Home+بشري خوندیتوب (امنیت) / عبدالسمیع واحدي

بشري خوندیتوب (امنیت) / عبدالسمیع واحدي

امنیت چي په ساده اصطلاح کي خوندیتوب ته ویل کیږي ورستیو کي بیلابیلو علماو او نړیوالو سازمانونو له  خوا جامع تعریفونه ورته وړاندي شوي دي، امنیت د خطر، ګواښ، زیان څخه د یو فرد، ډلې یا ملت د مشروع حقونو د خوندیتوب معنی لري؛ دا مفهوم د خطر او ګواښ نشتوالی (منفي) او د خوندي فضا چمتو کول (مثبت) شامل دي، د ۱۹۹۴ز کال د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام کلني پراختیايي راپور د امنیت (خوندیتوب) یو پراخ تعریف وړاندې کړی چې اوس په نړیواله کچه نږدی ټول منلی دی. دا تعریف د امنیت پدیده له خوندیتوبه بشري خوندیتوب ته واړوله. امنیت او عدالت یو بل سره تړلي مفاهم دي، د سیمي یا د ساحي په اساس خوندیتوب نړیوال، ملي، تولنیز او فردي خوندیتوب باندي درجه بندی کیږي.

ټولنپوهان وايي امنیت اووه ځانګړي عناصر (اقتصادي،  فزیکي ، روغتیايي چاپیریالي، فردی اوتولنیز، سیاسي، روانی امنیت) لري چې په ګډه د یوې ټولنې د امنیت کچه په بشپړه توګه وړاندې کوي.

  1. اقتصادي امنیت ددغو عناصرو يه سر کي ځکه راځي چي په یوه ټولنه کي په دوامداره توګه د وګړو نه لاس رسی کار ته او  یا غیر ثابت ورځنی عاید فقر زیږوي او فقر انسان مجبوروي چي د خیټي مړولو دباره د نورو وګړو خوندیبتوب ته ګواښ جوړ کړي. خوراکی توکو تامین، د شغل د انتخاب حق،  زده کړي او عامه خدماتو ته لاسرسئ، د اقتصادي خوندیتوب مهم شاخصونه دي. که کومه ټولنه کي وګړي د بې وزلۍ، بېکارۍ، د بیو لوړوالي، احتکار او قحطۍ له کبله خوړو ته پوره لاسرسی ونه لري، دغه ټولنه خوندي ټولنه نه یادیږي.

  1. د بشری خوندیتوب بل مهم عنصر فزیکي امنیت ځکه دی چي په یوه ټولنه کي  د فزیکي تاوتریخوالي نشتون  د کار او پرمختګ دپاره اساسي بنسټ دی. فزیکي امنیت دا معنا چي څوک د یو انسان نه د هغه د ژوند حق وانخلي فزیکي تاوتریخوالی ورسره ونشي او په مختلفو بهانو يي څوک ونه وژني او بالاخره په فزیکي دول محوه نشي.  په دې لړ کې د وګړو د خپل دولت، باندني دولت، هېواد کې دننه له ډلو ټپلو او وګړو څخه د خطر احساس فردي امنیت له منځه وړي. هغه ټولنې چې پکې ولس له دولته په وېره کې وي، د جرم لوړه کچه یې په عادي ژوند اغېز ولري یا هم پکې د ډلو ټپلو لخوا د تاوتریخوالي وېره وي د فردي خوندیتوب له نه شتون سره مخامخ وي او له همدې امله ناخوندي ټولنه ګڼل کېږي.

  1. د بشري امنیت دریم اړخ روغتیايي خوندیتوب دی. په دې لړ کې د ټولنې د وګړو د ناروغیو څخه ژغورنه په سر کې ده چې ورپسې صحي خدماتو ته د پوره لاسرسي بحث مطرح کېږي.د یوې ټولنې بشري امنیت هله تینګ ګڼل کېږي چې هلته د ناروغیو د خپرېدو خطر کم وي او شته ناروغان صحي خدماتو ته پوره لاسرسی ولري.

  1. چاپیریالی امنیت:د ټولنې له چاپېریال سره تړلي خطرونو لکه طبعي آفاتو څخه د ټولنې خوندي پاتې کېدو باندې را څرخي.

  1.     فردی او ټولنیز امنیت: که په یوه ټولنه کې یوه مذهبي، توکمیزه یا ورته ډله د خپلې پیژندګلوۍ په اساس ولس د تاوتریخوالي له خطر څخه خلاصه وي، دا ټولنه خوندي ټولنه ده.که کومه یوه ډله د خپل مذهب، توکم او داسې نورو له کبله تهدید سره مخامخ وي، دا ټولنه بیا د خوندیتوب له اړخه په ټیټه کچه کې ژوند کوي

  1. سیاسي امنیت:  یوه ټولنه هغه مهال د بشري امنیت خاونده ګڼل کیږي چې پکې وګړي یا ډلې د سیاسي اند یا تړاو له کبله له خطر سره مخامخ نه وي، د وګړو بشري حقونه پکې خوندي وي، قانون پکې واکمن وي او عدالت ټینګ وي. که په یوه ټولنه کې د متنوع سیاسي افکارو په درلودو بندیز وي، چې د ولس په کچه بشري قوانین نقض کیږي خو په اړه یې د دولت لخوا د سمون ګام نه پورته کېږي او یا هم د قانون واکمني او عدالت نه وي، دغه ټولنه نا امنه ټولنه ګڼل کیږي.

  1. رواني امنیت: د امنیت د نورو عناصرو څخه اوږد مهاله ډاډ او اطمینان تر لاسه کول رواني امنیت دی

د ټولنپوهانو له نظره د بشري خوندیتوب دعناصرو شتون په ټولنه کې، د وګړو لپاره درې ډوله آزادۍ را منځته کوي.

  1. د ولس او وګړو له وېرېد خلاصون ازادي: په خوندي ټولنه کې وګړي د وېرې احساس نه لري او د ژوند چارې په عادي توګه مخ ته وړي.
  2. د غوښتنواو خواهشتانو ازادي: وګړي د خوندیتوب په چاپېریال کې ډېرې غوښتنې نه کوي بلکې په تولید تمرکز کوي.
  3. هغه آزادي چي د ټولنې د وګړو د باعزته او باوقاره ژوند او واک  تامینیدل دي.

سوله او جګړه:

 کله چي د بشری خوندیتوب په برخه کي د  فزیکی او روانی  امنیت بحث کوو د سولي او جګړي بحث مو مخته راځي سوله او جګړه پراخ بحثونه دي که څوک یو انسان په فزیکي ډول نه وژني خو رواني امنیت يي ګډوډوي یا د خوندیتوب شپږ پاتي عناصر تامین نه شي او د ټولني د وګړو نه د هغوي  د سیاست او نور مدني او قانوني حقوق تري واخستل شي  دا په حقیقت کي په خپل ذات کي نرمه جګړه ده چي پیل شوي ده او بالاخره د لږ وخت په تیریدو سره په توده جګړه بدلیږي، البته د یو ټولني یا یو شخص د رواني امنیت د تامین د پآره د بل شخص یا بلي ټولني فزیکي او رواني امنیت مختل کول ظلم او استبداد دي.

همدا ډول د سولي بحث هم ډیر وسیع دی، سوله معنا د جګړي بندیدل، د نورو انسانانو بشری خوندیتوب، فزیکي او رواني امنیت ته درناوي کول، صحی خدماتو ته لاسرسۍ، پرته له تبعیضه نر او ښځي ته د تحصیل زمینه سازي، د سیاست او د بیان آزادي، د نظر د اظهار او د نورو انسانانو ټولو مدني  آزادیو  ته درناوی کول سوله ده.

منابع

ویکیپدیا دانشنامه ازاد

ویپسایت ګوګل

ویپسایت رسمی اداره انکشافی سازمان ملل

بی بی سي پشتو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...