سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهاحمد مسعود: د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو غونډه دې...

احمد مسعود: د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو غونډه دې پاکستان کې نه ترسره کیږي

تاند:( شنبه، د قوس ديارلسمه)‏د احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو پر ضد د مقاومت جبهې په یوه اعلامیه کې د اسلامي همکاریو له سازمان څخه غوښتي، چې د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه دې پاکستان کې نه ترسره کوي.

په دې اعلامیه کې د طالبانو حکومت « بې رحمه رژیم» ګڼل شوی او له یاد شوي سازمان څخه غوښتل شوي، چې دغه رژیم نه باید په رسمیت وپېژندل شي.

د احمد مسعود په وینا، د افغانستان په اړه یاد شوی کنفرانس په پاکستان کې په دې دلیل باید ترسره نه شي، چې دغه هېواد د افغانانو د رنځ و عذاب سبب شوی دی.

نوموړي په ورته وخت کې له سعودي عربستان څخه د دغې غونډې د بللو له کبله مننه کړې او هیله یې ښودلې، چې یاده غونډه کې به د افغانانو د بشري فاجعې لپاره مناسب ځوابونه او حل لارې وموندل شي.

د دغې جوړیدونکې غونډې دقیقه نېټه تراوسه نه ده په ډاګه شوې.

د غونډې د جوړیدو غوښتنه سعودي عربستان کړې او پاکستان یې کوربه توب ته چمتووالی ښودلی دی.

د دغې غونډې په اړه د طالبانو د ادارې دریځ تراوسه نه دی په ډاګه شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب