پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهاروپايي اتحادیې افغانستان، پاکستان او ایران ته ۱۲۶ میلیونه یورو ځانګړي کړي

اروپايي اتحادیې افغانستان، پاکستان او ایران ته ۱۲۶ میلیونه یورو ځانګړي کړي

تاند ( پنج شنبه د سلواغې ـ دلوې۲مه) اروپايي کمیسیون اعلان کړی چې د ۲۰۲۶ کال لپاره به افغانستان، پاکستان او ایران ته ۱۲۶ میلیونه یورو ځانګړي کړي.

دا مرسته د اروپايي اتحادیې د ۱.۹ میلیارد یورو د بستې یوه برخه ده.

یاده مرسته به په ټوله نړۍ کې بشري بحرانونو او په دې هېوادونو کې د خوړو، طبي او بیړنیو خدماتو چمتو کولو لپاره وکارول شي.

اروپايي کمیسیون پرون چهارشنبه ویلي چې، په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۲۳۹ میلیونه خلک اوس مهال بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري او د خوړو کمښت، ناامني او طبیعي پیښو په ګډون بېلابېلو بحرانونو د میلیونونو خلکو ژوند اغیزمن کړی دی.

افغانستان، پاکستان او ایران ته ځانګړې شوې مرستې کې د اغېزمنو اشخاصو او کورنیو لپاره د خوړو، طبي او بیړنیو خدماتو ملاتړ شامل دی چې د بشري بحرانونو څخه اغیزمن شوي دي.

اروپايي اتحادیې ټینګار کړی چې دا مرسته به د بشري لومړیتوبونو سره سم او د نړیوالو او سیمه‌ییزو سازمانونو په همکارۍ ووېشل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...