Homeخبرونهحکومت د مسکو غونډې د وروستۍ اعلامیې هر کلی وکړ

حکومت د مسکو غونډې د وروستۍ اعلامیې هر کلی وکړ

تاند ( جمعه، د کب ۲۹)  د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مسکو غونډې د وروستۍ اعلامیې هر کلی وکړ چې پکې ویل شوي د اسلامي امارت د بیا ځلې ملاتړ نه کوي.

د روسیې، امریکا، پاکستان او چین هېوادونو د غونډې په ګډه اعلامیه کې د اسلامي امارت د بیا راتګ مخالفت شوی او له طالبانو غوښتل شوي چې پسرلني عملیات پیل نه کړي.

بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې افغان حکومت د هغې سیاسي حل لارې ملاتړ کوي چې د افغانانو د حقونو ساتلو لامل شي.

هغه اعلامیه چې د څلورو هېوادونو د استازو له لوري خپره شوې پکې ویل شوي چې یاد هېوادونه د اسلامي امارت د بیا راتګ ملاتړ نه کوي.

بلخوا، پرونۍ غونډې ته د طالبانو د مذاکره کوونکي پلاوي مشر شیخ عبدالحکیم حقاني ویلي چې دا ډله په افغانستان کې د اسلامي نظام غوښتونکې ده او د بل هر ډول نظام پر وړاندې به افغانان جهاد ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د مسکو غونډې دوهمه ورځ نن د بندو دروازو تر شا ترسره شوه او راپورونه وایي چې افغان حکومت او طالبان پکې د مذاکراتو د چټکتیا هوکړې ته رسیدلې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...