جمعه, اپریل 26, 2024
Homeفلسفهفلسفه | ډاکتر ماخان میږی شینواری

فلسفه | ډاکتر ماخان میږی شینواری

 نوموتي یا مشهور فیلسوفان کیڼ پلاتون د خپل زده-کوونکي ارېستوتالس سره

داسې لږ څه له فلسفې:

په فلسفه (زړه یوناني کلیمه φιλοσοφία ده یا وی دۍ، چې د philosophía سره لاتین شوې اوټکې په ټکي یا وی ییزه مانا یې ،،  مینه وهوښیارتیا ته،، یا ،، د هوښیارتیا سره مینه،، ده) کې هڅه کیږي، چې نړۍ او انسان په ټولو یوګونوالو، تر بنسټه وپیژني، روښانه کړي او پرې وپوهیږي.

د نورو پوهندسیپلینونو څخه فلسفه په دې کې ځان بیلوي یا  د نوروپوهنو سره له دې لارې توپیرلري، چې په یوه ځانګړې ريښه کې او یا ټاکلې متودپوهنه کې رابنده نه وي، بلکه د هغې پوښتنکونه او د هغې ځانګړنې هغې ته تلنډول د هغې د الاتو ډېرډولوالي شیانورشوګانو د رقم له لارې کرکتریستیکي یا تیوپیکي ده.

د فلسفې زړیټکي سم اند (د سم اند اړوند فکري پوهنه)، اېتیک یا اخلاق (د سم کړنلار پوهنه) او میتافزیک (د شتون او رېښتینوالي لومړنیو دلایلو پوهنه) دي. نور سټدسپلینونه پيژندنتیوري او پوهنتیوري دي، چې دوي د پوهیدنګټنویا پوهیدنلاس ته راوړنو، په ټولیزه توګه همداسې په ځانګړي توګه د بیلابیل یوګونپوهنو د پوهیدنډول امکانات دي.

پیلراوړنه یا پیلامه:ستونځې شته، کومې چې د ټیک پوهنو د مرستې سره  هم په کار نه یا نه پوره اچول کیدی شي: د دې پسې پوښتنه چې څه شی ،، بد،، او،، ښه ،، دۍ، ،، حقوالی(؟)،، څه مانا لري، ایا خدا(ج) ( خدای مې دې نه ګوناه کاره وي، د فلسفې څيړنه ده) شته، ایا انسان یوه نه مړه کیدونکې ارواح لري اویا ،، د ژوند موخه،، څه شی دۍ.

همداسې کیدی شي د پوښتنویونو بل ټولګی د بیلګې په توګه پیداېښتي پوهنې وي:

— بیولوژي په حقیقت کې د ژوندیو نړۍ څیړي، خو دا نه شي ټاکلی، چې د دې ژوندي ،، شتون،، څه سر ته رسوۍ، ایا او کله د ژونديو اورګانیزمونود مرګ اجازه شته یا د انسان ژوند کوم حقونه او مکلفیتونه خوندي لري.

— د فزیک او د شمیرپوهنې سره کیدی شي پیداېښتي قوانین یا لارې وویلی یا افاده کړای شي یا روښانه کړای شي، خو پوښتنه، چې ایا پیداېښت بیخي د قانوني لارې جوړ دۍ، دا کوم پیداېښتي پوهنه بیخې نه شي ځوابولی.

— حقوقپوهنه څيړي او کره کوي، چې که یو څه د قوانینو سره په همغږۍ پيښږي، څه شی چې د غوښتنو– یا هیلوسره سم قوانینومنځ پانګه کیدی شي، دا د هغې له بندیز یا چوکاټ اوړي.

— ټولیز نه ځانله د هر یوګونپوهنې ، بلکه بنسټیزه پوښتنه راپورته کیږي، چې موږ له دې لاسته راوړي پوهې سره څنګه ځان برابرولی شو.

— له دې سره پوښتنې شته، چې د فکرکولو پولې لمسوي، لکه دا پوښتنه، چې ایا دا په همدې سترګورپ کې ځانیز- یا ځانله حس کړی رښتیاوالی هم په رېښتونې شتون لري.

په ټولو داسې حالتونو کې د یوګونو پوهنو روښانه-ونو مودل له ویینو پاتیږي یعنې څه نه شي ویلی، دا فلسفي پوښتنې دي.

یوناني فیلوسوف پلاتون Platon (428/27 – 348/47 د عیسوي وخت د مخه) له دې امله په دې څیره ( که غواړۍتصویر) کې شک پیدا کړ، کومه چې انسان پخپله له ځانه او له نړۍ  ورکړی وو.

 په خپل نوموتي یا مشهورکتاب سمڅورته یا د سمڅې سره برابرHöhlengleichnis کې هغه د نور تر څنک د عادي انسان رابندې یا محدودې احساسونې توانوالی او پيژندتوانوالی داسې راګرځوي یا هداره کوي.

دوي د خپل برابر یا ورته سره څنګ په ځنګ لړۍ په یوه سمڅ کې ناست، ټول په یوه ډول تړلي، داسې چې دوي سیده مخا مخ د سمڅې دیولونه خپل مخ ته کتلی شي( لنډ خپل مخ ته دسمڅ ډیولونه ګوري). یو وور رڼا ورکوي، چې هلته د سمڅې لرې برخه د انسانان شا ته بلیږي. د انسانان اود وور منځ کې – دا هم د دوي شاته- یودیوال، چې د هغې شا ته بیلابیل شیان وړل او په خوزښت راوړل کیږي، چې دیوال جګوي او هغه سمڅدیوال  په ځیر کتنه انسانانو ته د خوزنده سیوري په څیرڅرګندیږي.

د دیوال شاته د دې وړنوغږونه او کشار یا کشپش دې پرلپسې د دیوال تړلو انسانانو سترګو ته مخامخ هم  باید همداسې د سیورو پرمخوړلو یا د سیورو مخ ته وړلو په څیر باورولري.

د د ې صحنې سره پلاتون موږ ته څرګنده ،، رېښتونی،، نړۍ له سمڅې دباندې د لمر په رنا کې په مخامخول یا تضاد کې راوړل یا کونترستونه kontrast کې راولي اود دې هنر کلیمې له لارې موږ ته پوهوړکوي یا راښایي، چې ولې فیلوسوفان  رېښتیاوالی، دا په دې مانا چې حقیقت ته نږدېوالی انساني احساس یا رښتیانیولي په پوښتنه کې راولي.

د یوه  فیلوسوف ادعا

د یوه  فیلوسوف ادعا دا ده، چې خپل ځان اونړۍ ازماېښت ته اچوي یا ازمایي. شیان هم کوم چې زیات کسان یې د هرو مرو یا پخپله ترې پوهیدنې او ورکړل شوي ګوري، په فلسفه کې له سره پوښتل کیږي، د شک لاندې راځي او ازمایل کیږي- د بیلګې په توګه پوښتنه، چې ایا،، رښتیاوالی،، یا ،،حقیقت،، په خټه  یا په رېښتونې داسې دۍ، لکه څنګه یې چې موږ رېښتیا نیسو. ،، موږ څنګه باوري کیدی شو، چې دا څه موږ ګورو، رېښتیا شتون لري؟،، ، یو فیلوسوف له ځان داسې پوښتي. داسې دې سوکراتس هغه خورا خوره شوې یا نوموتې  یا مشهوره جمله هم ویلي وي، چې: ،، زه پوهیږم، چې زه نه پوهیږم،، – یو شعوري مخامخوالی (تضاد) دۍ، ځکه چې دی څنګه پوهیدی شي، چې دی د خپلې وینا له مخې بیخي نه پوهیږي؟

داسې فلسفي پوښتنې تل ستونځمنې دي او تل ګرانې یا دزړه پورې نه دي- دوي کسان په شک کې راولي او خپل نړۍ لید په لړزه کې راولي. هغه رېښتیا پسې هڅاند انسان دې د سره یا پیله – زیات نارامه- لید له لارې په نړۍ  نوموتې لیدني یا مشاهدې (؟) لاس ته راوړي اوله دې لارې یو ،،  ريښتیا هڅانده،، ، ،، حقانیت،، یا ،،ډېر ښه،، ژوندوکړای شي یا مخ ته بوزي.

Der hermeneutische Zirkel: Das Ganze als Summe seiner Teile

هرمینوېتیکې ګردۍ(دایره): ټول د هغه د برخو جمعې په څیر

په داسې ترڅ کې چې یوګونې پوهنې د ټاکلو الاتو د پوهیدلو سره موخه-ور بوخت دي، هرمینوېتیک  پخپله د پوهیدنې پوهنې سره بوخت دی.

وی هرمینوېتیک د زاړه یوناني وی hermeneuein څخه راوتلی. دا کړنه یا فعل د ،، روښانول، وړاندې کولو،، – هرمینوېتیک له دې سره په لرې موخې یوه د وړاندې کولو لار ښايي.

دا هم یواوږده د خبرو څه دی، چې هرومرو به د لوستونکوله پاره په زړه پورې وي او د ن ج له لارې میندلکیدی شي.

فلسفه څه شی دۍ؟

د فلسفې په هکله د اروپا د غوره فیلوسوفانو اندونه:

نه شي کیدی چې ،، فلسفې،، ته ټولیز باوري پيژند ورکړ شي، ځکه چې هریو ، چې فلسفې کوې یا -وایي، هغه هر یو د شیانو په هکله خپل اند ته وده ورکوي. له دې امله پورته کړلو پوښتنو ته نږدې دومره ممکن ځوابونه شته. لکه فیلوسوفان.

  Carl Friedrich von Weizsäcker کارل فریدرېښ فون وایڅیکر یوځل داسې ویلي یا فرمولبندې کړې: فلسفه پوهنه ده، چې په هغې څوک خبرې نه شي کړی، بې له دې چې دا پخپله مخ ته بوزي یا سرته رسولو هڅه وکړي.

– Aristoteles: Metaphysik I 2, 982 b 12 اریستوتلس:

له دینونو ، دیني ټولنو او نړۍ لید څخه په بل ډول فلسفه د پورته ،، فلسفي،، یادشوو په کار اچونې بل ډول پوښتنو کې ځانله په هوښیارتیا تکیه کوي، دا په دې مانا چې راشنل یا فکري دلایلو، چې نور د مخه نیونې ( لکه د بیلګې په توګه په یوه ټاکلي مخ ته پروت درس یا پوهنه باندې عقیده) نه غواړي.

پای یادونه:

دا چې ما د مخه څو فلسفي اړونده لیکنې راټولې کړې وي،نو له دې امله دا لیکنه، خو:

د نورو پرمختللو ژبو په ویپانګو او لیکلتوان موږهلته پوهیږو، چې ورسره مخامخ شو اوڅه ترې رانیسو. د دوي د ډېرډوله ویونوله پاره په زیات وخت کې په پښتو کې یوه مانا پیداکولی شو، خو موږدا د خپلې ژبې لوستونکوله پاره داسې چمتو کولی شو یا داسې باید چمتو کړو، چې پرې وپوهیدلی شو.

د دې لیکنې راټولونه اولیکنه-په ځانګړې توګه د غونډالو چمتوکونه- راته پوره له ستونځو ډکه وه، هیله ده، چې ګران لوستونکي به یې له لوستلوسره ستونځې ونه لري.

زه خو مسلکي نه یم، کیدی شي یومسلکي کس دا په اسانۍ سره راټول اوولیکلی شي.

6 COMMENTS

  1. سلامونه او خپلې
    ښې پیرزوینې دروندکاکا؛ ډاکټر صیب (مېږي شينواري ) ماخان خان له وړاندې کوم.
    دا فلسفه (حکمت )= فیلوصوفیا ! سره زه هم ډیره علاقه لرم . ما اورېدلي و چې د (علومو مور) ده؛ لکه څنګه چې ریاضي یا ستاسو خبره شمیرپوهنه؛ ېې پلار دی!
    ما پخوا ستاسو یوې مقالې ته د ( نومونو حالات ) یوه تبصره لیکلې وه ، خو ستاسو + یا – غبرګون مالوم نه سو؟
    خیر ، اوس زه په دغو ۲ وییونو مانا و نه رسیدلم، که پرتلیزه ګړنې ېې په بله ژبه کې د پښتو څنګ کې ولیکئ؛ مهربانی به مو وي.
    -یوګونپوهنې ، او یوګونوالو؟
    -تلڼډول ؟
    ډیره مڼنه ، ستاسو د پخواني یار ،مرحوم مدیر صاحب عبدالملک خان صافي مشر ځوی په بلجیم کښې.

  2. ګرانه زړوره وراره ګله ډېرسلامونه مې ومنه
    باوروکړه، چې ډېر خوښ شوم. ارواښاد صافي صیب خو یوځانګړی شخصیت وو. ډېر ورسره ناست یم او خوږ میجازه استاد وو. ډېرچیونه اومړۍ موورکره خوړلي، خوتاته یې هم بدل نه شم درګرځولی ( د زاړه سړي توکه دې وي).
    ما خوګوره لیکلي، چې زه خوداسې په مینه دا لیکنې کوم اونه د مسلکی ريښې له مخې، نو له دې امله پوښتنو ته هم د ځواب ویل به ستونځمن وي.
    ۱ – د علمومومورخووایي، چې فلسفه ده اوشمیرپوهنه هم تر اوسه په فلسفه پوهنوکې راتله، چې له امله یې د شمیرپوهنې ډاکترانو ته هم د فلسفي ډاکتر یعنې Dr.Phil (PHD)لیکي.
    ۲ – دا پوښتنه شته، چې ایا شمیر پوهنه پوهنه ده اوکه څنګه؟ زیات پوهان یې مرستندویه پوهنه بولې، ځکه، چې په ټولو پوهنوکې د اړتیا له امله ځغلیدلې.
    ۳ – یوګونپوهنې اویوګونوالی په الماني: Einzelwissenschaften und Einzelheiten
    دا یوګونپوهنه په اکادمیکپوهنو کې یوه ځانله ريښه ده. دا څه چې ګوګل شي، نوهلته به ډېرې ماناوې ولري او کیدی شي،چې داسې یوه ښه اړونده مانا ورته پیدا شي. تاسوپوهیږۍ، چې زما وتونژبه الماني ده.
    باور وکړه، چې زه یې بلډول اړونده نه شم مانا کولی، مرستې ته هروختاړتیا شته.
    راته روغ اوځوښ اوسۍ.

  3. ګرانه کاکا ډ.ماخان خانه ، و علیکم السلام
    ډیره مڼنه له ښایسته ځوابي څرګندونې څخه مو.
    دا چې د ارواښاد زما دادا سره مو مړۍ نوشجان کړې وې ، ثوابونه دې خدای ج. هغوی ارواء ته ورسوي؛ زه ېې راګرځول ستاسو نه نه غواړم . بیغمه اوسۍ.
    زما د پوښتنو ځواب مې هم ستاسو له منطقي تشریحاتو نه تر لاسه کړ، زما فلامیش ( بلجیمی هالڼدۍ ژبه ) هم ستاسو آلماني ته ورته ده!!!!مڼنه .
    تاسو ته روان قلم ، ښه روغتیا او اوږد عُمُر غواړم . ستاسو وراره : ساپی زړور حمیدالله

  4. سلام
    Ich habe gehort:

    په ډیره ابتدایی برخه کې زمونږ تولنه ،ژبه،وملی او اسلامی فرهنګ له فلسفی اوعلمی مسایلوسره څه ډول اړیکی باد وټاکی
    دې پېچلی بحث کې کو مي فلسفې ته تعریف، روایت ، پېژندګلوی او اهمیت ورکړل شوی بل داچې د فزیک،بیولوژی،حقوق اواخلاقو د فلسفی سره به یوه علمی فرضیی کې مهم فاکتورونه څرګند نه دی چې ځانګړی تیوری باندې استوار وی
    :مثلا تاسې وایی
    د فلسفې زړیټکي سم اند (د سم اند اړوند فکري پوهنه)، اېتیک یا اخلاق (د سم کړنلار پوهنه) او میتافزیک (د شتون او رېښتینوالي لومړنیو دلایلو پوهنه) دي. نور سټدسپلینونه پيژندنتیوري او پوهنتیوري دي، چې دوي د پوهیدنګټنویا پوهیدنلاس ته راوړنو، په ټولیزه توګه همداسې په ځانګړي
    توګه د بیلابیل یوګونپوهنو د پوهیدنډول امکانات دي
    .که ستا هدف المانۍ فرهنګ ژبه وی ا ود ژبې داصطلا حا تو ژباړه ، ترکیب او جوړښت وی دا جلا بحث دی او ډیرې برخې لری په بای کې ستا دلیکنې کچه ، ستندرد یا معیار د عامه پوهاوی په خاطر هم چڼ غواړی زما هدف له دې تبصرې نه سیالی او نیوکه نه ده بلکې دبدلون او مشورې همغږی ده بریالی ا وسې

  5. ښاغلی شریف زاد صیب ډېره مننه.
    ما څه وخت د مخه څو فلسفې اړونده لیکنې کړې وي، نو دا مې هم د بنسټ په توګه څه ولیکل اوما هلته یادونه کړې، چې زه د یوه مسلکي په څیردا لیکنې نه کوم. هرڅومره ډېر کسان، چې په داسې لیکنو کې ونډه واخلي همغومره دا ښه کیږي. یو کس د خپل توان – که هر اړخ وي -، پورې کار کولی شي. زما ګومان خو دۍ، چې تاسوځوانان یاستۍ، سم یې کړۍ، څه چې درته سم نه برېښي له تاسو زیاته مننه .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب