Home+د داسي ګولۍ اختراع چې د انسان د باد بوۍ په ښه...

د داسي ګولۍ اختراع چې د انسان د باد بوۍ په ښه بوۍ بدلوي

تاند- فرانسوي مخترع کرسچین پوینشیوال (Christian Poincheval) یوه ځانګړې او حیرانوونکې اختراع کړې ده، چې د انسان له بدن څخه د وتونکې ګاز (باد) بدبويي په ښه بوی بدلوي.

د دې اختراع نوم Pilule Pet او د ګولۍ نوم (Lutin Malin) دی، چې په نړۍ کې یوه خورا عجیبه او په زړه پورې ساینسي اختراع شمېرل کېږي.

د راپورونو له مخې، د دې ګولۍ جوړوونکی وايي چې دا له طبیعي اجزاوو جوړه شوې ده، نه یوازې بد بوی کموي، بلکې د هاضمې په ښه کولو کې هم مرسته کوي.

په زړه پورې دا ده چې دا ګولۍ د انسان د باد بوۍ د ګلاب، بنفشې یا چاکلېټ د بوۍ په شان په ښو بویونو بدلوي.

۶۵ کلن کرسچین پوینشیوال ویلي چې ډېری خلک د دې ستونزې له امله شرمېږي، خو ده دې موضوع ته د یوه جدي ساینسي چلنج په سترګه وکتل او د حل لار یې ورته وموندله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...