دوشنبه, فبروري 9, 2026
Homeخبرونهد کابل ـ کندهار لویه لار د واورې او تېزو بادونو له...

د کابل ـ کندهار لویه لار د واورې او تېزو بادونو له امله وتړل شوه

تاند ( پنج شنبه د سلواغې ـ دلوې ۲مه) ‏د میدان وردګو ولایت امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي، د کابل–کندهار لویه لاره د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې د تېز باد او پرله‌ پسې واورې ورېدو له امله د هر ډول ترافیک پر مخ تړلې ده.

سرچېنې له مسافرو غوښتي، چې تر بلې خبرتیا پورې له دې لارې د تګ هڅه ونه کړي.

اخوا بیا د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې  ریاست ویلي، د دغه ولایت جلریز، نرخ، سیداباد، چک، جغتو، دایمیرداد، حصه اول بهسود، مرکزې بهسود ولسوالیو لارې د واروې د ورښت له امله بندې دي.

یاد ریاست زیاتوي چې، له دې امله خلک د سفر کولو پرمهال له ستونزو سره مخ دي.

یاد ریاست دغه راز ویلي، هڅه کوي چې دغو ولسوالیو ته تللې لارې د تګ راتګ پر مخ خلاصې کړي.

دا لار داسې مهال تړل کېږي چې، نن د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شوی دی.

عملا په ګڼو ولایتونو کې باران او واوره ورېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دسمال يې راووړ… | هیواد شېرزاد

متل دى چې سترګې له سترګو شرمېږي؛ له همدې امله مو مياشت مخکې ورڅخه هيله وکړه که دى (١) پخپله مېلمانه راوبولي نو ښه...