Homeخبرونهد درنې واورې د اورېدو له کبله لږترلږه ۱۴ تنه مړه شوي

د درنې واورې د اورېدو له کبله لږترلږه ۱۴ تنه مړه شوي

تاند (پنجشنبه، د سلواغې/ دلوې ۲ مه) د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې نن (پنجشنبې) د سخت باران او واورې د اورېدو له امله لږ تر لږه ۱۴ تنه مړه شوي دي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې ویلي چې دا کسان په پروان، میدان وردګ، کندهار، د جوزجان شمال، فاریاب او بامیان ولایتونو کې د سخت باران او واورې له مړه شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

چارواکو ویلي چې تر وسه وسه هڅه کوي چې زیانمن شویو کورنیو ته بېړنۍ مرستې لکه خواړه او غیرخوراکي توکي ورسوي.

د ټولګټو وزارت ویلي چې د درنې واورې، روانو توپانونو او سختو بادونو له امله څو مهمې لویې لارې او سړکونه د لنډمهال په مخه بندې شوي دي، چې پکې د سالنګ لویه لار هم شامله ده، چې د هېواد له مهمو ترانزیتي لارو څخه شمېرل کېږي.

وزارت زیاتوي چې د واورې پاکولو ماشینونه او کارګر د لارو په پاکولو بوخت دي

همداراز د درنې واورې د اورېدو له کبله افغانستان ته د ازبکستان وارداتي برېښنا بیا پرچاو شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د استاد شپون کتابونه او زه | احمدالله مېلمه

ابا مې مازدېګر له ښاره راغی، زه په کلي کې وم. هغه له ځان سره کتابونه راوړي وه، ډېر کتابونه.. په منځ کې یې...