دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهافغان حکومت او طالبانو د سولې خبرو په چټکتیا موافقه کړې

افغان حکومت او طالبانو د سولې خبرو په چټکتیا موافقه کړې

تاند ( جمعه، د کب ۲۹ ) راپورونه وایي، د افغانستان حکومت او طالبانو هوکړه کړې چې د مسکو له غونډې وروسته به په خپل منځ کې د سولې خبرې چټکې کړي.

د مسکو غونډه پرون د افغانستان د دولت، له دولته دباندې افغان سیاستوالو، طالبانو او د امریکا، روسیې، چسن او پاکستان د استازو په ګډون پرانیستل شوه چې نن یې دوهمه ورځ د بندو دروازو تر شا ترسره شوه.

راپورونه وایي، نن د دې کنفرانس په دوهمه ورځ د بهرنیانو له ګډون پرته افغانانو په خپل منځ کې خبرې وکړې.

د روسیې ریا خبري اژانس د کنفرانس د افغان برخوالو لع قوله ویلي چې د سولې په ټپه ولاړه پروسه به ژوندۍ کوي.

د مسکو په کنفرانس کې روسیې، امریکا، چین او پاکستان پر افغان خواوو غږ وکړ چې ژر تر ژره پر اوربند موافقه وکړي.

د دغه کنفرانس په لړ کې د افغانستان ملي مصالحې عالي شورا رئیس او نورو افغان مشرانو د خپلو خبرو په ترڅ کې تر هر څه ژر د تاوتریخوالي پر کمېدو ټینګار وکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب