چهارشنبه, جنوري 22, 2025
Home+د ډالرو په وړاندې د افغانیو ارزښت ټیټېدو لاملونه او اوږدمهاله حللارې

د ډالرو په وړاندې د افغانیو ارزښت ټیټېدو لاملونه او اوږدمهاله حللارې

لیکنه: حکمت الله نظري

د نړیوال بانک د وروستي راپور له مخې د ۲۰۲۱ کال آګست میاشتې څخه نیولې بیا تر دې دمه په عمومي ډول سره افغانۍ د ډالر په وړاندې خپل ارزښت د پخوا په پرتله ۲۵ سلنه لوړ ساتلی او د لوړوالي عمده لاملونه هم مارکېټ ته د افغانیو کم عرضه کول او د بهرنیو اسعارو په راکړه ورکړه او قاچاق شدید کنټرول بلل شوی؛ خو له بلې خوا، له شاوخوا دوه اونیو راپدېخوا د ډالرو په وړاندې د افغانیو ارزښت یو ځل بیا د ځوړ په لور روان دی، حال دا چې تردې د مخه د ډالرو په وړاندې د افغانیو ارزښت مخ په لوړېدو وو. د ګراف ډیتا ته په کتو سره د تېر کال جولای میاشتې له پیل څخه رانیولې چې یو ډالر په ۶۸ افغانیو تبادله کېدلو، بیا د اکتوبر میاشتې تر پایه چې یو ډالر په ۶۶ افغانیو تبادله کېدلو،افغانیو د ډالر په وړاندې په نسبي توګه آرام او ضعیف صعود درلود. همدارنګه د نوامبر میاشتې له پیله بیا د روان کال تر جنوري افغانۍ د ډالر په وړاندې نرم ځوړ (نزولي) حرکت درلود؛ خو له دوه اونیو راپدیخوا چې یو ډالر په ۷۰ افغانیو تبادله کیدو بیا تر نن (جنوري شلم) پورې یو ډالر په ۷۳.۵۰ افغانیو تبادله کیږې، چې دا یو چټک نزولي حالت دی.

د افغانستان پولي واحد (افغانۍ) که څه هم د ګڼ شمیر لوړ اقتصاد لرونکو ملکونو له پولي واحدونو څخه په ظاهري یا هم ویلی شو چې په مصنوعی توګه ارزښت لوړ دی؛ خو نشي کولای د عادي (مستقیم او غیر مستقیم) محیطي بدلونونو په وړاندې خپل حالت ثابت وساتي، او ډېر په آسانه سره خپل حالت بدلوي.  په عمومي ډول د هر ملک پولي واحد له پیدایښت څخه بیا تر ننه خپل ارزښت او د توکو په وړاندې د اخیستلو ځواک له لاسه ورکړئ او همداسې به خپل ارزښت نور هم له لاسه ورکوي. د بیلګې په توګه امریکایی ډالر د پيدایښت څخه نیولي بیا تر نن پورې ۹۷ سلنه خپل ارزښت له لاسه ورکړئ، او يا په ساده ډول سره که ووایو په ۱۷۹۲ عیسوي کال کې ۱۰۰ امریکایي ډالر د ارزښت له مخې نن ۳۲۸۷ امریکایي ډالر کېږي. مطلب دا چې په اوږده موده کې د کرنسیو ارزښت د لاسه ورکول په تدریجي ډول سره عادي ده؛ خو دا چې په لنډ مهاله کې ونشي کولای د عادي محیطي فشارونو په وړاندې مقاومت وکړي د بحث اصلي موضوع ده، چې له بده مرغه افغانۍ هم د یاد حالت ښکار ده.

 د افغانیو د ارزښت د ساتلو لپاره باید د صادراتو په زیاتوالي، سیاسي ثبات، او د کورنیو تولیداتو وده د لومړیتوبونو په سر کې وي. اوږدمهاله حل لارې یوازې د پیاوړې مدیریت، مسلکي پالیسۍ، او د خلکو او دولت ترمنځ همکارۍ له لارې عملي کیدای شي. د افغانیو ارزښت د ساتلو لپاره اړینه ده چې ټول اړوند سکتورونه په ګډه کار وکړي ترڅو افغانستان اقتصادي ثبات ته ورسیږي.

دا چې د ډالر په وړاندې د افغانیو ارزښت راټیټېدلو لاملونه څه دي، او کومې اوږدمهالې حل لارې کیدای شي مرسته وکړي به د لیکنې په لړ کې تر بحث لاندې ونیسو. لومړی راځي د ډالر په وړاندې د افغانیو د ارزښت کمیدلو پر لاملونو غور وکړو.

اقتصادي بې‌ثباتي:

اقتصادي بې ثباتي د یو ملک پولي واحد ارزښت  په مستقیم ډول سره ګواښي او په مارکیټ کې خپل باور د لاسه ورکوي. د افغانستان اقتصادي حالت د تېرو څو لسیزو جګړو او بې ‌ثباتۍ له امله زیانمن شوی. جګړه، د حکومتونو ناسالمه ادلون – بدلون، د زیربناوو ویجاړتیا، په هیواد د ننه د تولیدي  سکتور فلج کېدل، بې باوره سیاسې فضا، په هېواد د ننه د دولتونو ضعیف نړیوال سیاست او له نړۍ سره همغږي نه درلودل،  د ګوتو په شمیر شته تولیدي سکتورونو کمزوری فعالیت، د کوچنیو کاروبارونو سقوط، فقر، بېکاري، له هېواد د ننه د استعدادونو وتل، د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره د باور نشتون ددې سبب شوی تر څو په هېواد د ننه یو بې ثباته اقتصادي حالت رامینځته شي او دا اقتصادي بې ثباتې د افغانیو د ارزښت په له لاسه ورکولو کې مستقیم اغیز لري.

د وارداتو پر زیاتوالي تکیه کول:

افغانستان د خوراکي توکو، تېلو، ټکنالوژۍ او نورو اړینو توکو لپاره پر بهرنیو وارداتو تکیه کوي. د نړیوال بانک وروستي راپور له مخې د افغانستان ټولټال واردات د تېر کال په پرتله ۲۸ سلنه زیات شوي، په داسې حال کې چې بهر ته توکو صادرات د تېر کال په پرتله ۱۴ سلنه کم شوي دي؛ نو دا ښکاره ده چې ډېر واردات د ډالرو لپاره تقاضا زیاتوي، او په ورته وخت کې د صادراتو کموالی هېواد ته د ډالرو د بیرته پیچکاري کیدلو په ګراف کې کموالۍ رامینځته کوي، چې په دې سره افغانۍ د ډالرو په وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکوي.

د بهرنیو مرستو کمېدل:

افغانستان په تېرو کلونو کې د نورو لارو تر څنګ تر ډېره بریده د نړیوالو مرستو له لارې خپل اقتصادي سیستم څرخول. د (سیګار) نړیوالې ادارې د وروستي راپور له مخې د جمهوري نظام له نسکورېدو څخه وروسته بیا تر دې دمه  یوازې د امریکې متحده ایالاتو (۲۱ بیلیون امریکایي ډالر) د بشري مرستو په چوکاټ کې مرسته کړې. دا چې څو ورځي وړاندې د امریکې نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یادو مرستو په کموالي او یاهم بندولو په پالیسۍ باندې غور کړئ، یادې موضوع په هېواد کې د ننه د افغانیو په ارزښت منفي تاثیر پرېښۍ او او په لنډمهالې توګه یې د ډالر په وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکړئ. ځکه د خلکو په باور د نړیوالو مرستو کمېدل د ډالرو جریان محدود کوي او د افغانیو د ارزښت پر ټیټېدو مستقیم اغېزاچوي.

د پیسو زیات چاپول:

د نورو لاملونه تر څنګ د افغاني بانک نوټونو زیات چاپ او بازار ته عرضه کول هم د افغانیو ارزښت ټیټوي؛ ځکه کله چې د دولت بودیجه کمه شي، حکومت زیاتې پیسې چاپوي ترڅو مالي اړتیاوې پوره کړي، او په دې سره د پیسو زیاتوالی د انفلاسیون او د افغانیو ارزښت د کمېدو لامل کیږي؛ خو دا چې د افغانستان بانک اوس وخت کې دا چاره ښه سبمال کړې؛ نو له همدې کبله په اوس کې یاد لامل د افغانیو د ارزښت په ټیټوالي کې د بحث وړ نه ګڼل کېږي.

سیاسي بې‌ ثباتي او بندیزونه:

نړیوال بندیزونه د افغانستان په بانکي سیستم او صادراتو منفي اغېز کوي. سیاسي بې‌ثباتي د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره د خطر فضا رامنځته کوي، چې د افغانیو ارزښت ته زیان رسوي.

د صادراتو کمښت:

د افغانستان صادرات، لکه وچې مېوې، لاسي صنایع، او کانونه، په نړیوالو بازارونو کې محدود دي. او دا چې بهر ته د توکو صادرات د تېر کال په پرتله ۱۴ سلنه کم شوي دي، د صادراتو کمښت د ډالرو د کمښت او د افغانیو ارزښت د ټیټېدو اصلي لامل کېدای شي.

د افغانیو ارزښت د ساتلو اوږدمهاله حل لارې:

د صادراتو وده کول: د افغانیو ارزښت د لوړولو لپاره باید صادرات وده وکړي. حکومت کولای شي د کرنې سکتور ته وده ورکړي، د وچو مېوو، لاسي صنایعو، او کانونو د پروسس فابریکې جوړې کړي ترڅو صادرات ډېر شي. په هېواد د ننه او نړیوالو بازارونو کې د افغاني توکو لپاره بازار راپیدا کړي، د کانونو په متوازن او مسلکي پروسس فکر وکړي او په هېواد د ننه کورنیو توکو ته وده ورکړي.

د وارداتو کمښت او ځان بسیاینه:

د چین د چټکې اقتصادي ودې د نورو ګڼ شمېر لاملونو تر څنګ عمده لامل د لوړ صادراتي او ډېر کم وارداتي پاليسۍ درلودل دي. دوی په دې باور دي چې تجارت ښه دي اما نه واردات، ترڅو وکولای شي په هېواد د ننه ګڼ شمېر فابریکې فعالې شي، خلکو ته د کار زمینه برابره شي، او په پایله کې اقتصادی سیستم په حرکت راشي. دا چې د کورنیو تولیداتو زیاتېدل د وارداتو اړتیا کموي، د کرنیزو توکو او صنعتي توکو تولید ته باید لومړیتوب ورکړل شي ترڅو افغانستان په ځینو برخو کې ځان بسیاینې ته ورسیږي، او دا بیا په اوږد مهال کې د افغانیو په ثبات بې سارۍ اغیز درلودای شي.

ثابت اقتصادي سیاستونه:

د مرکزي بانک لپاره په کار ده چې د بنسټیزو پالییسو په جوړولو او پلي کولو کار وکړي او همدارنګه د اقتصادي سیاستونو په ټاکنه کې د مسلکي کسانو څخه مشوره اخیستل اړین دي. د پیسو د ثبات لپاره، واضح قوانین او د بهرنیو اسعارو د کنټرول لپاره قوي پالیسۍ رامنځته کول هم مرستندویه واقع کیدای شي.

سیاسي ثبات:

سیاسي ثبات د افغانیو ارزښت ساتلو لپاره بنسټیز رول لري. د پانګونې لپاره د باور فضا رامنځته کول او د حکومت د سیاسي پالیسۍ ثبات پانګوال هڅوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د بهرنیو اسعارو کنټرول:

د ډالرو د قاچاق مخنیوی د افغانیو د ارزښت لپاره خورا اړین دی. حکومت باید د سرحدونو څارنه زیاته کړي او د اسعارو سوداګرۍ لپاره قانوني چوکاټ جوړ کړي ترڅو د ډالرو بازار کنټرول کړي.

د بهرنۍ پانګونې راجلبول:

 د بهرنیو پانګوالو لپاره باید داسې قوانین رامنځته شي چې هغوی ته د پانګونې ډاډ ورکړي. د شفافیت زیاتوالی او د اداري فساد مخنیوی به د بهرنیو پانګونو لپاره لاره هواره کړي.

د مالي سیستم اصلاح کول:

د افغانستان مالي سیستم باید اصلاح شي ترڅو د شفافیت او حساب ورکونې معیارونه لوړ شي. شفاف مالیاتي سیستم به د دولت عواید زیات کړي، او د اداري فساد مخنیوی به د خلکو باور زیات کړي. همدارنګه غوره ده چې په بازارونو کې د راکړې ورکړې لپاره د نقدي پرداختیو په ځای الکترونیکي  سیستم رامینځته شي، او دا بیا هاغه وخت کیداي شی چې یو هیواد د قوی بانکي سیستم درلودونکی او دخلکو د باور وړ وي.

د کاري فرصتونو زیاتول:

د کورني اقتصاد د پیاوړتیا لپاره باید د کار فرصتونه زیات شي. د کورنیو صنعتونو پراختیا او د کارګرانو روزنه به د کورنیو توکو تقاضا لوړه کړي او د وارداتو اړتیا کمه کړي. چې د اقتصاد پیاوړتیا او د وارداتو کموالی به د افغانیو په ثبات او ارزښت لوړولو کې  مثبت تاثیر ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب