پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد واورو او طوفان له امله د ازبکستان وارداتي برېښنا مزی پرې...

د واورو او طوفان له امله د ازبکستان وارداتي برېښنا مزی پرې شوي

تاند ( پنج شنبه د سلواغې ـ دلوې۲مه) د افغانستان برښنا شرکت وایي، د ازبکستان ۲۲۰ کیلو ولټه وارداتي برښنا مزي یو سرکټ د پلخمري او کابل ترمنځ سیمه کې د واورو او توپان له امله له ستونزې سره مخ شوی  دی.

برښنا شرکت زیاته کړې چې، له دې امله په کابل او یو شمېر ولایتونو کې برېښنا پرې شوې ده.

د طالبانو برښنا شرکت نن په یوه پیغام کې زیاته کړې، چې د دې ستونزې له امله د پروان، کاپیسا، پنجشېر، کابل، ننګرهار، لغمان، میدان وردګ، غزني، لوګر، پکتیا، خوست ولایتونه او د بغلان ځینې سیمې د برښنا له کمبود او پرله‌پسې پرچاویو سره مخ دي.

برښنا شرکت ویلي، چې په سالنګ کې واوره په شدت وریږي او تخنیکي ټیمونه منتظر دي چې، د وضعیت په ښه کېدو سره د تخنیکي ستونزې ځای پیدا او ستونزه حل کړي.

د یادونې وړ ده چې، له تېرې شپې راهیسې د هېواد د مرکز په ګډون پر ګڼو ولایتونو واوره او باران ووري چې، له امله یې په زیاتو ولایتونو کې لویې او کوچنۍ لارې تړلې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...