تاند (پنحشنبه، د سلواغې/ دلوې ۲ مه) د ایران پر ضد د امریکا د برید د احتمال له امله، اسرائیل خپل دفاعي خبرداري او تیارسی لوړ کړی دی.
د اسرائیلي رسنیو د راپور له مخې، د ایران مشرتابه د امریکا د احتمالي برید په ځواب کې پر خپلې تګلارې غور کوي.
د اسرائیل هوايي ځواک اندېښنه څرګنده کړې چې ایران ښايي اسرائیل هم جګړې ته راکاږي، خو دا لا معلومه نه ده چې ایران به اسرائیل خپل لومړنی هدف وګرځوي که نه.
له بلې خوا، د ایران د توغندويي بریدونو د خطر له امله، د اسرائیل هوايي شرکتونه چمتووالی نیسي چې خپلې الوتکې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته ولېږدوي.
د اسرائیل د ترانسپورټ وزیر ویلي، ځینې الوتکې لا دمخه قبرس، یونان، تایلنډ، امریکا او نورو اروپايي هېوادونو ته انتقال شوې دي.
د یادونې وړ ده چې د اسرائیل د پوځ لوی درستیز، ډګر جنرال ایال ضمیر، ویلي چې اسرائیل د هر هغه دښمن پر وړاندې د اقدام لپاره بشپړ چمتو دی چې د هېواد امنیت ته ګواښ پېښ کړي.
ایراني چارواکو مخکې ویلي و چې که امریکا پرې برید وکړي نو په سیمه کې د امریکايي اډو ترڅنګ به اسراییل هم په نخښه کړي.
په همدې حال کې پرون (چهارشنبه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سویس په داووس کې وویل چې پر ایران د حملې او د ګرینلنډ د نیولو اراده یې پرېښې ده.