پنجشنبه, مې 9, 2024
Home+امریکايي لیکواله اورزلا ګویین

امریکايي لیکواله اورزلا ګویین

له نن څخه ۶ کاله پخوا د ۲۰۱۸ د جنورۍ په ۲۲ مه نامتو امریکايي لیکواله اورزلا کې. لو ګویین (Ursula K. Le Guin) د پورټلند ایالت په اوریګان ښار کې په ۸۸ کلنۍ کې مړه شوه.

اغلې لو ګویین د ځانګړي سبک خاونده وه او ډیر شهرت یې د ساینس فیکشن یا علمي تخیلي او فانتیزي کیسو د لیکلو په خاطر ترلاسه کړی دی.

د لي ګویین پلار، اې ایل کروبیر مشهور وګړپوه (انتروپولوجیست) او مور، تیودورا کروبیر لیکواله وه.

د بریتانیکا دایرة المعارف پر اساس، دا د ۱۹۲۹ د اکتوبر په ۲۱ مه د کلیفورنیا په بیرکلې کې زېږېدلې، لیسانس او ماستري یې په کولمبیا پوهنتون کې کړي.

د دې په کیسو کې ښاماران او کوډګر او د پردیو ستوربیړۍ ډېرې یادې شوي چې د مځکې له انسانانو سره شخړې کوي او په عین حال کې د مځکې د اوسیدونکو جنسیتي او توکمیزې ستونزې انځوروي.

اورزلا لو ګویین تر ۲۰ ډیر ناولونه او شاوخوا ۱۰۰ لنډې کیسې کښلي او هر اثر یې په ځلونو بیا بیا چاپ شوی او پلورل شوی دی.

لومړي درې ناولونه یې دا دي:

World (1966)، Planet of Exile (1966) او City of Illusions (1967)

خو ډیر شهرت یې د (A Wizard of Earthsea (1968)) یا مځکه- سمندر کتاب، چې یوه لړۍ ده او همداراز د کیڼ لاس تیاره (“The Left Hand of Darkness”)، او تل کور ته راځي (“Always Coming Home”) په خاطر ګټلی دی.

اورزلا کې. لو ګویین د ماشومانو لپاره هم کیسې لیکلي دي.

دې څو ادبي جایزې ګټلي او په دوه زرم میلادي کال کې د کانګریس کتابتون میډال ورکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب