Homeخبرونهپه هرات کې باد او طوفان ۱۴ کسانو مړه او ژوبل کړي

په هرات کې باد او طوفان ۱۴ کسانو مړه او ژوبل کړي

تاند (جمعه د حوت ۲۹) په هرات کې تېز باد او طوفان څلور کسان مړه کړي دي او لس نور ټپیان دي.

د راپورونو له مخې، طوفان نن د ورځې شاوخوا ١٢ بجې پیل شوی دی.

د هرات د عامې روغتیا رئیس عبدالحکیم تمنا ویلي چې د باد او تېز طوفان له امله ونې او دېوالونه راپرېوتي چې یوه ښځه او درې سړي یې وژلي او لس نور ټپیان دي.

د نوموړي په وینا په ټپیانو کې درې ماشومان، دوه ښځې او پنځه نارینه شامل دي.

د ښاغلي تمنا په خبره، د ژوبلو کسانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...