جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهولسمشرغني: د جګړو دوام ښیي چې طالبان د سولې اراده نه لري

ولسمشرغني: د جګړو دوام ښیي چې طالبان د سولې اراده نه لري

تاند ( یک شنبه، د عقرب ۲۵) ولسمشر غني وایي، افغان دولت په هېواد کې د سولې غوښتونکی دی خو د طالب وسله والو له لوري د تاوتریخوالي دوام ښیي چې دا ډله د سولې اراده نه لري.

نوموړي چې نن یې د یو ویډیویي کنفرانس له لارې د شمالي ولایتونو له والیانو سره خبرې کولې وویل، د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولیت د خاورې او خلکو ساتنه ده.

نوموړي دغه راز والیانو ته په خطاب کې وویلې چې هېڅ دولتي او نادولتي فرد له ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د خپل شخصي امنیت د تامین په خاطر د استفادې حق نه لري.

هغه د لویو لارو د امنیت پرتامین او د طالبانو د اخاذي پر له منځه وړلو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې، په هېڅ صورت دې اجازه نه ورکول کېږي چې طالبان عامه مالونه لوټ کړي.

افغان ولسمشر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې، شاوخوا دوه میاشتې کېږي په دوحه کې د طالب او افغان پلاوو ترمنځ د سولې خبرې دوام لري خو کومه مثبته پايله نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب