Homeخبرونهچین ته د جلغوزیو د صادراتو په زياتوالي اود نورو توليداتو په...

چین ته د جلغوزیو د صادراتو په زياتوالي اود نورو توليداتو په استولو خبرې وشوې

تاند:( شنبه، د قوس ديارلسمه)‏ ‏د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سر‍‍پرست مولوي امیر خان متقي، نن په کابل کې د چین ولسي جمهوریت له سفیر وانګ یو سره وکتل.

د بهرنيو چارو وزارت د اعلامیې په اساس، په دې کتنه کې دواړو لوریو دافغانستان او چین ترمنځ پر سیاسي اړیکو، سوداګرۍ، د بشري مرستو د پراختیا او افغان محصلینو ته د تخنیکي زده‌کړو د چمتو کولو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.

‏دغه راز په کتنه کې په ځانګړي ډول د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ پر پراختیا بحث وشو او له افغانستان څخه چین ته د جلغوزو د صادراتو پر زیاتوالي او همدارنګه چین ته له نورو لارو د افغان تولیداتو پر رسولو هم خبرې وشوې.

په اعلامیه کې د دغو موضوعاتو په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

چين د طالبانو له مهمو سيمه ييزو متحدينو ګڼل کېږي، خو تر اوسه يې د نورې ټولې نړۍ په شان د دوی واکمني په رسميت نه ده پېژندلې.

د يو شمېر شنونکو په باور چين او نورو طالب پلوو هېوادونو يوه هم په افغانستان کې د دې ډلې له واکمنیدو وروسته د دوی هغسې ملاتړ نه دی کړی، چې تمه يې کيده.

افغانستان د طالبانو د واکمنیدو له کبله بېساري اقتصادي سقوط، بشري ناورين او نورو بحرانونو سره لاس و ګریوان دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...