دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپاکستان : د م.م دروازې به زر د ط پر مخ پرانیستل...

پاکستان : د م.م دروازې به زر د ط پر مخ پرانیستل شي

تاند:( شنبه، د قوس ديارلسمه)‏په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر وسیم اکرم هیله من دی، چې د طالبانو حکومت به د ملګرو ملتونو له لوري په رسمیت وپېژندل شي او د دغه نړیوال سازمان دروازې به ورخلاصې کړل شي.

نوموړي دا څرګندونې طالبانو ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازیتوب د څوکۍ د نه سپارل کیدو په غبرګون کې کړي دي.

پاکستاني سفیر ویلي، چې طالبانو ته به د دوی د حکومت په ملاتړ د نړیوالې اجماع له جوړیدو سره د ملګرو ملتونو د نړیوال سازمان دروازې هم پرانیستل شي.

د ده په وینا، کله چې بهرني هېوادونه د طالبانو دولت په رسمیت وپېژني، ملګري ملتونه به یې هم استازي ته پخپله اډانه کې د فعالیت اعتبار لیک ورکړي.

هغه نه دي ویلي، چې هېواد به یې په دې برخه کې څه ډول هڅې وکړي؟

مخکې پاکستان د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره ډېر هېوادونه هڅول.

تر دې، چې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون یو شمېر مطرحو سیاستوالو پر پاکستان نیوکه وکړه، چې د افغانستان په استازیتوب دې خپل نړیوال حضور او رول نور پای ته ورسوي.

پاکستان، چې د طالبانو د تحریک له پيله تراوسه تر ټولو اساسي ملاتړی او تمویلونکی دی، خپله یې هم په کابل کې د دوی اداره په رسمیت نه ده پېژندلې.

د طالبانو یو ویاند انعام الله سمنګانی وایي، چې ډېری هېوادونه له امریکا او نورو هېوادونو سره وابسته ګۍ لري او په همدې دلیل د دوی د رسمیت پېژندلو لپاره اقدام نه کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزی بیا وایي، زر به یې د امریکا حکومت انشالله په رسمیت وپېژني او ورسره به نیم ساعت کې د نړۍ اکثره هېوادونه د دوی د په رسمیت پېژندلو لپاره اقدام وکړي.

‏د ملګرو ملتونو سازمان، تېره اونۍ د افغانستان د څوکۍ په اړه، چې طالبانو ته يې ورکړي کنه، پريکړه بل وخت ته پريښوده.

په دې توګه، تر هماغه وخته ياده څوکۍ د افغانستان د پرځول شوي جمهوري نظام له استازي غلام محمد اسحاقزي سره پاتې شوه.

د‌ ملګرو ملتونو ځینو سرچینو يوې برتانوي ورځپاڼې ته ویلي، چې ملګري ملتونه د ولسواکۍ له چټکې ودې سره نور چا ته اجازه نه ورکوي، چې په زوره واکمن شي او د ترهګرۍ له پياوړي کولو سره بیا نړیوال امنیت او ثبات وګواښي.

دغې ورځپاڼې ویلي، چې طالبان په هغه صورت کې نړیوال رسمیت او ملاتړ پیدا کولای شي، چې د ځان د اصلاح لپاره نړیوال شرطونه ومني.

د ټول شموله حکومت جوړول، له نړیوالو ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کول او د بشري او ښځینه حقونو تضمینول د نړۍ هغه عمده شرطونه دي، چې پر طالبانو يې د دوی د واکمنۍ د رسمیت پېژندلو لپاره ایښي دي.

طالبان بیا دا شرطونه ردوي او ټينګار لري، چې هم یې حکومت ټول شموله دی، هم ترهګرو ډلو سره اړیکې نه لري او هم یې بشري او ښځینه حقونه تر ټولې نړۍ ښه تامین کړي دي.

1 COMMENT

  1. وه تاندوالو کور مو ډک شه له اموالو!
    هر ټالب ځپلي راپور ته همدغه یو عکس دغه دغه کوئ، کوم بل تصویر یې نلرئ؟ هههههه

    هی هی نو
    «خپل وطن درنه پردی شو په وعدو دجنتونو
    دنیا ته یې ذلیل کړې د عربو جهادونو(خرتوبونو)»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب