پنجشنبه, جنوري 23, 2025
Homeخبرونهداعش په تخار کې د یوه چینايي وګړي د وژلو مسوولیت ومانه

داعش په تخار کې د یوه چینايي وګړي د وژلو مسوولیت ومانه

تاند (پنجشنبه، د سلواغې/ دلوې ۴ مه) د داعش خراسان څانګې د تخار ولایت په دشت قلعه ولسوالي کې د یو چینايي تبعه د وژلو مسوولیت ومانه.

د داعش په خپله تبلیغاني ویبپاڼه “اعماق” کې د چارشنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي چې د دې ډلې جنګیالیو یاد چینايي وګړی په نښه کړی او وژلی دی.

د طالبانو د تخار ولایت امنیه قوماندانۍ دغه پېښه تایید کړې ده.

د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند، محمد اکبر حقان، په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «تېره شپه، دغه چینايي تبعه له خپل ترجمان سره، د چینایي دفتر له مسوولانو او امنیتي چارواکو سره له همغږۍ پرته، د یوه نامعلوم ځای په لور د سفر اراده درلوده. له بده مرغه، د تخار ولایت د دشت قلعه په لاره کې د ناڅرګندو کسانو له خوا وژل شوی دی.»

د طالبانو سیمه ییزو چارواکو د وژل شوی کس نوم “لي” ښودلی او ویلي چې نوموړي د کان کیندنې په برخه کې فعالیت کاوه.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري ناسته کې د دې پېښې په اړه بې خبري څرګنده کړه، خو زیاته یې کړه چې په کابل کې د چین سفارت د دې پېښې څېړنه کوي.

تر دې وړاندې د ۱۴۰۱ کال د قوس په ۲۱ نېټه، د داعش اړوند بریدګرو په کابل کې پر یوه هوټل برید وکړ چې هلته چینايي وګړي مېشت وو، په هماغه برید کې پنځه کسان ټپیان شول. له هغې پېښې وروسته، د چین د بهرنیو چارو وزارت له خپلو اتباعو وغوښتل چې ژر تر ژره له افغانستان ووځي.

راپورونه وايي چې په افغانستان کې ګڼ شمېر چینايي سیلانیان، سوداګر او پانګوال ازاد ګرځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب