پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهملي امنیت: په فاریاب کې د داعش ۱۸ کسیزه ډله ونیول شوه

ملي امنیت: په فاریاب کې د داعش ۱۸ کسیزه ډله ونیول شوه

تاند (جمعه د حوت ۲۹) د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وايي، ځواکونو یې په فاریاب ولایت کې د داعش ډلې یوه ۱۸ کسیزه ډله نیولې ده.

د ملي امنیت عمومي ریاست نن جمعه په یوه اعلامیه کې ویلي چې نیول شویو کسانو د داعش ډلې د جلب او جذب مسؤلیت په غاړه درلود.

په اعلامیه کې دغه راز راغلي چې په نیول شویو کسانو کې د عبدالحق، حسیب الله، سید عبدالعزیز، عبدالبصیر، سخي محمد، بشیر احمد په نومونو کسان هم شامل دي.

سرچینه زیاتوي، «دغه هستې جهاد ته د جلب او جذب مسؤلیت په غاړه درلود، داعش ډلې ته د افرادو د جلبولو لپاره یې د افغانستان نورو ولایتونو ته یې د تبلیغ لپاره کسان لېږل.»

د ملي امنیت ریاست وايي، د داعش ډلې نیول شویو کسانو په فاریاب ولایت کې د نورو ورانکارو فعالیتونو ترڅنګ د دولتي مامورینو په ترور کې هم لاس درلود، خو ډاډ یې ورکړی چې هیڅ یوې ترهګریزې ډلې ته به د فعالیت اجازه ورنه کړي.

د ځايي چارواکو په وینا د هرات په ځینو برخو کې د طالبانو ترڅنګ د داعش ډلې وسله وال هم فعالیت لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...