پنجشنبه, جنوري 23, 2025
Homeخبرونهطالبان وايي، په سرپل کې یې د داعش ۶ غړي نیولي

طالبان وايي، په سرپل کې یې د داعش ۶ غړي نیولي

تاند (پنجشنبه، د سلواغې/ دلوې ۴ مه) په سرپل ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ وايي چې شپږ کسان یې له داعش ډلې سره د اړیکو په شک نیولي دي.

د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د روان کال د لړم/ عقرب د ۱۳مې نېټې چاودنه او د روان کال په سرطان میاشت کې د شیعه ګانو پر مذهبي مراسمو برید د دې کسانو له خوا پلان شوی و.

د چهارشنبې په ورځ، د دلو د ۳مې نېټې، د سرپل د امنیه قوماندانۍ ویاند نقیب‌الله علم‌یار په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نیول شوي کسان د داعش ډلې غړي دي او د دې ولایت په بیلابیلو سیمو کې د عملیاتو په ترڅ کې پېژندل شوي او نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «د عملیاتو په ترڅ کې یوه کامره، دوه برچې، یو بوکس پنجه، شپږ د موبایل تلیفونونه، یو موټرسایکل او یو شمېر هڅوونکي کتابونه کشف او ضبط شوي دي.»

د لړم د ۱۳مې نېټې په چاودنه کې چې د سرپل ولایت په مرکز کې وشوه، لږ تر لږه دوه کسان ووژل شول او ۲۰ نور ټپیان شول. همداراز، د امامزاده یحیی په زیارت کې د محرم د ۱۳مې په مراسمو کې د لاسي بم په واسطه د چاودنې له امله اووه کسان ټپیان شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب