دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهافغانستان له زمبابوې شل اوریزه لوبلړۍ وګټله

افغانستان له زمبابوې شل اوریزه لوبلړۍ وګټله

تاند ( جمعه، د حوت ۲۹)  د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دوهمه شل اوریزه لوبه هم افغان لوبډلې وګټله.

دا لوبه چې نن ترسره شوه پچه په کې افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه.

افغان لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو زمبابوې لوبدلې ته د ۱۹۴ منډو هدف ورکړ.

په توپ وهنه کې عثمان غني ۴۹ ، کریم جنت ۵۳ او محمد نبي بیا  ۴۰ تر نورو ډېرې مندې ترسره کړې.

رحمن الله ګربز چې په تېره لوبه کې د ۸۷ منډو په ترسره کولو غوره لوبغاړی ټاکل شوی وو په دې لوبه کې ښه ونه ځلېده او یواځې ۹ منډې یې ترسره کړې.

په توپ اچونه کې زمبابوې لپاره بیا مزرباني دوه افغان لوبغاړي سوځولي وو.

زمبابوې ټاکل شوی هدف پوره نه کړ او ټوله لوبډله یې په ۱۸ ام اور کې د ۱۴۸ منډو په ترسره کولو وسوځېده.

په توپ اچونه کې افغان ګوګلي ماسټر راشدخان ۳، نوین الحق او محمدنبي ۲ـ ۲ او فریدملک، حمزه هوتک او کریم جنت بیا ۱ـ ۱ لوبغاړي وسوځول.

د دې لوبې په ګټلو سره افغان لوبډلې د درې شل اوریزه لوبو لړۍ په خپل نوم کړه.

د یادونې ده چې له دې وړاندې هم افغان لوبډلې په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې زمبابوې ته د ۴۸ منډو په توپير ماتې ورکړې وه.

درېيمه لوبه به سبا شنبه د مارچ په ۲۰ مه نېته ترسره شي.

که څه هم افغان لوبډلې دا لوبلړۍ وګټله خو د کرکټ افغان څارونکي او مینه وال بیا پر لوبډلمشر سختې نیوکې لري.

دوي وایي افغان لوبډلمشر د ځوانو لوبغاړو پر حق ظلم کوي او د اړتیا پرمهال یې په خپل ځای په لوبه کې نه لوبوي.

افغان کرکټ شنونکي داسې مهال پر لوبډلمشر اصغر افغان نیوکې لري، چې نوموړي په لومړۍ لوبه کې د افغان پيلیز توپ وهونکي عثمان غني پر ځای خپل ورور کریم جنت ولوبه او په ون ډاون بیا خپله ولوبېده، چې دې کار د کرکټ مینه وال سخت په غوصه کړي وو.

دوی وایي که څه هم لوبه ګټل شوې خو له لوبغاړو سره د لوبډلمشر توپيري چلند به ځوان لوبغاړي له کرکټ نه زړه تورن کړي.

دوی وایي، اصغرافغان دې لوبغاړو ته حق ورکړي او هر لوبغاړی دې په خپل ځای او په خپل وخت ولوبوي څو هم لوبه وګټل شي او هم لوبغاړو ته د لوبېدو چانس ورکړل شي.

د یادونې ده چې له دې وړاندې د یادو دواړو لوبډلو ترمنځ د ټېسټ لوبو لړۍ بیا یو په یو مساوي پای ته رسېدلې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب