دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهمحقق: ط د عمومي عفوې د اعلان باوجود پخواني پوځي منسوبین شکنجه...

محقق: ط د عمومي عفوې د اعلان باوجود پخواني پوځي منسوبین شکنجه کوي او وژني

تاند:( شنبه، د قوس ديارلسمه)‏د افغانستان د حزب وحدت مردم ګوند مشر محمد محقق په یوه تازه پيغام کې طالبان د عمومي عفوې د اعلان باوجود هم د مخکینیو پوځي منسوبینو په شکنجې کولو او وژلو تورن کړي دي.

نوموړي پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي، چې طالبانو تازه د نوید خان ازادي او محمد علي کربلایي په نوم دوه هزاره پوځي منسوبین وژلي.

د ده په وینا، ازادي په کندوز او کربلایي په دایکندي کې د طالبانو له شکنجې څخه وروسته وژل شوي دي.

د ده په خبره، یاد شوي کسان له څه مودې د طالبانو لخوا بندیان وو، چې اوس د شکنجو له کبله مړه شوي او جسدونه یې کورنیو ته په لاس ورغلي.

 طالب چارواکو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

څو ورځې مخکې د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وویل، چې طالبانو یوازې په غزني، هلمند، کندهار او کندوز ولایتونو کې د خپلې واکمنۍ په لومړیو دوه نیمو میاشتو کې تر سلو ډېر مخکیني پوځي منسوبین وژلي یا لادرکه کړي دي.

محقق له طالب چارواکو غوښتي، چې د عمومي عفوې اعلان ته ژمن پاتې شي.

طالبانو د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان ته هم کوم غبرګون نه دی ښودلی.

 د طالبانو یو شمېر منتقدین دوی تورنوي، چې له مخکیني نظام سره د تړاو په تور یې تراوسه په زرګونه کسان وژلي، خو دا موضوعات د بیان او رسنیزې ازادۍ د نشتوالي له کبله ډېر نه رسنیز کیږي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب