دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهد پنجشېر مقاومت جبهې د کابل د نننۍ چاودنې مسوولیت ومانه

د پنجشېر مقاومت جبهې د کابل د نننۍ چاودنې مسوولیت ومانه

تاند:( شنبه، د قوس ديارلسمه)‏ ‏د احمد مسعود په مشرۍ، پنجشیر د مقاومت جبهه چې ځان ملي جبهه بولي، وايي چې د طالبانو د پنجشېر پر والي مولوي قدرت الله نننۍ چاودنه دوی کړې ده.

د دې جبهې ویندوی شمش الدین حامد له تاند وېبپاڼې سره په خبرو کې د دغې چاودنې مسوولیت پرغاړه واخیست.

دغه چاودنه نن د کابل د تایمني سیمې په پینځم سرک، د پنجشېر ولايت لپاره د طالبانو د والي په موټر شوې، چې د چارواکو په وينا کوم ځاني زيان نه لري.

د دغې چاودنې له کبله د پلازمېنې کابل تر څنګ د ننګرهار ولايت وارداتي برېښنا پرې شوې ده.

ياده چاودنه په داسې مهال شوې، چې په وروستيو کې د طالبانو د يو شمېر مشرانو په ګډون د دوی يو شمېر پلويان د طالبانو خلاف د مقاومت ډلو موجوديت يوازې تش په نامه بولي او وايي چې فزيکي حضور نه لري.

2 COMMENTS

  1. کور یی ودان چی څوک وژل شوی ندی، هسی ډارول پروا نه کوی دا ښه ده چی وینی ند ی توی شوی بیا هم مقاومت ډیر وحشی ندی خدای دی د خبرو له لاری راسم کړی چی د جنګ په عوض طالبان د دوی مشروع غوښتنی ومنی مثلاً اجازه دی ورکړی چی پنجشیر کی نجونی مکتب ته لاړی شی او هدفی وژنی پکی له منځه لاړی شی مقاومت جبهه هدفی و ژنی ډیری یادوی او وایی چی د طالب عفو مفو نشته طالب دی دوی ته ژر قناعت ورکړی چی بل جنګ شروع نشی

  2. ویشتلی مایې روغ به نشې ××× که طبیبان د مور میړونه کړې مینه !!
    مقاومت د غلو او لنډغرو ! په هغه وخت کې چې هیواد اشغال وو هلته مقاومټ چېرې وو ، مقاومت د اجنټي او پردۍ پالنې یوه ناکامه اله ده خوشې وخت ضایع کوي !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب