سریزه
دا چې بشریت له لومړيو څخه بیا تر اوسه مختلف تمدنونه او مدنیتونه لرلي او په مختلفو زمانو کې د مختلفو فرهنګونو پر اډانو دا تمدنونه تدوین شوي او ویجاړ شوي نو د اخلاقو بحث هم له خپل دې متنوع خاصیت سره سره ډېر پراخ او پېچلی بحث دی. د اخلاقو بحث د علومو له انکشاف سره بیخې په یو ډېر ارت مفهوم تبدیل شوی او هیڅوک د دې توان نه لري چې دا موضوع دې له الفه تر یا په مکمله توګه بیان کړي. هر څوک د اخلاقو بحث ته د خپلې علمي سویې په کچه تا کیږي. مطلب د اخلاقو بحث لکه په سمندر ګډېدل. په دې مقاله کې ما کوښښ کړئ چې اخلاق د څو مهمو مضامینو له لوري راوڅېړم.
لکه اخلاق د ارواپوهني له زاویې، اخلاق د فلسفې له زاویې او اخلاق د ټولنې د ډولونو له زاویې.
اخلاق له لویه سره موږ پر درې کټګوریو وېشلی شو:-
[ساینسي اخلاق]
چې دا هغه ډول اخلاق دي چې له ساینسي تجربې وروسته مالومه شوې چې څه مضر او څه ګټور دي. مثال د سګریټو زیان یوازي دا نه چې څکونکي ته ضرر لري بلکه ناست ملګري هم ورسره متضرره کیږي او له ضرر څخه تر خبرېدلو وروسته که یو کس بیا هم سګرېټ د خلګو مخکي څکوي؛ یو ډول غیر اخلاقي کړنه ده چې د یو کس د اذیت سبب هم ګرځي.
[کلتوري اخلاق]
دا هغه ډول اخلاق وي چې د یوې ټولنې یا محدود شمېر خلکو په منځ کې وضع شوي وي مثال یې لکه د پښتنو په جامعه کې د میلمنو پالنه. میلمه پالنه هره ټولنه کې وي خو خاص الخاص د میلمه قدرداني او د هغوی عزت کول د یوې ټولني خاصه او مشخصه اخلاقي پدیده وي او د میلمه نه درناوی پکښې بداخلاقي بلل کیږي.
[دیني اخلاق]
دا ډول اخلاقی له دیني او مذهبي کتابونو څخه راوتلي قواعد وي. کومي کړني چې دین و مذهب ښه بللي بس هماغه بیا اخلاقي کړنې دي او کومې کړنې چې د دیني او مذهبي مرجع له لوري بدې بلل شوي بیا بدې او بداخلاقي کړنې دي.
مثال د سود خوړل دا یوازي نه چې ګناه ده په دین کې بلکې له دې سره سره یوه بداخلاقي کړنه هم بلل کیږي، ځکه چې د کمزورو انسانانو د نور کمزوري کېدو سبب کیږي او شتمن لا شتمن کیږي او له دې خبري څخه دا مانا هم استنباط کولای شو چې هر عمل چې د انسان د ازار او متضرره کېدو سبب کېږي؛ بداخلاقه کړنه ده.
له دې طبقه بندۍ وروسته یو بل ډول طبقه بندي هم د اخلاقو لپاره جوړولی سو: اخلاق د عقلانیت پر بنسټ دا ډول اخلاق د کانت د افکارو پر بنسټ یادیږي، اخلاق د نېکمرغۍ پر بنسټ چې دا ډول اخلاق بیا د سټوراټ میل پر افکارو بناء شوي او اخلاق د قدرت او ارادې پر بنسټ او دا دریم ډول یې د نیچه له افکارو سره سروکار لري.
موږ به پر دې اخلاقو، چې د کانت، ستورات میل او د نیچه اخلاق دي، وروسته بحث وکړو.
یو بله خبره دا چې د اخلاقو په باب کیږي هغه دا ده چې ځینې په دې اند دي چې اخلاق اکتسابي دي او ځینې بیا په دې اند دي چې یا اخلاق ارثي دي.
یاني د ارثیت او اکتسابیت بحث په اخلاقو کې دننه د اخلاقو د خپلېدو پر اساس کیږي. دا د اخلاقو کومه تقسیم بندي یا طبقه بندي نه ده. هغه اخلاق چې اکتسابي وي هغه به یا په سالمه طریقه انتقال شوي وي یا به د تشدد له لاري انتقال شوي وي.
دا دومره بحث د اخلاقو د بیخي لویې پدیدې د لاښه روښانولو په خاطر وشو. اوس راځو چې اخلاق دي څه؟
اخلاق د یو انسان د نورو ژوندیو موجوداتو سره د چلندونو او کړونو محک دی او همدا راته په ګوته کوي چې یو عمل ښه دی که بد؟
ځینې پوهانو دا هم ویلي چې انسان یوازي دا نه چې د ژوندیو موجوداتو په وړاندي مسوول دی بلکې د هر ډول طبیعي پدیدو او اشیاوو په وړاندي هم مسوولیت پذیره دی. مثال یو کس د پاکو اوبو بې خرته او نهایت زیات اصراف کوي همدا کس ته هم په بداخلاقۍ ککړ کس ویلی شو، یانې د دې پوهانو نظر دا دی چې اخلاق باید تر انسانیت او ژوند محدود نه شي.
اخلاق د ارثي او اکتسابي پولو له مخې هم ارثي دي او هم اکتسابي. یو کس چې د یوې درنې او معززې کورنۍ څیښتن وي که په ډېر خراب ماحول کې هم ګوزاره وکړي خو ولي د هماغه ماحول اغیز یې د ارثیت په وړاندي ژر تر ژره بری نه شې موندلی خو ولي ممکن د وخت په تېرېدو چاپیریال پرې اغیز وکړي او بداخلاقۍ ته یې ټېل وهي.
همدارنګه ځینې انسانان په شریرو ټولنو کې زېږېدلي وي خو و ښه ماحول ته په تګ سره پکښې پوره پوره اخلاقي تغیرات راشي. نو اخلاق هم د انسان په ژوند کې ارثي منشاء لري او هم اکتسابي.
د اخلاقو په اړه همدومره مالومات د سریزې په توګه بسنه کوي.
اوس به اخلاق د ارواپوهني له مخي را وڅېړو: لومړی به یو څو پوښتني تر ارواپوهنیزې اخلاقي شننې مخکي وکړو.
اخلاق له غریزې سره څه اړیکه لري؟
ولي یو انسان د اخلاقو خلاف کارونه کوي؟
سوپر ایګو یا په عامه مانا وجدان د بداخلاقۍ مخه ولي نه نیسي؟
اخلاق په ژوند کې د ډېرو لارو پرانستل دي مطلب دا چې اخلاق زموږ لپاره هغه لارې رامنځته کوي چې د غوره ژوند، عادلانه ټولنې، او انساني اړیکو لپاره بنسټیزې دي. په ارواپوهنه کې د انساني کړونو اړوند دا پوښتنه مطرح کیږي چې “خلګ څنګه پرېکړه کوي؟” نه دا پوښتنه چې “خلګ باید څنګه پرېکړه وکړي؟”. ارواپوهنه د انسان په درون کې د چلندونو او د هغو د اغیز په څېړولو سره اخلاق څیړي. لارنس کولبرګ هغه کس و چې د اخلاقي پړاوونو مراحل یې موږ ته واضح کړل.
لومړی:
د ځانغوښتنې پړاو (Pre-conventional): ماشوم د خپلې ګټې لپاره عمل کوي، او د سزا یا انعام پر اساس تصمیم نیسي.
دویم:
د ټولنیز تطابق پړاو (Conventional): فرد د ټولنیزو قوانینو او دودونو پر اساس عمل کوي چې د ټولنې له توقعاتو سره سم وي.
دریم:
د اصولو پړاو (Post-conventional): په دې پړاو کې افراد د خپلواکو اصولو، عدالت، او عمومي ګټو پر اساس عمل کوي.
ارواپوهنه د خپلي پراخي لمنې په اوږدو کې د انسانانو د چلندونو اړوند او د هغو پریکړو او فعالیتونو اړوند چې انسان یې سرته رسوي د ځینو مهمو قواوو او افعالو یادونه کوي چې د هغوی څخه یې ځینې دا دي: غریزه، ایډ، ایګو، سوپرایګو او شهود.
د ارواپوهني له نظرهغریزه دوه ډوله ده:
لومړی: د ژوند غریزه چې د ژوند غځولو میلان پکښي لیدل کیږي او جنسي خواهش یې بیلګه ده.
دویم: د مرګ غریزه: انسان له خپله آره دا هڅه کوي چې خپل اصل او هغه غیر مادي او غیرعضوي حالت ته وګرځي.
د دې غریزې د اشباع انرژي بیا انسان خشونت او غیراخلاقي کړنو ته اړ باسي یا مصرفوي. د دې حالت د مخنیوي لپاره ورزش، لوبې، تفریحي پارکونه، ګیم زونونه او همدارنګه بانډار ځایونه او له ظریفو هنرونو سره دوستي پکار ده.
[ولي یو انسان د اخلاقو خلاف کارونه کوي؟]
دا پوښتنه ډېره جامع پوښتنه ده خو د دې ځواب به مختصر ولیکو.
لومړی: د اخلاقو ټکر له فطرت سره:-
عموماً ماشومان د خپل عمر پر ۱۵ کلنۍ باندي بلوغ ته رسیږي او بلوغ ته له رسېدو سره د دوی جنسي غریزه په قوي ډول ځان راښکاره کوي. دا چې بلوغ پر ۱۵ کلنۍ وي او واده پر ۲۵ یا ۳۰ کلنۍ نو حتمي ده چې د یوې ټولنې اوضاع له داسې حالاتو سره بدلېدای شي. هلک یا نجلۍ مجبوريږي چې ځینې ټولنیز قواعد، قوانین او نورمونه تر پښو لاندي کړي او خپل غرایز اشباع کړي. هغه وخت خو خبره نوره هم سخت تره کیږي چې د ټولني له خوا د کلتورونو، فرهنګونو او یا دیني سخت دریځۍ په سبب دا د واده عمر نور اوږد شي.
دویم: د انسان غریزه:-
هر انسان د ژوند د بقاء غریزه لري او د دې غریزې په موخه د بریالي کېدو لپاره له هوس او جنسي لذت څخه کار اخلي.
دریم: بصیرت او اخلاقي ارزښتونو ته له یوې مختلفې زاویې کتل:-
انسان ته د خپلي مطالعې، تفکر او وخت تېرېدو په سبب ځینې منل شوي ټولنیز قواعد او دستورنه کمزوري او ناکاره مالومیږي او بیا ورڅخه بغاوت پیل کوي. مثال د لوړو ولورونو موضوع هغه څه ده چې له څو لسیزو یا آن شاید د پیړیو راهیسې په دې ټولنه کې دود وي خو اوسنی ځوان که یې پر وړاندي راپورته کیږي نو د ټولني سپین ږیري ورته یو ډول سپین سترګي وایي. همدا خبره ده چې ځینې وختونه تعلیم، پوهه، ادراک او شعور د ټولني پر یو نیم قانون د رد ټاپه وهي او نور د ټولنې زاړه اشخاص دا شخص داسي تورنوي چې ګواکي دا کس بداخلاقۍ ته لمن وهي.
څلورم: د حقارت مقابله:-
ماشومان که د خپل ماشومتوب په دوران کې ځینې قواعدو او اخلاقي نورمونو ته په جبر مجبور کړل شي بیا چې کله لویان شي د دې قواعدو او اخلاقي چوکاټونو په ماتولو پسې را اخلي.
هغه حقارت چې په ماشوموالي کې یې تجربه کړی په غټوالي یې د ټولنیزو اخلاقي قوانینو په ماتولو سره ښکاروي.
د دغه حقارت زور بیا دا ماشوم له ټولني څخه باسي.
الفرد ادلر او فروویډ دواړه د یو ماشوم د سالمې روزنې لپاره مور او پلار داسې بولي لکه مذهب او دین.
کله چې د ماشوم والدین نرم خویه او خوش طبعه وي نو بیا د ماشوم روزنه هم سالمه وي او په لوی والي کې د ټولنې لپاره سرخوږی هم نه جوړوي خو که په متشددو او مستبدو ټولنو کې ماشومان د حقارت او توهین پر اساس لوییږي او بیا په غټوالي کې یا په ښکاره ظالم انسان بدلیږي او یا ریاکاره اخلاقي قوانینو ته پابنده انسان ترې جوړیږي.
پنځم: انسان فطرتاً باغي فطرته دی:-
که ټولو انسانانو یو ډول فکر او ایډیاګاني درلودای نو د ټولنو اوسنۍ تنوع ناشونې وه. هیڅ انسان د بل انسان په رقم سل سلنه خوی او خواص نه لري او دغه مختلف والي په نړۍ کې د مختلفو فرهنګونو او ټولنو لياره زمینه برابره کړې ده. یو نیم انسانان په ټولنه کې له هرڅه سره د هو په بڼه سر ښوروي خو ولي یو نیم بغاوت کوي او دا بغاوت د پرمختګ یا معاصریت لپاره بیا ګام جوړیږي. په مستبده او استبدادي ټولنه کې د انسان دا ډول فطرتي بغاوت شنډ کیږي او هیڅ انسان ته د بغاوت کولو لپاره وخت ته ورکول کیږي، چې دا څه بیا انسان نور هم تشدد ته هڅوي او په ټولنه کې د زغم او حوصلې ګراف کښته لور ته بیایې.
شپږم: د قانون سستي او د مشرانو نه رعایت:-
کله کله د قوانینو په وړاندي د دولت او حاکم نظام نظارت دومره کمزوری وي چې هر انسان ته پکښې د بداخلاقۍ لپاره زمینه برابريږي. ددې سره سره که په یو ټولنه کې د اخلاقي قوانینو په وړاندي نظارت هرڅومره هم سهي او ښه بڼه کې وي خو ولي چې د ټولني مخور او مشران یې رعایت ته غاړه کښېنږدي نو د ټولني عام انسانان یې هم رعایت کولو کې سستي کوي. یو ټولنه له آره او مشرانو هم سمېدای شي او هم خرابېدای شي. که یو ټولنه کې مشران او مخور کسان د اخلاقي نورمونو په رعایت پابندي نه ښیی نو د ټولني عام وګړي یې هم په ماتولو سره حاکم نظام ته د مخورو د بداخلاقۍ پیغور ورکوي خو که نظام عادلانه نه وي د ټولني عام وګړي ځپل کیږي او په زور قوانینو مراعاتولو ته مجبوریږي او دا هغه څه دي چې خپله بیا استبداد ته زمینه پکښي برابریږي.
[وجدان چې په ارواپوهنه کې په سوپرایګو یادیږي، ولي د بداخلاقۍ مخنیوی نه کوي؟]
موږ د انسان د دروني افعالو د تحرک او قضاوت لپاره په ارواپوهنه کې درې قواوي لرو. “ایډ” چې د نفس معادل دی هره هغه کړنه چې د انسان خواهش وي ترسره کول یې غواړي او د هیڅ کوم اخلاق او قواعد پیروی ته اهمیت نه ورکوي. بل ایګو یا عقل چې د هري کړني سره د واقعیت پر بنسټ عمل کوي او د ایډ غوښتنو ته د شرایطو سره سم سمون ورکوي. دریم سوپرایګو چې دا بیا وجدان هم بلل کیږي او د هري هغې کړني که ښه وي، بده وي او یا عبث وي جاج اخلي او د هغې کړني قضاوت کوي او د قضاوت کولو وروسته یو شخص بیا د ځان باورۍ، لوړوالي، خوشبینۍ او یا ذلالت او ګناهګارتوب احساس کوي.
دا چې هر انسان په نارمل بڼه سوپرایګو/ وجدان لري او دا وجدان د بدو په وړاندي ددې انسان قاضي هم وي خو ولي بیا هم ټولنه له بداخلاقۍ کړیږي؟ دلته یو څو ټکو ته باید اشاره وسي چې د هغو کړونو په سبب سوپرایګو/ وجدان سرکوب کیږي.
لومړی: د بداخلاقۍ تکرار
دویم: د یو ناوړه او بداخلاقه کړني تکرار او زیاتوب په یوه ټولنه کې
دریم: بداخلاقي کوچنۍ ګڼل
څلورم: توجیه کول مثال یو ماشوم له خپل استاد څخه غلا کوي او بیا دا وایې چې زموږ استاد خو زیاته شتمني لري او ذکات یې نه ورکوي.
پنځم: دین او مذهب د بداخلاقۍ په وړاندي د ثواب فارمولونه جوړول. مثال یو کس وایې چې لس ځلي د یو کوچنۍ کلمې ویل ستاسو د ټول عمر بدي، ګناهونه او ختاوي معافوي نو دلته د ټولني وګړي ته دا سوچ پیدا کیږي چې بېله هغه هم د بداخلاقۍ تاوان یوازي دا یوه کوچنۍ کلمه لس ځلي ویل پرې کولای شي.
شپږم: پر نورو د یو بداخلاقۍ ور اړول یا پروجکشن. مثال یو کس خپله په بداخلاقۍ ککړ وي خو دی د نورو کسانو بداخلاقۍ ته ګوته نیسي او یا کله کله لوی کسان د خپل شرم له کبله خپله بداخلاقي پر کمزورو کسانو ورتپي.
تر دې وروسته اخلاق د فلسفي لیدلوري څېړو:
اخـــلاقــيــــات:-
اخلاقيات يعنې “ethics” دَ فلسفې دَ څانګې axiology يوه برخه ده او axiology د فلسفې هغه څانګه ده چې پکښې د اقدار مطالعه کېږي او په دغه اقدارو کښې logic “منطق” يعنې د خبرو علم، aesthetic “جماليات” يعنې د څيزونو اقدار او مطالعه ethics “اخلاقيات” يعنې د اعمالو اقدار يا مطالعه کېږي.
اخلاقيات هغه علم دی چې پکښې د اعمالو د اقدارو تعين کېږي چې پلانکی عمل ښه دی او که بد دی؟
پوښتنه دا پېدا کېږي چې د يو څيز دننه د ښه او د بد پیمانه به څه وي؟ مونږه ته به څنګه پته لګیږي چې کوم عمل ښه او کوم بد دی؟ هغه کومه پيمانه ده چې مونږ پرې د اخلاقو د اقدارو تعين وکړو؟ په دغه باب کښې مونږ سره په بنيادي توګه دوه پېمانې دي چې يوې ته مذهبي اخلاق ویلای شو او بلې ته سيکولر اخلاقيات ویلای شو.
[ مذهبي اخلاقيات]
د مذهبي اخلاقياتو څخهه مراد هغه اخلاقي اصول يا اقدار وي چې بنسټ ئې يوه مذهبي عقيده يا مذهبي کتاب وي د دې بنيادي پېمانې الهامي هدايات وي لکه يو عمل به په دې بنياد صحيح يا غلط وي چې د هغې تعين به په قرآن، بائبل، تورات، ګيتا، ويدونو يا نورو کومو مذهبي کتابونو کښې شوی وي بله پېمانه مذهبي روايات دي چې په رواياتي توګه پرې د څيزونو اقدار معلومولی شو، درېمه پېمانه ئې مذهبي رهنما لکه مُلا، عالم يا پادري وي چې پۀ اخلاقي اقدارو کښې ترې رهنمائي ترلاسه کولې شو او څلورمه پېمانه ئې د ثواب او د ګناه تصور دی چې پرې د ښو او بدیو څيزونو د تعين سره سره د سزا او جزا په بنياد خلک رابلل کېږي يا منع کېږي.
[سيکولر اخلاق]
سيکولر اخلاق د هغه اخلاقي اصولو او اقدارو مجموعه وي چې په هيڅ مذهبي عقايدو يا رواياتو اډانه نۀ لري بلکې د دې اډانه په انساني عقل او فکر يا په انساني تجرباتو وي سيکولر اخلاقياتو کښې عقل او فکر ته بنيادي ارزښت ترلاسه دی په سيکولر اخلاقياتو کښې په دې خبره زور راوړل کیږي چې انسان دې د عقل پۀ بنياد د اعمالو تجزيه وکړي او د صحيح يا غلط اعمالو تعين دې هم په عقل سره وکړای شي بله پېمانه یې انساني تجربه ده او دغه انساني تجربه کښې په تاريخ او د اعمالو په نتایجو زور راوړل کېږي يعنې په دې کښې ده اعمالو جاج د نتايجو په رڼا کښې اخستل شوی او د هغې د معيار تعين هم په اخذ شوي نتايجو سره کېږي. مثلاً د يو عمل نتيجه که ښه وي هغه به په اخلاقي توګه ښه او که د يو عمل نتيجه خرابه يعنې بده وي نو هغه به په اخلاقي توګه خراب يا بد عمل تصور کېږي. د انساني عقل او تجربې خلاصه که مونږ په لنډو ټکيو کښې د يوې فارمولې پۀ ټوګه را بندول غواړو په کومې سره چې د يوې سيکولر اخلاقي معاشرې بنسټ (بنياد) کېښودل شو نو هغه به څه داسې وي چې؛
“زه به د هغه څه انتخاب د نورو لپاره کوم د کوم څه انتخاب چې زه د خپل ځان لپاره کوم زه به هر هغه څۀ د نورو لپاره نه خوښوم يا نه قبلوم کوم څه چې زه د خپل ځان لپاره نه خوښوم او نه قبلوم”
په فلسفه کې موږ د یوناني فلسفې څخه چې مخکښان یې سقراط، افلاطون او ارسطو وه شروع کوو. سقراط به ویل چې که یو کس د ښو په ارزښت وپوهیږي نو بیا بد نه کوي. د سقراط په اند پوهه او فضلیت سره لازمي دي او که یو کس په دې وپوهېده چې عدل او نیکي ښه کار دی نو بیا د بدۍ او بداخلاقۍ په اړه سوچ او عمل نه کوي.
د سقراط دا وینا هم بیخې لوی مطلب په ځان کې نغښتی چې ویل به یې: ناپېژندل شوی او بې فکره ژوند د ژوند کولو ارزښت نه لري، انسان ته په کار ده چې کله هم د خپل ژوند او اخلاقیاتو په تړاو ژور فکر وکړي.
هغه انسانان چې د ژوند او اخلاقي قوانینو او ټولنیزو قواعدو په اړه ژور فکر لري، هيڅکله به بد ونکړي ځکه هغوی د بدۍ له انجام او سرنوشته پوره پوره اګاه وي.
افلاطون چې د سقراط زده کوونکی وو ویل به یې: نیکي کول خپله ښه اخلاق دي. خو دا نیکي هم دوه ډوله ده: یوه یې سرټیټه نیکي چې یو کس په غیرشعوري توګه نېک کار کوي مثال: یو کس خپل پاتي شوني خواړه دباندي داسي ځای ږدي چې په خاورو ککړ کیږي نه او بل غریب انسان دا خواړه خوري. دا خیر او نیکي دده لپاره ځکه سرټیټې بلل کیږي چې هیڅ دده شعوري هڅه پکښې شامله نه وه. او دویم ډول نیکي یې بیا لویه نیکي بلل. دا ډول نیکي هغه وه چې یو کس به شعوراً یو نېک او اخلاقي کار کاوه. مثال یو غریب او نادار کس ته خیرات ورکول، لاسنیوی یې کول او … په خلص ډول داسې ویلای شو چې د افلاطون نظر د اخلاقو په اړه داوو چې اخلاقي کړني د انساني روح د سپیڅلوالي او خوښۍ باعث ګرځي او خپله د انسان مقام تر لږړ منزلته رسوي.
ارسطو د اخلاقیاتو منبع په منځلارۍ کې ویني. وایې چې کله یوه کړنه له افراط او تفریطه خالي وي هماغه حالت نیکي ده او نیکي خپل په ذات کې اخلاقي کړنه او عمل دی.
ارسطو دا نظر هم درلود چې د خوند/لذت فرق باید د نېکۍ سره وکړل شي. خوند او لذت لنډمهاله وي خو ولي نیکي او اخلاقي کړني د اوږد مهال لپاره انسان ته خوښۍ راوړي.
کنفیوشیوس د انسان د بهتروالي او اخلاقیتوب لپاره د پوهي معیار غوره ګڼي. هغه انسانان چې تر نورو زیات پوهیږي او د بدو عواقب ورته مالوم وي هغوی بیا نسبتاً کم وخت بداخلاقۍ ته لاس اچوي. د انسان لپاره پوهه او شعور معیار ګرځول دوه بېل شیان دي، کله کله د زیاتي پوهي والا کسان هم بداخلاقه وي، ځکه د هغوی شعوري ویښتیا لا نه وي شوې. بې شعوره کسان تعلیم یافته هم کېدای شي او شعور داسې یو څیز نه دی چې په مطالعه او کتاب لوستلو دي سړي ته حاضر شي. انسان د سوچ او سنجش، فکر او تعقل ټولي قواوي لري چې شعور ددوی له ګډ فعالیته شروع کیږي. که یو انسان عقل ولري خو ولي د تفکر قوه یې کمزورې وې حتمي ده چې په کړونو او اعمالو کې یې څه کمی ولیدل شي.
پوهاند مجروح وایې:
د اخلاقو فلسفه د هغو پرنسیپونو او اساساتو تحقیق کوي چې د کومو په اساس انسان د یو شي په باره کې د ښو او بدو حکم کوي. هر انسان ته پکار ده چې ښه او بد وپېژني او په لاشعوري ډول د یو شي په باره کې د ښو او بدو حکم ونه کړي.
هر شخص ته ښه او بد جلا جلا تمیز لري.مثال یو بد داسي معرفي کوي چې د الهی قانون خلاف وي، بل بد داسي معرفي کوي چې د طبیعت ضد وي، بل یې داسي تعریفوي چې د انسانیت ضد وي او بل بیا وایې چې بد هغه څه دي چې د عقل سره په ټکر کې وي.
مهمه خبره دا چې د اخلاقو فلسفه باید د اخلاقو پرنسیپونه وڅېړي نه دا چې د اخلاقو په تبلیغ پسې شي.
د اخلاقو فلسفي پرنسیپونه:-
درې لوی پرنسیپونه چې اخلاق ورباندي څېړل شوي همدلته یې بیانوو.
[لومړی: اخلاق د عقل په بناء]
هغه فلاسفه چې د عقل ګرایی یا ریشنلیستي اخلاقیاتو طرفدار وه او ددې جریان مخکښان وه لکه: ولټیر، دیدرو، روسو او کانت. د کانت نظر د اخلاقیاتو اړوند دا وو چې ویل یې اخلاق باید نه په الهیاتو، نه په تجربه، نه په نیکمرغي او نه په فردي احساس پوري وتړل شي، اخلاق باید عقلي منشاء ولري او نور پر هیڅ شي اتکاء ونه کړي. دده دا نظر دی چې اخلاق باید خپله غایی هدف وي نه دا چې د بل هدف تابع وګرځول شي. د اخلاقي کړني لپاره انسان اړ دی چې عادل و اوسي، انصاف لرونکی و اوسي، مېړانه ولري، ذکاوت ولري او دا ټول ښه صفتونه (ذکاوت، نبوغ، انصاف او مېړانه) یو بد اخلاقه کس هم لري خو دا چې یو انسان د خپلي نیکي ارادې پر بنسټ اخلاقيتوب ته غاړه ږدي دا د نیکي ارادي ښه والی دی، بل کس چې دا هر صفت لري خو ولي اراده یې د بدۍ وي نو امکان یې نشته چې دا کس دي د اخلاقو پلوي وکړي.
کانت وایې: ځینې کړني احتمالاً ښې او ځینې په قاطع ډول کمزوري او بدي وي. مثال یو داکتر ناروغ ته دده نارغي ځکه لږ غټه معرفي کوي چې بیا دا ناروغ د ځان سره احتیاط او پرهیز وکړي تر څو روغ شي دا کړنه او حکم احتمالي حکم دی او که یو کس د خپل مشر/ استاد یا رئیس څخه یو څه غلا کړي او بیا دا غلا شوی مال بیرته پر غریبو ووېشي نو د کانت په نزذ دا کړنه ښه ده خو اخلاقي عمل نه دی. اخلاق باید هیڅ توجیه او معطل کېدلو ته ترجحیت ور نه کړي.
کانت وایې: اخلاقي عمل هغه دی چې یوازي او یوازي د وظیفې د احساس په بناء ترسره شي نه دا چې د ګټي او فایدې لپاره. مثال: که یو ځوان د یو سپین ږیري سره کمک په دې موخه کوي چې ماته به ثواب پر راکړل شي دا کار هم د کانت په نزد اخلاقي نه دی؛ ځکه دلته د اخلاقي کړني فایده ګرایی او نتیجې ته ترجیح ورکول شوې یانې که دا کار کې ثواب لاسته ورنشې دا کس تر دې غوره او اخلاقي کار تیریږي. کانت په دې باور درلود چې اخلاق د انسان د آزادي ارادې تمثیل دی نه د جبر، ځکه که آزاده اراده او اختیار نه وای نو دا اخلاقو او قوانینو خپل حیثیت د لاسه ورکاوه.
[دویم: اخلاق د نیکمرغۍ په بناء]
ددې فلسفې چې انګلیسې کې ورته یوټیلیټرنیزم وایې پلار سټوراټ میل نومیږي او د نولسمي پېړۍ یو انګریز فیلسوف وو. د سټوراټ میل نظر د اخلاقو اړوند د نیکمرغۍ او نتیجې پر بنیاد وو. میل وایې چې هره هغه کړنه اخلاقي ده چې تر نورو نسبتاً زیاته نیکمرغي موږ ته راوړي. د نیکمرغۍ د لاسته راوړلو په پار بیا که د ټولني ځینې چوکاټونه مات شي یا له منځه ولاړ شې د میل په نظر دا اهمیت نه لري. د میل د فلسفې څخه داسې جاج اخیستای شو چې که یو کس هرڅومره عابد، پرهیز کاره او نیک خلوصه انسان وي خو ولي ګوشه نشین وي او چا سره یې سر وکار نه وي او نه یې چاته ګټه رسیږي دا د اخلاقو په معیار پوره څه؛ چې بیخې د اخلاقو څخه مبراء انسان دی. انسان باید د نیکمرغۍ او خوشالۍ پلوی وي خو داسې نه چې اخلاقي او ټولنیز قوانین تر پښو لاندي کړي. مثال یو داکتر ته پنځه داسي ناروغان ناست دي چې ټول د بدن د یو غړي پیوند ته ضرورت لري او داکتر ته بل داسي کس راځي چې روغ او بې ګناه کس دی نو که داکتر دا روغ کس وژني او ددې روغ کس ارګانونه نورو پنځو تنو ناروغانو ته بسته کوي دا کار به فایده ولري ځکه د پنځو ژوند د یوه پر قربانۍ ودرېده خو میل وایې: د ګټورتوب او نیکمرغې اصل یوازي په دې ډول تطبیق کیږي چې د ټولنیزي خوښۍ او نیکمرغۍ لپاره لاره هواره کړي نه دا چې د یو کس حقوق پکښې تر پښو لاندي شي او وایې دا ډول کړني به په ټولنه کې ویره او ډار خپور کړي.
د میل د فلسفې اصلي نقطه به دې مثال کې واضح کړو:
مثال یو کلي کې صرف یو پُل شتون لري او دا پُل هم د نړېدو سره مخ دی. یو کس چې بنا/خټګر دی د کورنۍ د ضروریاتو پوره کولو لپاره هم مجبور دی چې د کورنۍ ضروریات پوره کړي خو دا کس ته لمړیتوب دا پُل جوړېده لري او دا کس راځي پُل جوړوي او د خپلي کورنۍ ضروریات وروسته پوره کوي. دلته دا خبره واضح کیږي چې دا کس یو اخلاقي کار وکړ هغه دا چې د کور د ضرورت په پرتله یې د ټولني ضرورت ته ترجیح ورکړه او د ډیري خوښۍ او نیکمرغې لپاره یې لږه نیکمرغي قرباني کړل. پر دې فلسفه او د کانت د ریشنلستي اخلاقیتوب په وړاندي انتقادونه هم شته خو دلته به یې یادونه بیخې لیکنه لا طویله او اوږده کړي ځکه نو ترې صرف نظر کوم.
[دریم: اخــــلاق د قدرت د ارادې په بنــاء]
نیچه اخلاق له یو پرنسیپ څخه نه ګڼي بلکه اخلاق د نیچه په اند مختلف او ډول ډول دي. د نیچه په اند اخلاق هم لکه کلتوري رواجونه د وخت په تېرېدو سره له یوې زمانې څخه بلي زمانې ته تغیر کوي. د اخلاقو لپاره د تاریخ پلټنه ضرور ګڼي ځکه نیچه د تاریخ له زاویې اخلاق دوه ډوله ویشې.
یو یې د بادارانو اخلاق
دویم یې د غلامانو اخلاق
نیچه وایې هر کله چې د یو حاکم او بادار شخص له خوا د اخلاقو اړوند اورو نو ښایې چې هغه به حتمي وېره، بې زړه توب، کمزوري او داسي نور انساني افعال په ټیټو/کمزورو اخلاقو کې راولي خو ولې دده په نزد به نېواکګر، د قدرت خاوند، زړور، مغرور او متکبر په اخلاقو کې لوړ مقام ولري. ددا ډول اخلاقي قوانینو، دودونو او نورمونو د ټاکل کېدو وروسته یوه طبقه انسانان (عام انسانان) ددې په وړاندي اطاعت ته هڅول کیږي او دا کمزوري انسانان/غلامان به د خپل درون د لنډمهاله خوښۍ لپاره دا وایې چې د بادارانو نیکمرغي حقیقي نه ده او ځان به قانع کوي. دوی/غلامان به وایې لوړ فضایل، تواضع، صبر، ترحم او داسي نور د صله رحمي ډکي کړني اخلاقیات دي خو ریشتیا داده چې هیڅکله په تاریخ کې د مظلومانو اخلاقو د بادارانو پر وړاندي بری نه دی موندلی. غلامان به نېواکګر او هغه چې نور انسانان ځوروي هغه کس ته به بداخلاقه وایې خو ولي د بادارانو په نزد به تر ټولو لوی عزتمند او د اخلاقي پروتوکولونو څخه مالامال شخص همدا غاضب، ظالم او جابر کس وي. نیچه د اخلاقو په برخه کې تر هرڅه وړاندي پر انسان تمرکز کوي او د هغه اخلاقو خبره را وړاندي کوي چې موږ یې عملاً په تجربه کولو کې آزاد یو. اخلاق د نیچه په نظر د انساني ژوند د رفاه لپاره باید د یو لارښوونکي په ډول وکارول شي نه دا چې اخلاق موږ د بلي نړۍ د خوښۍ په موخه رعایت کړو.
هغــه (نیچه) په دې خبره نیوکه کوي چې قدیسان یا سپیڅلي کسان ددې لپاره چې د راتلونکي د بنسټ ډبره کښیږدي، نو یوې بلي نړۍ ته د تیښتي تکل لري.
د نیچه په اړه چې د اخلاقو په باره کې یې د تاریخ خبره کول مطلب یې دا وو چې یوخت په اتن کې حسادت کول د ژوند د نیکمرغۍ په وړاندي د تلو هڅه وه، د ژوند څخه د نوي مانا موندني په اړه یو کامیابه کړنه وه او همدارنګه د ژوند د تغیر سره یې هم مرسته بلل خو اوس حسادت د انسان رواني مشکل بلل کیږي او حتی حسادت کول په ټولنه کې غندل کیږي او غیر اخلاقي کړنه بلل کیږي. قهر و غضب په مسیحي فرهنګ کې مردود دي ولي په یهودي دین کې بیا ورته د خدایی صفت په سترګه کتل کیږي.
اخلاق د ټولني په لحاظ:-
[د اخلاقو درې لوی پرنسیپونه مو ولوستل او اوس اخلاق د ټولني په لحاظ څیړو.]
دا چې ټولني په عموم کې پر دوه ډوله وېشلای شو چې یو سنتي او بل یې ماډرني ټولني دي. سنتي ټولني کلتوري او مذهبي ارزښتونه پالي، ددوی په نظر اخلاقیات د کلتوري او دیني باورونو پر اساساتو ولاړ دي. ددې ډول ټولنو د انسانانو ذهنیت د تداوم، تکامل او بدلون په وړاندي تر ډېره منفي رویه لري او د بدلون د راتللو په وړاندي مقاومت کوي، دوی ملامت هم نه دي ځکه دوی د خپلو ځانونو هویت همدا کلتور او مذهب بولي. په ماډرنو ټولنو کې اخلاق د کلتور او مذهب تابع نه وي بلکه اخلاق د شخص د شخصي ازادۍ پر بنسټ ولاړ وي. دلته اخلاقو ته یو قانوني چوکاټ جوړیږي او د قانون تر چتر لاندي هره کړنه د اخلاقو او بداخلاقۍ په تله تلل کیږي. په ماډرن ټولنو کې مذهب او دین د هر انسان جلا حق ګڼل کیږي او هیڅ یو یې په وړاندي د بل انسان د ځورولو حق نه لري. د اخلاقو د جوړېدو اساس همدا دوو ټولنو کې کیږي. انسان چې کله وزېږي نو یوازي یې فزیکي شتون موږ ته څرګند وي خو ولي ددې ټولني او ماحول رنګا رنګي، اخلاقیات او سلوک بیا وروسته وروسته ددې ماشوم تر لویوالي پوري تزریق کیږي. که یو ټولنه هر څومره پر ځان بسیا هم وي خو ولي اخلاقي وضعه پکښې لوېدلې وي، ددې ټولني وګړي خو به انسانان وي مګر د پوره انسانتوب خاصه به نلري. ماډرن ټولني د سنتي ټولنو برعکس اخلاقو ته د یو لوی مدخل له زاویې ګوري خو ولي په سنتي ټولنو کې اخلاق یوازي د ښځو تر حجاب، د فردي آزادۍ تر سانسورولو، ظاهري قیافې او شکل پوري را څرخېدلي وي. په ماډرنو ټولنو کې انسان پر ځان د تسلط هڅه کوي، اخلاق یوازي تر یوه جنس نه محدودوي، د نورو آزادیو ته خنډ نه جوړیږي.
[د اخلاقو په اړه په ټولنه کې موږ درې ډوله نظریې لرو:]
لمړی نظریه وایې چې اخلاق نسبي دي:-
ددې نظریې پلویان باور لري چې هره ټولنه کې اخلاقیات فرق لري، د ځینو ټولنو اخلاقي کړني په بله ټولنه کې غیر اخلاقي عمل بلل کېدای شي او وایې چې هیڅ یو ټولنه باید د خپلو اخلاقي قوانینو لپاره پر بله ټولنه فشار او زور را نه وړي او نه دي هم خپل اخلاقي ارزښتونه په نورو ټولنو په زور مني. ددې ډول اخلاقي کړنو یو مثال لکه زموږ ستاسو په اسلامي جامعه کې د څلورو ودونو موضوع چې حلاله او پاکه خبره ده مګر په غربي هیوادونو کې د نارینه لپاره د څلورو ودونو کول شاید اخلاقي کړنه نه وي.
دویمه نظریه د اخلاقو پر کُلیت باندي باورمن دي:-
ددوی په باور اخلاقي کړني ثابتي او نه تغیرېدونکي دي. ددې نظریې کسان دا فکر هم لري چې هغه اخلاقیات چې کُلیت او شمولیت ولري د ټولني تصدیق او رد ته ضرورت نه لري. هره ټولنه اړه ده چې دا ډول کُلي اخلاقیات ومني. مثال غلا بده ده او یو غیر اخلاقي عمل دی دا غلا یوازي یوه هیواد یا څو هیوادونو کې بده نه بلکه په ټوله نړۍ کې بده ده. همداسي ریښتینولي اخلاقي کړنه ده او دا کړنه په هره ټولنه کې اخلاقي بلل کیږي. کانت هم په دې باور وو چې اخلاقیات کلي دي او ځینې ارزښتونه مطلق دي.
دریمه نظریه د منځلارۍ نظریه ده:-
او ددې نظریې پلویان وایې چې اخلاقي ارزښتونه او بنسټونه په بنسټیز ډول کُلي دي خو ولي ددې اخلاقي ارزښتونو په تفسیرونو کې فرق شته. مثال یوه ټولنه کې د عام ذهنیت توافق پر یو کړنه د غیر اخلاقي کړني ټاپه وهي خو بله ټولنه کې بیا خلګ هغه کړنه اخلاقي بولي حال دا چې دا کړنه به طبیعي وي؛ مثال واده کول د نجلې په خوښه لا اوس هم د پښتنو په ځینو سیمو کې رواج نه دی او کومه نجلۍ چې ځان ته هلک خوښوي ورته بداخلاقه ویل کیږي خو ولي په ماډرن ټولنو کې دا هرڅه عادي او د اخلاقي قوانینو سره سمه کړنه ده؛ دلته واده کول یو طبیعي خبره ده مګر سنتي ټولني چې په څنګه نظر ورته ګوري او ماډرن ټولني په کوم نظر، ډېر زیات فرق یې ترمنځ شته.
[پر اخلاقي ارزښتونو باندي د حکمرانانو تاثیر ګذاري]
ټولنه به تغیر هغه وخت وکړي چې په سیاست او اقتصاد کې یې انقلاب راشي نه دا چې د یو ټولني د اخلاقي کچي د لوړاوي له کبله د انقلاب توقع ولرو. دا خبره ځکه مهمه ده!؛ ځکه اخلاقیات د هري حاکمي ډلي د اوښتون سره تغیر کېدای شي، او په هره ټولنه کې حاکمان د خپلو ځانونو او واک ساتلو په سبب په اخلاقي موازنو او ارزښتونو کې تغیر راولي. که یو ټولنه کې حاکمان جابران او ظالمان وي آیا د هغوی په وړاندي پاڅون، غیرت، شهامت او د آزادۍ اخیستل به دې حاکمانو ته اخلاقي کړني وي؟ نه هیڅکله به نه وي.
داسي حالت کې بیا رعییت ته شجاعت یو بامثاله ځانګړنه بریښي خو د حاکم نظام لخوا ورته د بغاوت په سترګه کتل کیږي او د باغي لپاره د مرګ سزا اورول کیږي. دلته خبره ښه واضح شول چې ځینې وختونه حاکمان د خپلو ځاني ګټو او واک ساتلو په خاطر اخلاقي موازن او ارزښتونه تحریفوي تر څو ددوی په وړاندي د بغاوت قوه په نطفه او منشاء کې ختمه کړي او خلګ ذهناً حالات منولو ته وهڅوي.
په کومو ټولنو کې چې دولتي، سیاسي، اقتصادي او داسي نوري دستګاوي و دولت ته کار کوي او یوازي یې رعییت د جبر، ظلم او قانون منلو پر وخت په یاد وي؛ هلته بیا اخلاقيات خپل اصلیت له لاسه ورکوي او برعکس اخلاقیات په دیني ریاکارۍ او ظاهري دین دارۍ بدلیږي.
په داسي ټولنو کې بیا یو شخص په ظاهره د انسان سره ځان په هر غم شریک احساسوي خو د بله اړخه د همدې انسان مرګ ته شپې شماري، عدالت او امانت خپل ارزښت له لاسه ورکوي، ریښتنولي په منافقت او د انسان په نقض/تاوان تفسیریږي، پاک زړي او رحم دله انسانان بیا داسي ټولنو کې د اختناق تر حالته رسیږي، ریشتیا ویل زیان وګڼل شي او اخلاص کول ناکامي فرض شي. ددې ډول ټولنو چې حاکم نظام یې هر فعالیت خپل په تله/ترازو تلي او پر انسانانو یې د فردي ازادۍ دایره را تنګه کړې وي؛ حتمي ده چې ریاکارانه او ظاهري دینپالنه او اخلاقیتوب به پکښي وده کوي خو د هر انسان په داخل کې به یو یو شیطان او د بداخلاقۍ سمبول په غټېدو وي. د یو هیواد دولت باید د هماغه هیواد وګړي په دې ډول ریاکارانه او ظاهري اخلاقیتوب ونه روزي ځکه په دې ټولنو کې بیا د ځانه پردیتوب ته تمایل زیاتیږي. دې ټولنو کې بیا انسان ته اخلاقیات یوازي تر فرمانونو، حکمونو، ثوابونو او جرېدو پوري محدود ښکاریږي او داسي یوخت به راشې چې بیخي اخلاقو خپل اصلیت په دې ډول ټولنو کې بایللی وي.
جابره او واک انحصارع ټولنه کرار کرار کمزروي کیږي او ظاهري اخلاقیات چې د پردې تر شا هر انسان د موقع په لټه او د بل انسان د را څملولو په فکر کې وي دا ټولنه په ځنګل بدلوي. ځنګل هم د هر ډول انساني ارزښتونو، احترام او اخلاقیاتو څخه پاک ځای دی او داسي ټولني هم په ځنګل تبدیلیږي بالآخره.
[ولي اخلاق؟]
اسلامي نړۍ چې کله د اروپا رنسانس لیده نو لمړیو کې د خپل ځاني تغیر په اړه ذره کدر سوچ نه کاوه، په دې مسیر کې د غربي ټولنو هر کلتور، فرهنګ او ټولنیز مناسبات له سنتي ډول څخه و ماډرنيزم ته مخه کول. زاړه باورونه او خرافاتي مسايل یې د زړو تاخچو او کتابونو پوري محدود کړل، نوښت ته فکر شو، راتلونکی د انسان لپاره ځلاند وبرېښېده او پر مختګ ته یې لاره هواره کړه. کله چې د نوري غربي نړۍ پرمختګ شرقي انسان ولیده نو اکثریتو یې د تضاد قانون وپاله. موږ مهذب او هغوی مو بې تهذیبه وبلل، هغوی غیر متمدن او موږ ځانونه متمدن وبلل. هغوی که څه هم د انسانیت لپاره ډېر څه کړي وه یا کول یې خو زموږ اکثریت یې په اړه د نا انساني موجوداتو تصور په سر کې ګرځاوه. دا ډېر اسانه کار دی چې انسان دي خپلي کمزورۍ د نورو په کم راوستلو کې پټي کړي. دا اوس هم داسي میلیونونه وګړي د شرقي ټولنو سته چې غواړي ژوند په غربي ټولنه کې نور مخته بوځي او یو ډول له دې ټولني فرار وکړي. زموږ دین، فرهنګ او کلتور له هر ډول ټولني برتر دی خو دا برتري په دې سوب حاصلېدای شي چې موږ/وګړي هم ورسره تعلیم یافته شو.
جاهل انسانان او بې سواده وګړي د هر ډول حقیقي دین، اصیل فرهنګ او کلتور څخه ریښې ریبي او کیسه هغه متل ته ورته کیږي چې د زرو قدر له زرګر سره وي نه د آهنګر. موږ آهنګرانو د سرو زرو قیمت په مسو تبدیل کړئ او بیا یې د سودا کوونکو څخه د اصیلو سرو زرو د کاروباریانو توقع لرو. موږ خپله خپل ارزښتونه کم او سپک معرفي کړي او دا د ارزښتو او اخلاقي قوانینو سره سطحي چلند موږ تر دې سطحي رارسولي یو. که ووایم موږ بیخي د دین او مذهب له کلیت څخه ناخبره یو.
[اخلاقو ته ولي اساسي پام نه دی شوی؟]
لمړی: موږ او زموږ مشرانو همېشه اخلاق د ابزار او وسیلې په توګه استفاده کړي. هر ځل د حکومتونو لخوا موږ ته نوي نوي اخلاقيات په دیني او مذهبي دلیلونو ثابت کیږي حال دا چې هغه به زموږ په دین او فرهنګ کې هیڅ ځای نه لري. د یو شي سره د وسیلې په توګه چلند د هغه شي سخته بې ارزښتي په وجود راوړي؛ لکه اوسني وخت کې چې زموږ لپاره اصیلو اخلاقو خپل ارزښت بایللی.
دویم: د دین پر ظاهري بعد تکیه کول. زموږ امراوو او مشرانو د دین د احیا لپاره هر وخت هڅي او کوښښونه کړي خو هیڅ کله یې د دیني او اخلاقي ریفورم خبره نه ده کړې. موږ د معاصر تمدن او تکنالوژیکي نړۍ سره د عیارېدو لپاره د اخلاقو نوي نوي فورمونو او اشکالو سپړلو ته ضرورت لرو. خو دا کار بیخي په ټپه ولاړ دی. موږ اخلاق بغیر له دین څخه هیڅ وخت د انسانیت په تمامیت او بشپړېدلو کې د یو اړخ په توګه را مطرح کړي نه دي. هر ځل د اخلاقو او اخلاقي پدیدو خبره د ثواب تر چتر لاندي راته تدریس شوې خو نه دا چې یو انسان باید د خپل انسانیت په موخه هم کله کله ځینې اخلاقي قوانین رعایت کړي او هیڅ د مزد په فکر کې نه وي.
دریم: پر اخلاقي تنوع باندي نه باور. هره ټولنه او فرهنګ خپل بېل بېل ارزښتونه او اخلاقيات لري. هغه ټولني چې همېش د خپل فرهنګ او ټولني اخلاقیات ورته معیار ګرځېدلی وي هیڅ کله د نورو ټولنو و انسانانو او اخلاقي قوانینو ته احترام نه ساتي. د ټولني لپاره شرف او عزت په دې پوري هم تړلی چې باید د نورو ټولنو هغومره خیال وساتل شي لکه څومره چې د خپلي ټولني ساتو. ارزښت او قدر و بل ته په قدر ورکولو او درنه سترګه کتلو کې دی. موږ ته په کار نه ده چې د نورو ټولنو ارزښتونه نفي کړو او یوازي د دینکارۍ او ریاکارۍ پر بازار خپلي اخلاقي سیکې وچلوو.
موږ صدر اسلام کې د اخلاقو معراج ته رسېدلي وو، هلته اخلاقو د یو اسماني چت حیثیت خپل کړئ وو، نبي مو د مکارم اخلاق د تکمیل لپاره راغلی وو خو متأسفانه موږ دا هرڅه ډېر لیري او شاته پرېښودل. هلته به چې یهودي او مسلمان څنګ په څنګ اوسېده اوس ورور او ورور څنګ پر څنګ نه شې اوسېدلای. دا زموږ حالات دي.
مأخذونه:
– د جبر او اختیار دیالکتیک لیکوال پوهاند مجروح
– سیندونه او اندونه لیکوال اکبر کرګر
– د فلسفي اسلامپوهني اساسات لیکوال خیبر سیال
– د انسانتوب په اړه د اخلاق پوهني پرنسيپونه ژباړن پوهاند حسن کاکړ
– د سوفي نړۍ لیکوال جوسټین ګارډر
– کلتور او ټولنه لیکوال استاد اسدالله غضنفر
– والیل اذا عسعس لیکوال محمد محق
– د غرب د سیاسي افکارو تاریخ