پنجشنبه, جنوري 23, 2025
Homeخبرونهپه جرمني کې یو افغان د دوو تنو د وژلو په تور...

په جرمني کې یو افغان د دوو تنو د وژلو په تور د تېښتې په مهال ونیول شو

تاند (پنجشنبه، د سلواغې/ دلوې ۴ مه) د جرمني د اشافنبورګ ښار په یوه پارک کې یوه ۲۸ کلن افغان د چاقو برید د یوه ماشوم، په ګډون د دوو تنو د وژلو په تور نیول شوی دی.

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ دا برید د “ترهګرۍ عمل” بللی او غندلی ده.

په داسې حال کې چې په جرمني کې انتخاباتو ته، چې د مهاجرت او پناه غوښتنې موضوع یې د بحثونو سرټکی جوړوي، یوازې یوه میاشت پاتې ده، شولڅ له چارواکو وغوښتل چې «فوراً څرګنده کړي چې ولې بریدګر لا هم په جرمني کې و.»

پولیسو ویلي، یو دوه کلن ماشوم او یو ۴۱ کلن سړی چې ګومان کېږي د ماشوم د ژغورلو هڅه یې کړې وه، وژل شوي دي. په دغه برید کې دوه نور قربانیان سخت ټپیان شوي دي. پولیسو ویلي چې د برید انګېزه لا معلومه نه ده او تحقیقات په لومړنیو پړاوونو کې دي.

ځايي رسنۍ راپور ورکوي چې بریدګر د یو ماشومانو د روزنیز مرکز په ډلې برید کړی چې په پارک کې وو.

شپیګل راپور ورکړی چې بریدګر د سیمه ییزو پناه غوښتونکو په یوه مرکز کې اوسېده. ځینې نورې رسنۍ وايي چې دغه سړی په رواني ناروغۍ اخته و او تر درملنې لاندې و.

د انتخاباتي کمپاین مخکښ فریدریش مرز، چې د مرکزي-ښي اړخ عیسوي ډیموکرات اتحادیې (CDU) مشر دی، د دې تاوتریخوالي په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړې. هغه په یوه بیان کې وویل: «دا نور د منلو نه ده. موږ باید قانون او نظم بیرته ټولنې ته راوړو.»

د ښي اړخ افراطي ګوند، د جرمني بدیل (AfD) ګډې مشرې، الیس ویدل، په یوه ټویټ کې لیکلي: «اوس د بیرته ستنولو وخت دی!”» چې د مهاجرینو او پناه غوښتونکو د ډله ییز اخراج لپاره د دې ګوند جنجالي غوښتنې ته اشاره کوي.

د رېلګاډي خدمات د لنډ وخت لپاره بند شول ځکه بریدګر هڅه کوله چې د پټلۍ له لارې وتښتي، خو پولیسو هغه ژر ونیوه.

صدراعظم شولڅ دغه برید «بې‌تشریحه د ترهګرۍ عمل” وباله او ویې ویل چې «فوري اقدامات اړین دي – خبرې کافي نه دي.»

هغه په یوه بیان کې وویل: «زه له هر څو اوونیو وروسته د دې ډول تاوتریخوالو له تکرار څخه ستړی یم. د هغو بریدګرو په وړاندې چې زموږ څخه یې د خونديتوب غوښتنه کړې وه، ناسم زغم بېخي مناسب نه دی.»

د باویریا یا بایرن ایالت محافظه‌کار لومړي وزیر، مارکوس سوډر، چې دغه برید په هغه ایالت کې شوی، دا یوه وحشتناکه ورځ وبلله او په یوه ټویټ کې یې دا برید «بې غیرته او کرکجن عمل» وباله.

پولیسو ویلي چې دوهم نیول شوی کس د شاهد په توګه څېړل کېږي، او تر اوسه داسې هېڅ نښې نښانې نشته چې بریدګر همکاران درلودل.

په جرمني کې دې برید د فبرورۍ د ۲۳ مې تر انتخاباتو مخکې د امنیتي اقداماتو د سختولو لپاره غوښتنې زیاتې کړې دي.

دا ډول بریدونه د سختدریځو ګوندونو، چې د کډوالو او په مجموع کې په خپل هیواد کې د بهرنیانو مخالف دي، په ګټه تمامیږي چې په انتخاباتو کې لا ډېرې رایې ترلاسه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب