پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهپر بدن د عمر د زیاتېدو اغېز کله پیلېږي؟

پر بدن د عمر د زیاتېدو اغېز کله پیلېږي؟

تاند – د عمر له زیاتېدو سره د بدن د فزیکي فټنس او ځواک کمېدا یو طبیعي بهیر بلل کېږي، خو دا بهیر کله پیلېږي؟ ساینسپوهانو اوس د دې پوښتنې ځواب موندلی دی.

د سویډن د کارولینسکا انسټیټیوټ د یوې اوږدې څېړنې له مخې، له ۳۵ کلنۍ وروسته د اندام تناسب یا د بدن فټنس، ځواک او د عضلو حجم ورو ورو په کمېدو پیل کوي.

په دې څېړنه کې څو سوه کسان شامل وو، چې د هغوی فزیکي روغتیا، فټنس او د عضلو ځواک د ۴۷ کلونو لپاره پرله‌پسې وڅارل شول. د ګډونوالو څارنه د بلوغ له پیل څخه تر ۶۳ کلنۍ پورې شوې، چې له امله یې د عمر له زیاتېدو سره د بدن بدلونونه په روښانه ډول درک شول.

څېړونکي وایي چې په دې برخه کې اکثره پخوانۍ څېړنې د بېلابېلو معلوماتي د زېرمو پر بنسټ ولاړې وې، خو څه چې دا څېړنه له پخوانیو هغو بېلوي او ځانګړی اهمیت ورکوي هغه دا دي چې په دې کې یو کس نژدې پنځه لسیزې په یو شان طریقه څارل شوی دی.

څېړنې دا هم څرګنده کړه چې که څه هم یو چا په ځوانۍ کې منظم ورزش کړی وي، بیا هم له ۳۵ کلنۍ وروسته د بدن د کمزورۍ بهیر پیل کېږي، خو ښه خبر دا دی چې که څوک په هر عمر کې ورزش پیل کړي، نو دا بهیر په څرګنده توګه سوکه کېدای شي.

کارپوهان وایي چې په بشپړ ډول د بدن د زوال درول ستونزمن دي، خو منظم فزیکي فعالیتونه کولای شي دا بهیر تر ډېره حده راکم کړي.

پر دې څېړنه لا هم کار روان دی او په راتلونکو پنځو کلونو کې به د ګډونوالو روغتیا نوره هم وڅارل شي، چې له کبله به یې د بدن د وړتیا په بدلونونو ښه پوهېدا نوره هم ممکنه شي.

دا څېړنه د «Cachexia, Sarcopenia and Muscle» په نوم په یوه معتبر ساینسي ژورنال کې خپره شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...