Homeخبرونهد افغانستان په ۳۰ ولایتونو کې د واورو او بارانونو اټکل شوی

د افغانستان په ۳۰ ولایتونو کې د واورو او بارانونو اټکل شوی

تاند (پنجشنبه، د سلواغې/ دلوې ۲ مه) د افغانستان د هوا پېژندنې ریاست پرون (چهارشنبې) وویل چې د هیواد په ۳۰ ولایتونو کې د واورې او باران د ورښت اټکل کوي.

د ترانسپورټ او هوايي چلند په وزارت پورې دې تړلې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کابل، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پنجشېر، پروان، بغلان، سمنګان، بلخ، کندوز، فاریاب، سرپل، جوزجان، بادغیس، فراه، غور، هلمند، کندهار، ارزګان، دایکنډي، بامیان، زابل، غزني، میدان وردګ، پکتیکا، پکتیا، خوست او لوګر ولایتونه به نن پنجشنبه د درنې واورې او تېز باران شاهدان وي.

د یادو ولایتونو لپاره د واورې د ورښت اندازه له ۱۰ تر ۶۵ سانتي‌مترو پورې او د باران اندازه له ۱۰ تر ۳۵ ملي‌مترو پورې اټکل شوې ده.

په همدې حال کې، د طالبانو د ټولګټو وزارت اعلان کړی چې د سالنګ لویه لار د واورې او توپان له امله د چهارشنبې له سهاره د بار وړونکو او مسافرو وړونکو وسایطو پر مخ تړل شوې ده.

وروستیو ورښتونو ته کروندګر په ځانګړي ډول خوشاله دي ځکه چې د ژمي لومړۍ میاشت تقریباً وجه تیره شوه او د وچکالۍ د دوام خطر یې زیات کړی دی.

سره له دې چې د هیواد د ختیځ او شمال د سختو زلزلو او د لکونو کډوالو له راتګ سره په افغانستان کې د بې سرپناه خلکو شمېر زیات شوی او د ورښتونو له کبله یې کړاوونه لا ډېریږي، خو د اوبو کموالی یوه بله لا لویه ستونزه ده چې ډېر خلک یې اندېښمن کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله د سندرو جوړول

تاند - مصنوعي ځیرکتیا (AI) په وروستیو کلونو کې د موسیقۍ نړۍ ته نوې بڼه ورکړې ده. اوس داسې سیستمونه رامنځته شوي چې کولی...