوښتنه داده چې په داسې شرایطو کې څه کول په کار دي؟ 

په پایښت لرونکي بڼه د اوبو اداره کول ډېر اړین دي، خو دا اسان کار نه دی. د موضوع د ښه پوهاوي په خاطر باید ووایم چې د اوبو یو پایښت لرونکی سيستم هغه دی چې په داسې ډول طرحه شوی او اداره کیږي چې په هره مانا د ټولنې له لوري پلان شوي موخې د نن او سبا لپاره لاسته راوړي او په عین وخت کې د چاپیریال ساتنې له اړخه خوندي، د اقتصاد له پلوه تر ټولو ګټور او دوامداره وي. یاد تعریف په 1999 م کال کې د UNESCO له لوري وړاندې شوی دی.

د اوبو نړیوالې اتحاديې (International Water Association) له لورې د اوبو په عرضه کولو کې پایښت تر سرلیک لاندې نشر شوي مقاله کې د اوبو منابعو ته اشاره شوې ده. په یاده مقاله کې پر دې بحث شوی دی چې څه ډول د اوبو د منابعو څخه په پايښت لرونکي بڼه استفاده وشي. دا منابع په لاندې ډول خلاصه شوي دي.

سطحي اوبه:

د ځمکې پر مخ یا سطحې اوبه محدودې دي او د نړۍ پر مخ په غیر مساویانه ډول ویشل شوي دي. د دا ډول اوبو یوه زیاته اندازه چې د ځمکې پر مخ د تر سره کیدونکو فعالیتونو په وجه ککړیږي، د پاکولو څخه پرته د څښاک  لپاره مناسبې نه دي. د اوبو ډیمونه په پایښت لرونکي ډول د اوبو په عرضه کولو کې مهم رول لري. د اوبو لویې ذخیرې ځینې وختونه د ژوندیو موجوداتو د اوسیدو پرځایونو، د کبانو په کډه کیدو، د اوبو بهیدو او کیفیت او ټولنیز اقتصاد باندې ناوړه اغیزې لري. د همدې ناوړه اغیزو په پام کې نیولو سره په کار ده چې پر چاپیریال باندې د ناوړو اغیزو پرېښودو ارزونه ترسره شي. 

د ځمکې لاندې اوبه: د نړی د تازه اوبو د 50 % سلنې څخه زیاتې د ځمکې لاندې اوبه دي. د ځمکې لاندې اوبو کارول هغه وخت پایښت لرونکي دي چې هغه مقدار اوبه چې د ځمکې لاندې برخو څخه اخیستل کیږي، بېرته د ځمکې لاندې برخو ته لاړې شي. یا په بل عبارت د ځمکې لاندې اوبه باید په داسې ‌‌ډول وکارول شي چې په اندازه کې يې کمښت رانشي. د ځمکې لاندې اوبو اندازه په دریو عمده فکتورونو پورې تړلې ده چې عبارت دي له: د اورښت اندازه، د سیندونو او یا نورو د ځمکې پر مخ بهیدونکو اوبو موقعیت او د اوبو تبخیر.په داسې حال کې چې د ځمکې لاندې اوبو څخه په پایښت لرونکي ډول ګټه پورته نه شي، د ځمکې لاندې اوبو د کموالي، په نهرونو کې د اوبو د کموالي او همدارنګه د اوبو د کیفیت ټیټیدو سبب ګرځي. د ځمکې لاندې اوبو په پمپ کولو کې تغیر رواستل، د ځمکې لاندې اوبو سستم ته د اوبو علاوه کول او د ځمکې لاندې اوبو سستم څخه د اوبو وتلو راکمول په پایښت لرونکي ډول د اوبو په عرضه کولو کې موثر تمامیږي. په افغانستان کې که څه هم په دې برخه کې تر اوسه ځانګړي څیړنې نه دي ترسره شوه، خو بیا هم د افغانستان د علومو اکاډمی او ځینو د پوهنتونونو استادانو له خوا تر سره شوي څیړنې ښيي چې له تېرو څو کلونو راپدېخوا د افغانستان د ځمکې پر مخ اوبه 8 بیلیونه متره مکعبه کمې شوي دي، حال دا چې دا اندازه پخوا تر دې، 57 بیلیونه متره مکعبه وه. دغې موضوع ته د افغانستان د علومو اکاډمۍ د چارو متخصصینو له‌ خوا، د هېواد په لویو ښارونو کې د اوبو د کموالي د ارزونې په نوم په جوړ شوي سمینار کې اشاره شوي ده. 

د باران د اوبو راټولول: د باران د اوبو راټولول د پایښت لرونکي ډول اوبو عرضه کولو یوه له ډېرو مهمو لارو چارو څخه شمېرل کیږي. د باران اوبه د یوې خوا د ځمکې پر مخ د بهیدونکو او د ځمکې لاندې اوبو د ډېر مصرف څخه مخنیوی کوي او د بلې خوا د څښلو اوبو د کیفیت په ښه کولو کې مرسته کوي. د باران د اوبو راټولولو ساختمانونه په کار ده په داسې ډول ډیزاین شي چې د اوبو ټولول هم موثر وي او هم يې د ککړیدو څخه خوندي وساتي. 

هغه اوبه چې د انسان د کارونې وروسته ریسایکل کیږي: دا ډول اوبه هم د اوبو د عرضه کولو یوه پایښت لرونکي منبع کیدای شي. د اوبو د ابتدايي منابعو لکه سحطي اوبه او زیرزمیني اوبو باندې وارد شوی فشار کیدای شي د دا ډول اوبو په واسطه راکم شي. د مرکز څخه کنټرولیدونکی او هغه چې په محلي سطحه کنټرولیږي، دواړه ډوله سيستمونه په کې شامل دي. وړاندې له دې چې د کرنې، صنعت او یا نورو کارونو کې وکارول شي، په کار ده لومړی پاکې شي تر څو د اوبو کیفیت ښه شي. په لومړیو کې د تشنابونو اوبه د لوښو وینځلو له اوبو جدا کیږي او دواړه ډوله د مختلفو مقاصدو لپاره کارول کیږي. 

هغه اوبه چې د مالګې څخه پاکیږي:  د مالکې څخه پاکې شوي اوبه ددې وړتیا لري چې د کوچنیو جزیرو په شمول هغه سیمو کې چې د تازه اوبو د کمښت له ستونزو سره مخ وي، په کافي اندازه تازه اوبه برابرې کړي، ولې ددې اوبو د لاسته راوړلو لپاره هغه اندازه انرژي چې د معکوس ازموتیک فشار په جریان کې په مصرف رسیږي، په پایښت لرونکي بڼه د اوبو عرضه کولو لپاره یو لوی خنډ دی. د USGS د 2010 کال د راپور له مخې د یو متر مکعب اوبو د تصفیه کولو لپاره 0.8 USD امریکايي ډالره مصرف راځي، په داسې حال کې چې د نورو منابعو څخه د یو متر مکعب اوبو د لاسته راوړلو لپاره په اوسط دول 0.16 USD امریکايي ډالر مصرف راځي. د دا ډول اوبو لاسته راوړل به هغه وخت ډېر پايښت ومومي چې د اوبو د لاسته راوړلو لپاره موثره ټکنالوژي او لمریزې او بادي انرژي څخه ګټه پورته شي. 

بوتلي اوبه: په 21 پیړۍ کې ډېری کمپنی بوتلي اوبه په بوتلونو کې د قیمت په ټاکلو سره تولیدوي. په ځینو سیمو کې بوتلي اوبه د څښاک د اوبو یوازینی منبع ده، ولې بیا هم په دا ډول سیمو کې د لوړو مصارفو په وجه ځینې وختونه ډېری وګړي ورڅخه په پایښت لرونکي بڼه ګټه نه شي پورته کولای. په هغه صورت کې چې د پایښت میټریکسونه د دا ډول اوبو د ارزلو لپاره کارول شوي دي، تر ارزولو وروسته په زیاتره مواردو کې پاتې راغلي دي. په اوسني وخت کې د اقتصادي لګښتونو، چاپیریالي ککړتیا (پلاستیک، انرژي او نور) او انتقالولو په وجه بوتلي اوبه د اوبو د عرضه کولو یوه نه پایښت لرونکي منبع کڼل کیږي. د Pacific Institute  د 2008 م کال د راپور په اساس د یو لیتر څخه کمو بوتلي اوبو د تولید لپاره د 3-4 لیتره اوبو پورې په مصرف رسیږي. نور بیا…

په درنښت

دوکتور ایمل ولي

سرچينې

Clarke, R. T., & King, J. (2004). The water atlas (No. 333.91 C5.). New York: New Press.

FAO, (2016). The Islamic Republic of Afghanistan: Land cover atlas. Food and Agriculture Organization of the United Nations. Rome, Italy

IWA publishing. Sustainability in Water Supply | IWA Publishing. Retrieved November 2, 2020 (https://www.iwapublishing.com/news/sustainability-water-supply).

Morton, Ella. (2014). The Disastrous Effects of a Shrinking Sea. Slate. Retrieved November 1, 2020(http://www.slate.com/blogs/atlas_obscura/2014/05/02/the_shrinking_of_the_aral_sea_has_resulted_in_a_toxic_disaster_area.html

Pacific Institute, (2008-2009). Water Content of Things. The World’s Water

Rockström, J., Steffen, W., Noone, K., Persson, Å., Chapin, F. S., Lambin, E. F., … & Nykvist, B. (2009). A safe operating space for humanity. nature461(7263), 472-475.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...