یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Homeخبرونهکابل کې د پنجشېر په والي چاودنه، کابل او ننګرهار کې وارداتي...

کابل کې د پنجشېر په والي چاودنه، کابل او ننګرهار کې وارداتي برېښنا ورسره قطع شوې

تاند:( شنبه، د قوس ديارلسمه)‏ په کابل کې نن د پنجشېر ولايت لپاره د طالبانو د والي په موټر چاودنه شوې، چې د چارواکو په وينا کوم ځاني زيان نه لري.

باختر خبري اژانس د طالبانو په حواله ويلي، چې دغه چاودنه د کابل ښار په تایمني سیمه کې شوې ده.

د سرچينې په حواله، ناڅرګندو کسانو د سړک په يوه ګلدان کې ماين ځای پر ځای کړی و، چې چاودنې يې کوم ځاني زيان نه دی رامنځته کړی.

د پنجشېر لپاره د طالبانو لخوا د امنيت ټاکل شوي آمړ عبدالحمید خراساني بيا تاييد کړې، چې دغه چاودنه د پنجشېر ولايت لپاره د طالبانو پر والي مولوي قدرت الله شوې ده.

د هغه په وينا، په دې چاودنه کې چاته ځاني زيان نه دی اوښتی.

د دغې چاودنې مسوولیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

بلخوا راپورونه وايي، چې د دغې چاودنې له کبله د پلازمېنې کابل تر څنګ د ننګرهار ولايت وارداتي برېښنا پرې شوې ده.

د ننګرهار د بريښنا شرکت يوه اعلاميه کې راغلي، چې د کابل د تایمني سیمې په نننۍ چاودنه کې د يادې بريښنا لين پرې شوی دی.

په وروستيو کې د کابل ولايت څخه د ورته چاودنو خبرونه زيات شوي.

څو ورځې مخکې د کابل د احمد شاه بابا مېنې په سلیم کاروان سیمه کې د طالبانو پر يوه موټر چاودنه شوې وه، چې د کابل ايمرجنسي روغتون ته ترې ۵ تنه ټپيان ور وړل شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب