تاند (پنجشنبه، د سلواغې/ دلوې ۲ مه) په لومړي ځل، یوه افغان جراح ډاکټر د مغز او اعصابو د فعاله (فنکشنل) جراحۍ عملیات په بریالیتوب سره د کابل په شیخ زاید روغتون کې ترسره کړل.
دا جراحي پر هغه ناروغ ترسره شوه چې د لاس د ګوتې له سخت درد څخه کړېده.
جراح ډاکټر نجیبالله سکندر وایي، دا عملیات د دې لپاره ترسره شول چې د نخاع د شاتنیو ریښو د داخلېدو په برخه کې د درد لارې پرې شي.
درې کاله وړاندې، یوه مرمۍ چې د صبرالله په تخرګ کې لګېدلې وه، یوازې فزیکي زخم یې پرې نه ښود، بلکې د هغه د لاس په ګوته کې یې دایمي او نه زغمل کېدونکی درد پیدا کړ. ورځې او شپې یې له درد سره تېرولې، د درملنې په هیله تر پاکستانه ولاړ، خو بېپایلې بېرته خپل کور بغلان ولایت ته ستون شو.
خو پنځه ورځې مخکې، د هغه د ژوند پاڼه په کابل کې واوښته. نژدې دوه ساعته د مغز او اعصابو فعاله جراحي پرې په بریالیتوب ترسره شوه، او دا درد ترې لرې شوی دی.
ناروغ صبرالله وایي:
«د لاس ګوته مې شپه او ورځ ډېره سخته سوځېده.»
په دې سخته لار کې د صبرالله نژدې ملګری امیرمحمد تل ورسره و؛ د ناامیدۍ له ورځو تر هغې شېبې پورې چې د ښه کېدو خبر یې پر شونډو موسکا خپره کړه.
د ناروغ ملګری امیرمحمد وایي:
«شاوخوا ۸۰ زره افغانۍ مو له خلکو د مرستې په توګه راټولې کړې. نورو ډاکټرانو ته مو یووړ، خو نتیجه یې ورنه کړه. وروسته په کور کې پروت و. بالاخره مجبوره شوم او همدې ډاکټر ته مې راوست.»
د دې ناروغ جراح، نجیبالله سکندر، دا ډول جراحي په لومړي ځل په هېواد کې ترسره کړې ده. هغه لازم وسایل له یوه شخصي روغتونه دولتي روغتون ته ولېږدول، څو د صبرالله وړیا درملنه پرې وکړي.
هغه وایي:
«دا په افغانستان کې د فنکشنل نیوروسرجري لومړنی پروسیجر دی. حتی د سیمې په ډېرو هېوادونو کې هم دا ډول جراحي نه کېږي. پرمختللي هېوادونه پرې کار کوي او شاوخوا لس سلنه د اعصابو جراحۍ همدا ډول عملیات جوړوي.»
ډاکټران ټینګار کوي چې په پرمختللو روغتیايي وسایلو پانګونه او د افغان متخصصانو ملاتړ بهرنیو هېوادونو ته د افغان ناروغانو د تګ لپاره کمولی شي.
ډاکټر محمدشفیع فضلي وایي:
«د کیفیت د لوړولو لپاره موږ ډېرو اسانتیاوو ته اړتیا لرو چې باید برابرې شي.»
دا جراحي نه یوازې د یوه اوږده درد پای و، بلکې دا هم ښيي چې په هېواد کې دننه د درملنې وړتیا شته.