پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+د امریکا په کابینه کې د بهرنیو چارو لومړنۍ ښځه وزیره

د امریکا په کابینه کې د بهرنیو چارو لومړنۍ ښځه وزیره

تاند- له نن څخه ۲۷ کاله پخوا د ۱۹۹۷ کال د جنورۍ په ۲۳ مه ماډلین البرایټ د امریکا د بهرنیو چارو وزیره وټاکل شوه. مخکې تر دې چې چکي الاصله البرایټ د ولسمشر بیل کلنټن له لوري د بهرنیو چارو وزیره ونومول شي، د ۱۹۹۳ او ۱۹۹۷ ترمنځ په ملګروملتو کې د امریکا دایمي استازې وه.

اغلې البرایټ د ۱۹۳۷ د مې په ۱۵ مه د چک جمهوریت په پراګ ښار کې زېږېدلې ده خو د امریکا په تاریخ کې لومړنۍ ښځه ده چې د بهرنیو چارو وزارت چوکۍ ترلاسه کوي. دا تر ۲۰۰۱ پورې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیره وه.

 په افغانستان کې، چې نن ښځې له سختو قیوداتو سره مخامخ دي، په ۱۹۶۵ کې لومړنۍ ښځې د کابینې غړیتوب ترلاسه کړی دی.

کُبرا نورزۍ د محمدظاهرشاه د سلطنت او د محمد داوودخان د صدارت په مهال د افغانستان د روغتیا د وزیرې په توګه دنده لرله. دې د پاریس په سوربون پوهنتون کې لوړې زدکړې کړې وې.

البرالیټ وروسته له دې چې په ۱۹۳۹ کې د جرمني نازي ځواکونو د هماغه مهال چکسلواکیا ونیوله، له خپلې کورنۍ سره انګلیستان ته پناه یووړه. دې تر ډېره فکر کاوه چې په سیاسي دلایلو له خپل هیواده تښتېدلې خو په ۱۹۹۷ کې پوی شوه چې د دې کورنۍ اصلاً یهوده وه او درې نیکه ګان یې د جرمنیانو په جبري کمپونو کې مړه شوي دي.

البرایټ تر ډېرو فکر کاوه چې عیسوۍ ده.

د دې کورنۍ له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته چکسلواکیا ته (هغه مهال چک او سلواکیا یو هیواد و) بېرته ستانه شول خو په چکسلواکیا کې د شوروي اتحاد په ملاتړ کودتا دوی مجبوره کړل چې بیا مهاجرت وکړي. دوی په ۱۹۴۸ کې امریکا ته لاړل.

البرایټ له ماساچوسیټ پوهنتون څخه د لیسانس تر اخیستو وروسته په ۱۹۶۸ کې د نیویارک په کولمبیا پوهنتون کې ماسټري وکړه. تر ۱۹۷۶ پورې یې له کولمبیا پوهنتونه ماسټري واخیسته.

دې د ۲۰۱۷ په جنورۍ کې له مسلمانانو سره د امریکا د هماغه مهال د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تبعیضي چلنډ په غبرګون کې وویل « که ولسمشر ډونلډ ټرمپ د امریکا مسلمانان یوازې ثبتوي، نو د اعتراض په دود به ځان د مسلمانې په توګه راجیسټر کړي.»

دې پر خپله ټویټرپاڼه همداراز ولیکل«زه د یووالي څرګندولو لپاره د مسلمانې په توګه ځان ثبتولو ته تیاره یم»

نوموړې چې پر ډونلډ ټرمپ سختې نیوکې کولې دا هم لیکلي و: «که موږ هغه خلک ثبتوو، چې ځان ته یې خطر بولو، نو سپین پوستي سړي هم باید ثبت شي، ځکه ډېر خطرناک وژونکي او په لویه کچه ډلوژونکي هم سپین پوستي سړي دي.»

2 COMMENTS

  1. د امریکی د کابینی لمړی وزیره فرانسس پرکینز Frances Perkins د ۱۹۳۳ کال د مارچ په ۴ د کار وزیره مقرره شوه. کبرا نورزی په ۱۹۶۵ کال کې د عامې روغتیا وزیره مقرره شوه. ۱۹۳۲ کال د کبرا نورزی د زېږندی کال دی، نه د تقرر کال. په هر حال دواړه د ستاینی وړ او قدرمنی ښځی وی.

    استاده له اصلاح مو ډیره مننه
    ستاسو تبصره مو ناوخته ولیده
    تاند

  2. د ښاغلی ستانیزی صیب خبره هم سمه ده خو په پورته لیکنه کی د لومړنی « خارجه وزیری » موضوع مطرح سویده نه د لومړنی وزیری موضوع.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب