پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeکلتورسینماد ارين خان سینمايي فلم نندارې ته وړاندې کېږي

د ارين خان سینمايي فلم نندارې ته وړاندې کېږي

د روانې وري مياشتې پر ۹مه به د ارين خان نوی فلم ” ګلِ جانه” د افغانستان پر يو شمېر سينمايي پردو نندارې ته وړاندې شي.

دغه فلم به د پښتو سینما د ۴۷ کلنې تاريخي دورې په جريان کې د بدلون يو ستر ګام وي.

د دغه فلم محتوا له تجاري، هنري، تفريحي، استثنايي، عاشقانه، د ژورې مينې او موسيقي له برخو جوړه ده.
د سينمايي ډګر مشهور اداکار او د پاپ موسيقي سندرغاړي ارين خان د دې فلم مرکزي رول لوبولی دی.

دغه فلم به د افغاني ټولنې ځينې هغه غږونه، تصويرونه او ضمني اړخونه را برسېره کړي چې د تاريخ له بابه لوېدلي پاتېږي.

ارين خان د افغانستان د سينما هغه ستوری دی چې ګڼ مينه‌وال لري، دغه فلم به له افغانستانه دباندې هم وکتل شي او همدا راز به په اماراتو او انګليستان کې هم نندارې ته وړاندې شي.

سرخط ورځپاڼه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب