پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهدوهم بری؛ افغانستان دوهمه لوبه کې هم ویسټ انډیز مات کړ

دوهم بری؛ افغانستان دوهمه لوبه کې هم ویسټ انډیز مات کړ

تاند ( چهارشنبه د سلواغې ـ دلوې لومړۍ) د افغانستان او ویسټ انډیز ترمنځ د روانې لوبلړۍ دوهمه لوبه هم افغانستان وګټله.

په دې لوبه کې ویسټ انډیز د لوبې پچه وګټله او افغانستان ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

افغانستان د څلورو لوبغاړو په زیان سیالې لوبډلې ته د ۱۹۰ منډو هدف ورکړ. صدیق اتل ۵۳ او دروېش رسولي بیا ۶۸ او عظمت الله عمرزي بیا ۲۶ ناټ اوټ تر نورو ډېرې منډې وکړې.

ویسټ انډیز که څه هم پيل کې ښه روان وو، خو د افغانستان ورو توپ اچونې په ځانګړي ډول د مجیب ّځدراڼ پرلپسې درې وېکټو یا هټریک یې مخه ونیوله.

ویسټ انډیز د ۲۰م اور په پنځم توپ خپلې ټولې ویکټې له لاسه ورکړې او یوازې یې ۱۵۰ منډې وکړې.

افغانستان دغه لوبه د ۳۹ منډو په توپير وګټله چې، په دې سره لوبلړۍ افغان لوبدلې خپله کړه. په توپ اچونه کې مجیب ّځدراڼ ۴ راشدخان یوه، فاروقي او عظمت الله عمرزي ۲۲ لوبغاړي اوټ کړل.

افغانستان تر دې وړاندې په لومړۍ لوبه کې هم په خورا لوړ مرال ویسټ انډیز ته ماته ورکړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...