دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهحکمتیار د مسکو غونډې ته: افغان ولس سوله غواړي؛ افغانان له...

حکمتیار د مسکو غونډې ته: افغان ولس سوله غواړي؛ افغانان له دې تپل شوې جگړې ستومانه دي

تاند ( جمعه، د کب ۲۹ ) د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د مسکو غونډه کې ویلي چې افغان ولس نور له جګړو ستړی شوی او له هغو كركه او نفرت لري چي د جنگ پر دوام ټينگار كوي.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، د افغانستان روان څلوېښت كلن جنگ وښوده چې د اشغال دوران تېر شوى، هېڅ ځواك نشي كولى د پوځ او وسلو په زور هېوادونه اشغال او د تل لپاره يې په خپل واك كې وساتي.

د حکمتیار په وینا، ډاډمنې سولې ته د رسېدو لپاره باید د دوحې معاهدې ته ټول لوري ژمن پاته شي، ټول بهرني ځواكونه له افغانستان ووځي او امریکا دې په خپلې ژمنې عمل وكړي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، د مسکو په غونډه کې دغه راز زیاته کړه چې که افغانستان کې نوي موقت حكومت ته اقتدار په سوله یيزه توګه انتقال نه شي او بهرني ځواكونه تر دې وړاندې له افغانستان ووځي، نو هېواد به له يوه بل ناورين سره مخامخ شي.

هغه وایي، په جګړه كې ښكېل لوري دې له فوري، ډاډمن او له قید او شرط پرته اوربند سره توافق وكړي، ډاډمنې سولې ته د رسېدو لپاره باید ټول لوري د دوحې معاهدې ته ژمن پاتې شي او د طالبانو معقولې غوښتنې دې هم ومنل شي.

دا په داسې حال کې ده چې هغه څه موده وړاندې په کابل کې د خپلو غوښتنو په موخه د حکومت ضد لاریونونه هم وکړل او افغان حکومت ته یې څو ورځې ضرب الاجل ټاکلی وو.

2 COMMENTS

  1. حکمنياره بچيه تالبانو ته ډېره لکی وهې خو هغوی کله هم په تا باور نه کوي۔ بل داچې احمقه طالبان ولې اوربند ته نه رابولې چې د بهرنيانو د پلتې کېدو سوال ختم شي

  2. ښاغلي حکمتیار له هغه ضرب الاجل وروسته خپل دوهم یا په بل عبارت اصلي وطن لاهور ته یو سفر وکړ. هلته ملایانو یوځل بیا یو څو ورځې درس ورکړ. غوږونه یې ورته تاو کړل ، نوځکه اوس د طالبانو د مشروعو غوښتنو ملاتړ کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب