جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهد روان وضعیت د ښه والي په موخه د امنیتي سکټور په...

د روان وضعیت د ښه والي په موخه د امنیتي سکټور په رهبري کې تغیرات راغلل

تاند (جمعه د حوت ۲۹) ولسمشر محمد اشرف غني د بېلابېلو حكمونو پر اساس د کندهار پخوانی والي حیات الله حیات، د کورنیو چارو وزارت سرپرست او د سيمه ‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مرستيال ايوب سالنګي د ياد وزارت د لومړي مرستيال په توګه وټاکل.

د افغانستان د ملي امنيت شورا دفتر نن جمعه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه ګومارنې د امنیتي سکټور په رهبري او لیکو کې د لازمو اصلاحاتو د راتګ، د امنیتي وضعیت د ښه ‌والي، د هېوادوالو د سر او مال د خوندیتوب او تر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې د پر ځان بسیا کېدنې د اجنډا د ښه د تطبیق په موخه وشوې.

له دې مخکې محمد مسعود اندرابي د کورنیو چارو وزیر او صبور قانع ددې وزارت د امنیتي معین په توګه دنده ترسره کوله.

د یو بل خبر له مخې، د ولسمشر غني د حکم پر اساس د افغانستان د ملي پوځ لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین ضیا د دفاع وزارت د سرپرست په توګه وګمارل شو.

د ملي امنیت شورا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ولسمشر د حکم پر بنسټ به ياسين ضیا د ملي دفاع د وزیر ستر جنرال اسدالله خالد تر رغېدو او بېرته را ستنېدو پورې د دغه وزارت چارې مخ ته وړي چې د اصلاحاتو لړۍ او د پر ځان بسیا کېدنې جاري هڅې له هر ډول خنډ او ځنډ پرته پر مخ ولاړې شي.

اسدالله خالد له څه مودې راهیسې ناروغ دی چې له هېواده بهر تر درملنې لاندې دی.

د یادونې ده چې جنرال محمد یاسین ضیاء تر دې مخکې د افغانستان د وسله وال پوځ لوی درستیز، حیات الله حیات،د کندهار، هلمند، ننګرهار ولایتونو د والي و او محمد ایوب سالنګي هم تر دې مخکې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې اداري مرستیال و.

د ملي امنیت شورا دا نه دي ویلي چې د کورنیو چارو وزارت پخوانی وزیر مسعود اندرابي او لومړی مرستیال یې پر کومو دندو ګمارلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب