په شپاړلمسه او اوولسمه میلادي پېړیو کي افغانستان په بشپړ سیاسي ډول د درو امپراطوریو شیبانیانو، صفویانو او مغولو تر واک لاندي وو دې حالت تقریباً تر هغه وخته ادامه وکړه تر څو چي په کندهار کي په ۱۷۰۹م کال کي یو خپلواک هوتکي حکومت رامنځته کېدی(د کندهار د پاڅون سمه نېټه استاد محمد شریف ځدراڼ ۱۷۰۷م ګڼلې ده) په یادو دوو (شپاړلسمه او اوولسمه) میلادي پېړیو کي د استعماري واکمنانو پر وړاندي چي افغانستان او په خاصه توګه جنوبي سیمي ئې د خپلي سیالۍ ډګر ګرځولې وې، څو واره د خپلواکۍ خوځښتونه رامنځته او پر وړاندي ئې مبارزې ترسره سوې په یادو مبارزو کي چي د خپلواکۍ لپاره ئې هڅي کړي دي افغان تاریخ دوې نامتو څېرې را پېژني چي د مغولو پر وړاندي ئې تُوري تر ملا کړي او بالاخره ئې د خپلواکۍ او د پښتنو د اتفاق ارمان ګور ته پسي وړی هم دئ، چي یو ئې پیر روښان او دوهم ئې خوشحال خان خټک دئ.
د مغولو د استعمار پر وړاندي د پیر روښان او خوشحال خان خټک مبارزه تر یوه حده ښه او په راتلونکي کي ئې خپلواکي ته لار هم هواره کړه. خو له بده مرغه چي پخپل وخت کي ئې چنداني مثبتي پایلي ونه درلودې او د خپلو د بې اتفاقۍ له لاسه د دواړو غورځنګونه چي پر افغان خاوره د خپلواکي لپاره خورا پیاوړي خوځښتونه بلل کېدل تیت او کمزوري سول.
بیا نو چنداني د خپلواکي لپاره کوم حرکت نسو رامنځته، او که رامنځته سوی هم وي په تاریخي متنو کي ئې چنداني څرک نه لیدل کېږي. خو ځایي او سیمیزي مبارزې باید په دغه برخه کي له یاده ونه باسو چي ولسي خلکو د استعمارګرو پر ضد کولې، په بشپړ ډول درې حکومتونه چي کم و زیات دوې پیړۍ ئې افغانستان په خپلو منځو کي تر تسلط لاندي را وستلی وو تر پایه په دې نسول بریالي چي ټول ولسي اقوام تر خپل اغېز او یرغل لاندي را ولي. او د خپل واک تابع ئې کړي. ډېری وخت په سیمه یزه سطحه د یرغلګرو پر وړاندي ځایو خلکو مبارزه کوله. یا به ئې دوی ته مالیه نه ورکوله یا به ئې نه پرېښوول چي دوی ئې خپلي سیمي تر واک لاندي را ولي.
په دغو سیمه یزو مبارزینو او واکمنانو کي یو هم سلطان ملخي وو، چي په تاریخي متنو کي په سلطان ملخي توخي مشهور دئ. د ملخي توخي په هکله په تاریخي لحاظ چنداني څېړنه نه ده سوې د زېږیدو او دغه راز د ژوند د نورو حالاتو په باب ئې چنداني خوندور مالومات نلرو. یوازي په زابل کي د شاه جوی او قلات ترمنځ په تازي رباط نومي سیمه کي د ده یوه محکومه کلا پاته ده چي تر اوسه ئې کنډوالي هلته سته، خو سړی فکر ته اړ سي چي افغان مُورخینو ولي د داسي نامتو شخص په ارتباط چي د هوتکو تر پاڅون دمخه ئې ډېري سیمي تر کنټرول لاندي وې ولي څه لیکلي نه دي؟ دا چي افغانانو خپل تاریخ په شلمه م پېړۍ کي ولیکی او تر شلمي پېړۍ ور هاخوا مجبور یوو چي د بهرنیانو په لیکل سویو یاداښتو او اطلاعاتو باور وکړو هغو که مستند او باوري لیکل کړي وي یا پر خپل سر، موږ د نیوکي حق ځکه نلرو چي خپل تاریخ ته مو ډېره توجو نه ده کړې او تر موږ بهرني څېړونکي ډېر مالومات پکښي لري.
سلطان ملخي اصلاً څوک وو؟
سلطان ملخي چي په سلطان ملخي توخي مشهور دئ د توخو د قبیلې د محمدزو د پښې څه وو (توخي د پښتنو د غلجیو د ګروپ څخه یوه مهمه پښه ګڼل کېږي چي ډېری ئې د غزني د مقر څخه نیولې بیا د کندهار تر حدود پوري پراته دي. او اصلي سیمي ئې د زابل د ترنک د رود شاوخوا، او د شاه جوی، شملزو، آرغنداب او قلات شاوخوا ساحې دي. دا چي د توخو قبیله پر څلور برخو شملزو، محمدزو، جلالزو او فیروزو وېشل سوې نو سلطان ملخي د محمدزو د ښاخ څه دئ چي محمدزي په توخو کي په خانۍ او سردارۍ کي ښه نوم لري او د شاه جوی د تازي رباط څخه د نوبهار تر حدودو پوري اټکلاً شاخوا استوګن دي- شفق) د سلطان ملخي توخي په هکله علامه حبیبي پخپل اثر (د افغانستان لنډ تاریخ) کي لیکي:
” د غلجیو افغانانو یو ټبر په زابل، د ترنک او ارغند پر غاړه، د کلات په غرو کښي د مقر تر بریدونو اوسېږي توخي نومېږي، د ډهلي د تېموریانو او د ایران د صفویانو په وختو کښي د توخو یوه کهاله د دغو دوو شهنشاهیو په منځ کښي خپل واک ساته چي پر ۹۶۲ هـ کال کي د همدغو خلکو یو نومیالی شاه محمد کلاتي په کندهار کښي حکمران و، چي همایون هغه ولایت ورسپارلی و، تر شاه محمد وروسته د اورنګزیب پر مهال د دغه کهاله څخه ”ملخي” نومي د کلات حکمران و چي د اورنګزیب دربار رسماً د سلطان ملخي توخي په لقب و پېژاند، په هغه فرمان کښي چي د ۱۰۹۳هـ د جمادی الاولی پر نهمه د عالمګیر له درباره دده په نامه صادر شو دی یې د ټولو غلجیو ملک وګاڼه چي د حکمرانۍ برید یې له یوې خوا د صفوي هیواد تر شاوخوا او بلې خوا د هند د عالمګیر دولت تر پولې رسېده، دده د زړو کلاو کنډوالي تر اوسه د شاه جوی او کلات ترمنځ شته. ” [د افغانستان لنډ تاریخ، د علامه حبیبي اثر، د عبدالودود کرزي پښتو ژباړه – ۳۶۵ مخ.]
د سلطان ملخي توخي د نامه سره بل ځای موږ د میرویس خان نیکه د مور نازو آنا په ژوند لیک کي مخامخ کېږو چي د سلطان ملخي لور وه. کله چي موږ په افغان تاریخ کي د پښتنو د مېرمنو برخي ته متوجې کېږو نو د میرمن نازو آنا د شجاعت، مېلمه پالني، او ادبي هڅو کیسې به حتماً مخي ته راځي. په پټه خزانه کي د نازو آنا د زوکړې ځای تازي رباط او د زوکړې نېټه ئې ۱۰۶۱ هـ کال ښوول سوې او لیکوال مخته زیاتوي: چي نازو آنا د سلطان ملخي توخي لور ده چي ملخي د غزني څخه تر جلدک پوري د افغاني قواوو مشر و او په استقلال ئې حکومت کاوی معارض او ساری ئې نه درلود [پټه خزانه، د محمد هوتک بن داود اثر – ۱۷۶ مخ.] له دې څخه څرګندېږي چي سلطان ملخي د نازو آنا د زوکړې پر مهال د زابل د شاه جوی او قلات تر منځ په تازي رباط کي هستوګن وو. او د نازو له زوکړې څخه تقریباً ۳۲ کاله وروسته په ۱۰۹۳ هـ کال کي د هند د مغولي دربار څخه له غزني څخه تر جلدک پوري د یادو سیمو د حکمرانۍ فرمان ورکول سوی دئ. دا نو هغه وخت راځي چي ده خپله لور میرمن نازو توخي د هوتکو د قبیلې د یوه تن کرم خان و زوی شاه عالم خان ته په نکاح کړې وه. ځکه د نازو له زوکړې څخه څه دپاسه ۳۲ کاله وروسته دی په مستقل ډول د یوه خپلواک واکمن په توګه منل سوی او په پخوا وختو کي تر ۳۲ کالو د یوې پیغلې پر کور کښېنول به زما په ګومان مبالغه وي. دا چي ولي د سطان ملخي توخي د زوکړې، پلار، نیکه، دربار او نورو ځینو واقعیتو په باب زموږ مُورخینو مالومات نه دي راکړي. زه ئې علت د ده لنډ مهاله واکمني او لږ حدود بولم. ځکه دی پر لږو سیمو حاکم او د واکمني موده ئې هم کمه وه. او په افغان تاریخ کي داسي ډېري څېرې له موږ څخه ورکي دي چي هغو د استعمارو ګرو ځواکونو پر ضد مبارزې کړي دي او بیا ئې چنداني د کارنامو کیسې نه چا لیکلې او نه ئې توجو ورته کړې. مخکي مو ذکر کړه چي افغانانو خپل تاریخ په شلمه م پېړۍ کي ولیکی او ډېره توجو تر شلمي م پېړۍ مخکي و تاریخ لیکلو ته نه کېده، یوازي شهنامې او د ادبیاتو مربوط د پښتو شاعرانو ځیني دېوانونه موږ ته را پاته دي؛ په سیاسي لحاظ که موږ خپل تاریخ ته توجو کوو اړ یو چي د بهرنیانو و لیکل سویو آثارو ته مراجعه وکړو چي د حقایقو او نه حقایقو په ارتباط ئې هم سم قضاوت نسو کولای. هغو او اکثرو افغان لیکوالانو یوازي و لوړو شخصیتو ته کتنه کړې چي نوم ئې پاته سوی او په سیاسي ډګر کي ډېر ځلېدلي وي مثلاً: لکه د هوتکو د پاڅون اړوند مالومات؛ دغه راز څوک به ګومان نه کوم چي چنداني د احمدشاه بابا د پلار زمان خان په ارتباط دونه معلومات ولري لکه د هغه د مور مېرمن زرغونې په هکله چي ئې لري. خبره واضح ده، د زمان خان ژوند په داسي حال کي تېر سو چي افغانستان د پخواني فارس تر واک او یرغل لاندي وو او په هیواد کي هم د نورو په لمسون د غلجیو او درانیو ترمنځ خپلمنځي اختلافات ښه په پېخر تازه وه؛ یو خو زمان خان دونه لوړ شخص نه وو او بل حالات کنټرول نه وه چي چا دي د ده د مرګ وروسته یوڅه لیکلي وای، خو که وګورو زرغونه آنا بیا د دُراني امپراطورۍ پر مهال له ښه اهمیت څخه برخمنه وه. یو خو دا ښه مُدبره او تجربه کاره مېرمن وه. بل د هغه وخت د واکمن احمدشاه بابا مور وه ځکه ئې څا ناڅه مالومات په اختیار کي لرو. د میرمن زرغونې ژوند ته د مُورخینو پام هله نور هم ډېر سو چي د کندهار ښار د جوړولو پر مهال ئې خپل زوی ته ځیني نصیحتونه وکړو، اوس نو دا څرګندېږي چي د سلطان ملخي واکمني تر لنډ حدود ځانګړې وه او د واک عمر ئې هم لږ وو ځکه ئې په هکله چنداني اطلاعات نلرو او د هغه وخت د پښتنو سیاسي او کلتوري حالات هم کړکېچن او هیواد په سیاسي توګه خپلواک حکومت نه درلود، ځکه نه کوم بهرني مُورخ او نه یو افغان تاریخ پوه د سلطان ملخي د واکمني او شخصیت په باب څه لیکلي او کېدای سي په لوړه سطحه په هغه وخت کي د چا ورته پام سوی هم نه وي. د ده د واکمني د ثبوت په هکله موږ ته د هغه وخت د هند د مغولي دربار یو رسمي فرمان راپاته دئ چي دته ئې د غزني څخه تر جلدکه ځیني سیمي د مالیي د راټولولو په بدل کي سپارلې وې او رسماً ئې د یوه خپلواک واکمن په توګه منلی وو.
د سلطان ملخي په هکله پټه خزانه هم ډېر اطلاعات نه راکوي یوازي ئې د نازو آنا د پلار په توګه را پېژني او د سلطان ملخي حیثیت دلته هم لوړ بللای سو چي د ده لور د میرویس په نوم داسي یو اولاد نړۍ ته راوړ چي پر افغان خاوره ئې د لومړي ځل لپاره یو خپلواک حکومت رامنځته او د پیر روښان او خوشحال خان د خپلواکۍ مزل ئې پای ته ورساوی او افغانان ئې خپل هغه منزل ته چي د آزادۍ په تکل له پېړیو ورته انتظار وه ورسول؛ ځکه نو ویلای سو چي سلطان ملخي پر یوه افغان واکمن سربېره د میرویس خان، نیکه او د میرویس د پلار خُسر هم کېږي، چي د خپلوۍ د بنسټ اساس هم د سلطان ملخي او د شاه عالم خان د پلار کرم خان ترمنځ د ملګرتیا پر بنیاد وو.
دا چي مېرمن نازو توخي په ۱۰۶۱ هـ کال کي زېږیدلې او ګومان کېږي چي تر خپل ورور حاجي عادل وروسته د خپل قوم مشري د پټي خزانې د قول پر اساس هم ورسپارل سوې نو د سلطان ملخي توخي عمر به د نازو د زېږیدو پر وخت له ۲۵ څخه تر ۲۷ کاله اټکل کړو. ځکه په پخوا وختو کي به پښتنو ځونانانو ته معمولاً پر يوڅه لوړ سَن ودونه کېدل. او دا روایت د پر ځینو مسندو کتابو سربېره په ډېریو مشرانو څخه هم اورېدل سوی. که غالباً د سلطان ملخي عمر د واده پر مهال ۲۲ یا ۲۳ کاله و بولو، یو کال وروسته به نو د ده د مشر زوی حاجي عادل زېږیده فرض کړو وروسته بیا د نازو د زوکړې وخت راځي. (سړی نه پوهېږي چي سلطان ملخي به نور څو اولادونه درلودل، خو دا یقین ته نژدې ده چي مشر اولاد به ئې حاجي عادل توخي وي. یو خو د ده له مرګ وروسته مشري حاجي عادل ته رسېږي بل د عادل د نامه سره د حاجي کلمه دا په ډاګه کوي چي کېدای سي د ملخي مشر زوی عادل وي. ځکه پښتنو کي اول واده، حج او مشرتوب د مشر زوی حق وي. خو د حاجي عادل له مړیني وروسته چي د پلار په څېر په جګړه کي ووژل سو سم دلاسه مشري و مېرمن نازو ته رسېدل سړی بیا یوڅه شکي غوندي کړي ځکه که سلطان ملخي نور اولادونه درلودای نو بیا د عادل له مړیني وروسته مشري د یوې پښتنې پېغلي پر ځای هغو پر غاړه ولي نه اخیسته؟ خو داسي ښکاري چي سلطان ملخي نور اولادونه نه درلودو ځکه له ناچارۍ مېرمن نازو د خان او د ملک د یوې لور په حیث د خپل قوم خدمت ته ملاتړي او د قوم مشري ور په غاړه کېږي. خو دلته باید ووایو چي دا وخت میرمن نازو واده سوې؛ ځکه مخکي مو لیکلي وه چي سلطان ملخي ته د نازو له زوکړي ۳۲ کاله وروسته په ۱۰۹۳ هـ کال کي د هند د مغولي دربار څخه رسمي فرمان ورکول سوی او اووه کاله وروسته په ۱۱۰۰ هـ کال کي سره غره ته نژدې په یوه جګړه کي وژل سوی [د افغانستان لنډ تاریخ، د علامه حبیبي اثر، د عبدالودود کرزي پښتو ژباړه – ۳۶۵ مخ.] نو پر دې اساس د مېرمن نازو عمر د خپل پلار د مرګ په کال ۱۱۰۰ هـ (۱۶۸۸م) شاخوا ۳۹ کاله په لږ او ډېر تغیر سره اټکلولای سو، چي د میرویس خان نیکه د زلیمتوب وختونه دي او له دې پېښي تقریباً په اغلب ګومان ۲۱ کاله وروسته د میرویس نیکه په مرسته په کندهار کي خپلواک حکومت رامځته کېږي – شفق) دا چي سلطان ملخي د خپلي لور د زوکړې (۱۰۶۱ هـ کال) پر مهال له ۲۵ څخه تر ۲۷ کالو و بولو نو د مړیني پر مهال(۱۱۰۰ هـ کال) شاخوا ئې عمر له ۶۰ څخه پورته اټکلولای سو، یا کېدای سي د ۵۵ او ۶۰ تر منځ به وو. دا چي د ده له وژل کېدو وروسته ئې زوی حاجي عادل واک ته رسېږي، دا په ښکاره ثابتېږي چي سلطان ملخي هم حج کړی او د پوخ عمر پر مهال شه-ید سوی ځکه یو خو دی خان او د ډېرو سیمو حکمران وو، ځکه نو حج کول ورته لازم وو، او بل ئې د زوی سره د حاجي کلمه دا په ډاګه کوي چي پلار ئې هم د حج فریضه ادا کړې او د شه-ادت څخه وروسته ئې زوی هم کېدای سي د ځوانۍ ترمهالې اوښتی او د ۳۰ او ۴۰ کالو پر شاوخوا به وو؟ په هر صورت دا چي د نازو آنا د زېږېدو په کال سلطان ملخي ۲۵ یا ۲۷ کلن وو نو د زوکړې نېټه ئې ۱۰۳۴ یا ۱۰۳۶ هـ غالباً راځي، او زما د اټکلي تحقیق پر بنیاد ویلای سو چي دا نيټې په لږ او ډېر تغیر سره ممکن یقین ته نژدې وي. پر دې اساس د سلطان ملخي توخي د زوکړې نېټه د ۱۰۳۴ او ۱۰۳۶ هـ کال چي د ۱۶۲۴ او ۱۶۲۶م کلونو منځ کېږي اټکلولای سو. او د مړیني نېټه ئې ۱۱۰۰ هـ او ۱۶۸۸م کال دئ چي د ژوند ټول عمر ئې کم و زیات له ۶۰ کالو اوړي، او یا ئې ۵۵ یا ۶۰ کاله شاوخوا اټکلولای سو.
دا چي زما د اټکلي ګومان پر اساس د سلطان ملخي د زوکړې نېټه ۱۶۲۴ یا ۱۶۲۶م کال شاوخوا راغله، خو پر دې سربېره د محمد اقبال وزیري په کتاب (د نومیالي تاریخپوه پوهاند محمد حسن کاکړ تاریخي – علمي میراث ته کتنه) کي داسي راغلي چي د درانیو او غلجیو تر منځ د ۱۶۲۴م په شاوخوا کي د دوو مشرانو سلطان ملخي توخي او سلطان خودکي دراني ترمنځ د دوو قبیلو (درانیو او غلجیو) تر منځ ګډه پوله وټاکل سوه. او پر دې اتفاق وسو چي دا پوله به د دواړو قبیلو ترمنځ رسمي حدود وي. او په دې سره د درانیو او غلجیو هغه اختلافات چي تر دې مخکي تاوده ول څه ناڅه ساړه سول. [د نومیالي تاریخپوه پوهاند محمد حسن کاکړ تاریخي – علمي میراث ته کتنه – ۱۵۴مخ.] د ۱۶۲۴م کال پر حدود د درانیو او غلجیو ترمنځ د پولې ټاکل کېدل کېدای سي تېروتنه وي. ځکه د علامه حبیبي د اثر څخه دا څرګندولای سو چي د درانیو او غلجیو ترمنځ چي د ملخي توخي او سلطان خودکي ترمنځ کومه پوله ټاکل سوې وه ډېر امکان ئې سته چي د سلطان ملخي د رسمي واکمني پر مهال دا کار سوی وي. یعني کوم مهال چي د هند د مغولي دربار څخه دته د غزني څخه تر جلدک پوري د سیمو د کنټرول رسمي فرمان ورکول کېدی د ۱۶۸۱ او ۱۶۸۸م کال ترمنځ؛ محمد اقبال وزیري پخپل اثر کي د پوهاند محمد حسن کاکړ د وینا پر اساس یاده نېټه اټکلي بللې یعني نېغ په نېغه ئې دا ندي لیکلي چي په ۱۶۲۴م کال کي د یادو قبیلو ترمنځ حدود وټاکل سو؛ په هر صورت د سلطان ملخي د زوکړې په ارتباط ما اټکلي او ګوماني څېړنه کړې او که چیري کوم دوست او ملګری په دې باب ښه او کُره مالومات لري نو زه ورته اړ یم، او د شریکولو په صورت کي به ئې د یادي مقالې په سموالي کي پوره همکاري کړې وي.
د سلطان ملخي د کورنۍ او د ژوند د نورو برخو په باب تر دې مهاله ډېر څه نه دي موندل سوي او علت ئې هم ما مخکي بیان کړ. دا چي د ده پلار او نیکه څه نومېدل او د واکمني حالات ئې څنګه ول دا هغه پوښتني دي چي تر اوسه بې جوابه پاته دي. یوازي یوه پخوانۍ کلا چي په زابل کي د شاه جوی او قلات ترمنځ په تازي رباط کلي کي ئې پاته شوني پاته دي د سلطان ملخي توخي په نامه یادېږي او دته منسوبه ده د یادې کلا او د سلطان ملخي توخي د لور میرمن نازو په هکله مرحوم عبدالروف بینوا پخپل اثر (میرویس نیکه) کي داسي لیکلي:
” تقریباً درې سوه کاله پخوا د کلات او قندهار په منځ کي (البته د قلات پر ځای زابل سم دئ) یوه جګه او با شکوهه کلا لېدل کېدله چه د تازي د رباط جنوب ته د سلطان ملخي توخي لخوا چه د پښتنو ملي مشر و جوړه شوې وه، او د دې کلا څښتن ته د غزني څخه تر جلدک پوري ټولو قومونو د اطاعت سر ټیټ کړی و او ده مسقله حکمراني درلوده. په ۱۰۶۱ هـ کال کي په همدې کلا کي یوه ښکلې نجلۍ دنیا ته راغله چه د دې مشر د کورنۍ مسرت او خوښۍ ئې یوه په دوه کړه څوک څه پوهېده چه دا پښتنه نجلۍ به د خپل قوم په سر نوشت کي څه رول ولوبوي؟ پردې نجلۍ ئې نازو نوم کښېښود څو چه د وړکتوب څخه نجلیتوب ته او له نجلیتوب څخه پغلتوب ته ورسېدله. ” [میرویس نیکه، د مرحوم عبدالروف بینوا اثر – ۲۸ مخ.] دغه راز مرحوم بینوا صاحب پخپل اثر کي مخته زیاتوي:
” مېرمن نازو هم د نورو پښتنو مېرمنو په شان مېلمه پالونکې او مېلمه ساتونکې وه، د مېلمنو په ډوډۍ ورکولو او د مسافرانو په ساتلو ډېره مشهوره وه، تل به د ژمي په موسم ډلې ډلې مسافران راتله او ډېري د پردېسانو قافلې به د میرمن نازو د کلا مخته پنډې وې په سوونو تنو پردېسانو ته به ئې ډوډۍ او کالي ورکول. ” [همهغه د مرحوم بینوا اثر – ۲۸ او ۲۹ مخونه.] له دې څخه ښکاري چي د سلطان ملخي کلا د کابل او کندهار په منځ کي یو لوی رباط وو چي مسافرو به دمې پر کولې، له دې څخه جوتېږي چي سلطان ملخي د خپل ژوند پر مهال د یوه زړه سوانده حاکم په توګه د مېلمنو او مسافرو ډېر خیال ساتی ځکه ئې نو دا د مېړاني عادت وروسته بیا په خپلي لور کي هم پیدا سو، دا چي د تازي رباط په کلي کي یاده محکومه کلا دته منسوبه ده. له دې څخه ښکاري چي د ده د زېږیدو ځای او اوسېدو مېنه به هم د تازي رباط سیمه وي. یو خو مېرمن نازو دلته زېږېدلې او بل ده خپله واکمني هم له همدې ځایه کنټرولوله او له مرګ وروسته ئې لور مېرمن نازو په همدې کلا او کلي کي د مسافرو او مېلمنو خدمت کاوی او د واده د مودې څخه ډېر وخت وروسته د میرویس خان د زلمیتوب پر مهال به ممکن کندهار ته تللې وي؟ مخکي مو یادونه وکړه چي د سلطان ملخي د مرګ (۱۶۸۸م) پر شاوخوا د مېرمن نازو عمر څه دپاسه ۳۹ کاله وو چي شاه عالم خان ته په نکاح سوې وه او د میرویس خان د زلمیتوب وختونه وو. بیا څه موده وروسته د خپل پلار او ورور د مرګ څخه وروسته دې ته د خپل قوم مشري رسېږي او بیا وروسته کندهار ته ځي، البته د سلطان ملخي د مرګ (۱۶۸۸م شاوخوا) تقریباً ۲۱ کاله وروسته په کندهار کي د هوتکو پاڅون رامنځته کېږي چي به بشپړ ډول ئې یو خپلواک حکومت پر افغان خاوره رامنځته کړ، مرحوم بینوا پخپل اثر (میرویس نیکه) کي لیکي:
” د سلطان ملخي توخي له مرګ وروسته کم وخت چي دولت خان سدوزی د ابدالیو مشر شو، پر غلځیانو ئې لښکر وکړ او هغه ئې ډېر ژوبل کړه او د میرویس پلار ئې ښار صفا ته راوست، دا هغه وخت دی چه میرویس لمړی ځل د زلمیتوب ګلونه بویوي او یو ښکلی قوي زلمی ځیني جوړېږي. ” [همهغه د مرحوم استاد بینوا اثر – ۳۱ مخ.] له دې پېښي وروسته د میرویس خان نیکه کورنۍ کندهار کي میشت کېږي او بیا د هوتکو پاڅون (۱۷۰۹م) صورت نیسي.
د سلطان ملخي د کورنۍ او واکمنۍ اړوند نور اضافي مالومات له بده مرغه موږ پخپل اختیار کي نلرو په دې هکله د لا زیاتي څېړني او تحقیقاتو اړتیا وینم.
د سلطان ملخي په وخت کي سیاسي او ټولنیز حالت:
افغانستان په بشپړ ډول د هوتکو تر پاڅون دمخه لکه دمخه چي ذکر سوه د دریو امپراطوریو تر حدود لاندي وو چي ډېر رول د افغانستان په جنوبي سیمو کي د هند بابریانو او د ایران صفویانو لوباوی، استاد شریف ځدراڼ پخپل اثر (د شپاړلسمي پېړۍ په پیل کې د پښتنو سیاسي، اقتصادي او کلتوري حالت) کي د هغه وخت د حالاتو په باب لیکي:
” د ۱۶ او ۱۷ پېړۍ په بهیر کي کندهار ۱۳ ځله د صفویانو او بابریانو تر منځ لاس په لاس شو. په دغه مخامختیا کې غلجیو مناسب وخت تر لاسه کړ او ویې کولای شول چې بهرني ځواکونه د یو بل پر ضد تحریک او استعمال کړي. ” [د شپاړلسمي پېړۍ په پیل کې د پښتنو سیاسي، اقتصادي او کلتوري حالت، د استاد شریف ځدراڼ اثر – ۴۳ مخ.] له دې څخه ښکاري چي د کندهار مهم ستراتیژیک موقعیت د صفویانو او بابریانو لپاره خورا مهم وو، د هوتکو تر پاڅون (۱۷۰۹م) دمخه په افغانستان کي کوم مرکزي حکومت شتون نه درلود او د افغانستان جنوبي ساحې د صفویانو او بابریانو ترمنځ د لاس په لاس کېدو په حال کي وې. د هغه تړون پر اساس چي د پښتنو د دوو لویو قبیلو درانو او غلجو ترمنځ را منځته سو د یادو قبیلو خپلمنځي اختلافات بلاخره څه ناڅه په ورک سوه؛ د دې تړون په باب محمد اقبال وزیري پخپل اثر کي د پوهاند کاکړ په حواله داسي لیکلي:
” د ۱۶۲۴م کال په شاوخوا کي د پښتنو دوې لویي قبیلې (دراني او غلجي) په دې سره سلا شوې چې د خپلو مشرانو سلطان ملخي توخي او سلطان خودکي دراني په مشرۍ د دواړو قبیلو ترمنځ ګډه پوله وټاکل شوه. د دغه تړون پر بنسټ د ګرم آب د وادی شمال ختیځ سیمې په غلزیانو (غلجیانو) پوري اړه ولرله د سوویل لوېدیځ سیمې د درانیانو شوې. په دې ډول د غو دوو قومونو ترمنځ د شخړو مخه ونیول شوه. ” [د نومیالي تاریخپوه پوهاند محمد حسن کاکړ تاریخي – علمي – میراث ته کتنه، د اقبال وزیري اثر – ۱۵۴ مخ.] دا چي ولي د دغو دوو لویو پښتني قبیلو تر منځ اختلافات وه په دې باب پوهاند کاکړ وایي: مخکي له دې چي لوی احمدشاه بابا ابدالیان د (درانیانو) په نامه یاد کړي دوی د کسي غره په سیمه کي د سلېمان د تخت په ګاونډ کي اوسیدل له هغه ځای وروسته ګام په ګام د کندهار ارغستان ته را کوچېدل او تر شپاړلسمي م پېړۍ پوري د کوچیانو په بڼه هلته اوسیدلي. وروسته دوی د هغو سیمو پر سر چي د غلجو، کاکړو او بلوڅو وې ډېر جنګونه کړي او د پوهاند کاکړ په وینا حتا ځیني سیمي ئې په زور له یادو قبایلو څخه نیولې دي. چي پر دې اساس د درانو او غلجو اختلافات هم له هغه وخته تازه وه چي وروسته د سلطان ملخي او خودکي د تړون پر اساس حل سوه او تر منځ ئې حدود هم وټاکل سو؛ خو د استاد اعظم سیستاني د یوې مقالي پر اساس چي د هغه وخت دوو لویو دولتونو په لوېدیځ کي صفویانو او په ختیځ کي بابریانو دا هڅي کولې چي د پښتنو دا لویي قبیلې په شر کي سره واچوي نو ځکه د هغو په لمسون د درانیو او غلجیو د رسمي پولي تر ټاکلو دمخه دا دوې قبیلې په خپلمنځیو اختلافاتو کي ښکېل وې او وروسته بیا دا اختلافات د پولي د ټاکل کېدو پر بنیاد حل سوه، په دې باب استاد سیستاني زیاتوي:
” که څه هم ابدالي او غلجي قبایل د پردیو قدرتونو یعنې صفوي ایران او ګورګاني هند د تسلط پر وړاندي په مقاومت کې د یوې متحدې جبهې غړي وو، خو کله کله سیمیزې شخړې ددغو قبایلو ترمنځ راپورته کېدې او ددغسي شخړو څخه به متجاوزو قومونو ګټه اخیسته. نو ددغسي معضلو د حل لپاره د ابدالیانو او غلجیانو ترمنځ یوه ډېره لویه او دوستانه جرګه وشوه، چي د ابدالیانو د طرفه مشري د ملک خضر خان مشر زوی خدایداد سلطان مشهور په (خودکي) چې د شیر خان (د احمدشاه بابا د نیکه ګانو څخه و) کوله، او د غلجو د طرفه مشري سلطان ملخي توخي ته سپارل شوې وه. په دغه جرګه کي فیصله وشوه چې د جلدک د ګرماو په سیمه کې دې (پل سنګي) چې د کندهار د ښار ختیځ په پنځوس ميلۍ داسي سرحد وټاکل شي چې ددغي سیمي لوېدیځ ته ابدالیان او ختیځ ته د غلجیانو د نفوس ساحه جوړه شي. همدارنګه په کندهار کې چې هم غلجیانو قومونو استوګنه درلوده، د ابدالیانو سره دې د ورورۍ په حساب ګډ ژوند وکړي. ” [د نازو انا یاد – د مقالو ټولګه، د محمد اسماعیل یون په زیار، د استاد اعظم سیستاني مقاله، د ګورګاني هند او صفوي ایران ترمنځ افغانستان د موجودیت په ساتلو کې د دوو لویو افغاني قبیلوي اتحادیو نقش – ۸۹ مخ.]
پر دې اساس سلطان ملخي د یادو دوو قبیلو د لویي دښمنۍ په لمنځه وړو کي هم مهم رول لري چي یاده موضوع ئې د خپل مشرتوب پر مهال حل کړې؛ د سلطان ملخي په وختو کي سیاسي او ټولنیز حالت لکه چي مخکي یادونه وسوه ګډود وو. د هغه وخت دواړو دولتونو (صفویانو او بابریانو) دا هڅه کوله چي کندهار او شاو خوا سیمي تر خپل تسلط لاندي راولي او د دې هدف لپاره دواړو دولتو د پښتنو د دوو لویو قبیلو درانو او غلجو د حمایي کولو هڅې هم کولې لکه په دې باب چي استاد اعظم سیستاني لیکي:
” کله چي د ایران او هند دولتونه په سیاسي پروګرام کې د کندهار د نیولو پلان هم ځای شو، ایراني صفویان او مغولي امپراتور د کندهار د نیولو لپاره په خپلو کي سره کښېوتل، شاه جهان او عالمګیر څو ځله پر کندهار لښکرې ور خوشې کړې هر یوه هڅه کوله چي د کندهار ځایي مشران د خپل دولت ملاتړي کړي، په دې توګه به یې افغان قومي مشران په ډالیو او سوغاتونو راخپلول یا به یې د مقام او واک له مخي ورکولې، لکه څنګه چي سلطان محمد خالص (د تاریخ سلطاني خاوند) د هند د امپراتور اورنګزېب منشور د سلطان ملخي توخي په کورنۍ کې مطالعه کړې او دا هغه کورنۍ وه چي له کلات څخه تر غزني پورې د سیمې خانان او د ارغسان ابدالي خانان هم د ایران دولت لخوا ونازول شول، د تاریخ سلطاني د څرګندونو له مخي، حسین خان ابدالي د (شیخ – ارغسان) په مورچه کې ځیني ابدالیان د ایران صفوي دولت پلویان وو، له همدې کبله صفوي دولت ورته یو اس له ټولو سامانانو سره ډالۍ کړ او (شهزاده) یې ونوماوه. ” [د کندهار پاڅون او د ایران صفوي دولت ړنګېدل، د اعظم سیستاني اثر، د صالح محمد صالح ژباړه – ۲۷ مخ.] له دې څخه معلومېږي چي د پردیو په لمسون قبیلوي اختلافاتو ته هم لمن وهل کېده او سیاسي حالات خراب ول. ځکه تر اوسه یادي سیمي د یوه خپلواک حکومت شاهدي نه وې او د غلجیانو د حمایې لپاره بابریانو او د ابدالیانو لپاره صفویانو تر هغو هڅې کولې تر څو چي د غلجیو په واسطه خپلواک حکومت رامنځته کېدی.
د هند د دربار څخه سلطان ملخي ته فرمان:
د پوهاند علامه حبیبي په وینا د ۱۰۹۳ هـ کال چي د ۱۶۸۱م سره سمون خوري د هند د اورنګزېب د دربار څخه (دا نېټه په حیات افغاني کي ۱۰۲۲ هـ راغلې چي علامه رشاد بابا رد کړې، ځکه په ۱۰۲۲ هـ کال کي په هند کي د اورنګزېب د نیکه جهانګیر مغل پاچاهي وه.) سلطان ملخي ته فرمان ورکول سو او دی ئې رسماً د غزني څخه تر جلدک پوري د یوه ځایي حاکم او مشر په توګه ومنی. د سلطان ملخي حیثیت سربېره پر دې چي د میرمن نازو پلار وو په دې فرمان سره نور هم لوړ سو چي د هوتکو تر پاڅون دمخه په تاریخي متنو کي د یوه ځایي حاکم او سردار په توګه پېژندل کېږي.
د مغولي فرمان په هکله چي پر اساس ئې سلطان ملخي د یوه خپلواک حاکم په توګه پېژندل سوی په (حیات افغاني) کتاب کي داسي راغلي:
” هغه فرمان چي د ۱۰۲۲ هـ کال (اصلاً سمه نېټه ۱۰۹۳ هـ کال ده) د جمادي الاول د میاشتې په نهمه نېټه د ملک ملخي توخي په نامه لیکل شوی، په هغه کې له ده څخه غوښتل شوي، چې د کلات او قرقو لاره چې په ارغنداب کې ده د هزاره ګانو او نورو غلو نه وساتي. له فرمان نه څرګندېږي چې ملک ملخي توخي په هغه وخت کې یو زورور او معتبر سردار و، او غالباً به هغه ته د سلطان لقب د اورنگزېب له خوا ورکړل شوی وي، ویل کېږي چې ملخي په څلورو ورځو کې هزاره ګان له ارغنداب نه وایستل او په دغه جگړه کې د خان خېلو د قبیلو ملک ماني ډېره مرسته وکړه او خپل زړور توب یې ښکاره کړ. په هغه وخت کې چې سلطان ملخي د ټول توران یعني د توخو او هوتکو سردار و، نو په دغه وخت کې د جبار په نوم یو سړی، چې د سلیمان خېلو د قبیلې د جبارخېل ښاخ نیکه دی د ټولو براهیمو غلجیو ملک و. ” [حیات افغاني، د حیات خان اثر، د فرهاد ظریفي او لطیف یاد طالبي ژباړه، تعلیقات د علامه رشاد بابا په زیار – ۲۷۷ مخ.] د دې فرمان پر اساس سلطان ملخي د غزني څخه تر جلدک پوري د ټولو غلجیو پښتنو (توخو، هوتکو، ناصرو، سلېمانخېلو، خروټو، اندړو او داسي نورو…) مشري په غاړه درلوده او د یادو سیمو مالیه ئې و مغولي دربار ته لېږله او او په بدل کي ئې د یادو سیمو خوندیتوب د ده په لاس کي وو. له دې وروسته ئې د غلجیو او درانیو تر منځ د یوه تړون پر اساس د درانیو د مشر سلطان خودکي دراني سره رسمي پوله ټاکلې (د دې پولي د ټاکل کېدو نېټه اقبال وزیري د پوهاند کاکړ په حواله ۱۶۲۴م کال راوړې چي سمه نه ده، ځکه زما د تحقیق پر اساس ۱۶۲۴م کال شاوخوا د سلطان ملخي د زوکړې نېټه راځي، او دا چي علامه حبیبي او نورو معتبرو اثارو سلطان ملخي ته د هندي دولت د فرمان ورکولو نېټه ۱۶۸۱م ګڼلې نو د اقبال وزیري ذکر سوې نېټه د یاد فرمان څخه ۵۶ کاله مخکي راځي. حال دا چي دا پوله په داسي وخت کي ټاکل سوې چي د دواړو قبیلو مشران رسماً د مشرۍ پر مقام وو او په ډېر امکان سره چي دا پوله به د ۱۶۸۱ او ۱۶۸۸م تر منځ ټاکل سوې وي. کوم مهال چي سلطان ملخي رسماً د هند د مغولي دربار څخه د یوه خپلواک واکمن په توګه پېژندل کېدی – شفق) په دې توګه سلطان ملخي له یو خوا د درانو او غلجیو خپلمنځي اختلافات لمنځه وړي او له بلې خوا ئې د افغانستان د جنوبي ستراتیژیک موقعیت مهمه لار خوندي ساتلې او د اوسني زابل پر حدود برابر ئې د مسافرو لپاره مهم رباطونه هم جوړ کړي وو، چي مهم ئې د ده د ټاټوبي (د تازي رباط د کلي) مهم رباط دئ.
د سلطان ملخي توخي مړینه او اولاده یې:
علامه حبیبي پخپل اثر (د افغانستان لنډ تاریخ) کي لیکي چي سلطان ملخي د ۱۶۸۸م په شاوخوا کي د اېنځرګي او سرې ډبري (سرخ سنګ) ترمنځ د دروازګۍ په یوه جګړه کي ووژل سو او پر ځای ئې زوی حاجي عادل کښېناست، سړی نه پوهېږي چي دا جګړه د چا تر منځ او عوامل ئې څه وه چي سلطان ملخي پکښي ووژل سو؛ خو تر دې دمخه علامه حبیبي لیکي چي د سلطان ملخي په وخت کي د غلجیو او صفویانو تر منځ خورا سختي جګړې وسوې چي په پایله کي ئې د غلجیو یو نامي قهرمان جبار خان سلېمانخېل (د کابل او جلال آباد تر منځ پر لویه لاره خاک جبار نومي سیمه کي ښخ دئ.) هم د صفویانو سره په مخامخ جګړه کي ش-هید سو [وګورئ د افغانستان لنډ تاریخ، د علامه حبیبي اثر، د عبدالودود کرزي پښتو ژباړه – ۳۶۶ مخ.] دغه راز په حیات افغاني کي هم راغلي چي د سلطان ملخي په وخت کي جبار خان سلېمانخېل د (یایاس) په نوم سیمه کي د صفوي پاچا سره په جګړه ووژل سو.
له دې څخه اټکلولای سو چي سلطان ملخي هم د پردیو یرغلګرو سره په جګړه کي وژل سوی چي وروسته ئې زوی حاجي عادل هم په یادو جګړو کي وژل سوی؛ د دې مُدعا لپاره دا څو دلایل زه ګومان کوم چي بسنه به وکوي:
۱ – دا چي د سلطان ملخي په وخت کي د هیڅ قومي او قبیلوي جګړې څرک نه لیدل کېږي، ځکه مخکي مو یادونه وکړه چي د سلطان ملخي او خودکي دراني تر منځ د درانو او غلجو تر منځ خپلمنځي اختلافات د یوه تړون پر اساس حل او او د دواړو قبیلو ترمنځ رسمي حدود وټاکل سو.
۲ – دا چي سلطان ملخي له غزني څخه تر جلدک پوري د ټولو سیمو حکمران وو، او د حیات افغاني کتاب په حواله ئې جنوبي لاري د غلو او ځایي هزاره وګړو څخه پاکي کړې وې؛ ځکه د کوم قومي جنګ تاثیرات او امکان نه وو.
۳ – دا وخت لکه مخکي چي یادونه وسوه د افغانستان سیاسي او ټولنیز حالت ګډوډ وو، په لوېدیځ کي د ایران صفویانو او په ختیځ کي د هند بابریانو دا هڅې کولې چي د غرني څخه تر نیمروزه دا ستراتیژیک موقعیت د خپل ځان کړي او یادي سیمي ئې د خپلي سیالۍ ډګر ګرځولې او وخت نا وخت به ئې د پښتني قبایلو سره شخړي هم راتلې چي پر دې اساس ډېر امکان سته چي ملخي او زوی ئې د صفویانو سره په جګړه کي وژل سوي وي.
۴ – لکه علامه حبیبي او محمد حیات خان چي یادونه کړې، چي د ملخي توخي پر وخت د ایراني صفویانو سره ډېري جګړې ونښتې چي په پایله کي ئې د غلجیو نامتو قهرمان جبار خان سلېمانخېل هم له صفویانو سره په جګړه کي ووژل سو. له دې څخه اټکل کېږي چي د صفویانو د جګړو ډېر امکان وو او جنوبي سیمي د پردیو د یرغل څخه نه مخکي خوندي وې او نه د سلطان ملخي په وخت کي.
۵ – د نثار احمد واصفي د یوې مقالې (ملي اتل سیدال خان ناصر) په یوه برخه کي راځي:
” سیدال خان د ابدال خان زوی، باړي زی ناصر دی. پلار یې په (ډیله) کي اوسېدی چي د (وازي خوا) په سر یو ځای دی هغه وخت چي سلطان ملخي توخي استقلال وموند او د غزني څخه تر جلدک پوري یې حکومت کاوه، نو باړي زي د ابدال خان سره راغلل او په (اټغر) کي یې استوګنه وکړه. ابدال خان د عادل خان توخي سره په ګډه د کندهار د بیګلر بیګي په مقابل کښي چي د صفوي پاچا له خوا ټاکل سوی و، جنګونه وکړل او هغه یې نه پریښود چي پر کلات حکومت وکړي. ” [د نثار احمد واصفي مقاله، ملي اتل سیدال خان ناصر – پښتو ویکپیډيا] له دې څخه ښکاري چي سلطان ملخي مخکي تر دې چي دته د هند مغولي حکومت فرمان ورکړي، ده له پردیو یرغلګرو سره له مبارزي وروسته خپلواکي اخیستې او وروسته نو بیا د هند مغلولي دولت دی د یوه خپلواک حاکم په توکه منلی دئ. دا چي د ده زوی حاجي عادل د صفوي دربار د یوه واکمن چي کندهار ئې تر تسلط لاندي وو له هغه سره د سیدال ناصر د پلار (ابدال خان) سره یو ځای جنګېدلی، نو امکان ته نژدې ده چي له صفویانو سره په جګړو وژل سوی هم وي. کوم چي په ډېرو تاریخي متنو کي د حاجي عادل د وژني په باب داسي راغلي چي د خپل پلار د کسات لپاره ولاړ او دی هم ووژل سو. نو له دې څخه جوتېږي چي سلطان ملخي هم د پردیو یرغلګرو (صفویانو) سره په جګړه کي وژل سوی، او تر دې مخکي ئې ډېره مبارزه نوره هم کړې.
له پورته دلایلو څخه دا ویلای سو چي سلطان ملخي او زوی ئې (حاجي عادل) له بهرنیو استعمار ګرو سره په جګړه کي وژل سوي او پورته دلایل ګومان کوم د دې مُدعا د ثبوت لپاره بسنه وکوي، د سلطان ملخي د مړیني په باب ښاغلی لطیف یاد پخپل اثر (پښتانه قبیلې وپيژنئ) کي ورته څه لیکلي کوم چي علامه حبیبي، پټي خزانې، مرحوم بینوا، د حیات افغاني لیکوال حیات خان او داسي نورو لیکلي او مشخص څه ئې په دې باب نه دي لیکلي چي دا جګړه څنګه رامنځته او د چا سره وه؟ په دې باب زه له ډېر تحقیق وروسته هم نسوم بریالی چي یوڅه و مومم؛ ښاغلی لطیف یاد په دې هکله لیکي:
” سلطان ملخي توخي د هند د مغولي واکمن عالمګیر اورنګزیب (۱۰۶۸ – ۱۱۱۸ هـ ق) معاصر و. نوموړی د میرویس خان هوتکي د مور نازو انا پلار و، ده ته د غلزیو قبیلې مشري ور په غاړه وه (په ټولو تاریخي متنو او کتابو کي دا راغلي چي سلطان ملخي د ټولو غلجیو مشر وو، نه یوازي د توخو د قبیلې.) ده د جلدک په حدود کې د ګرم اب وادي او ځمکي د ابدالي قبایلو د مشر سلطان خداداد سلطان سره د غلزیو او ابدالیو تر مینځ پوله وټاکله او نوموړي ځمکي یې د دواړو اړخونو ترمنځ وویشلي چي تر اوسه هم دغه ویش معتبر دی. سلطان ملخي توخي په هغه جګړه کې چې د انځرګي او سرخ سنګ ترمینځ وشوه ووژل شو. ” [پښتانه قبیلي وپيژنئ، د ښاغلي لطیف یاد اثر – ۱۰۴ مخ.] د سلطان ملخي د مړیني او هغه جګړې په باب یوازي استاد سیستاني بل څه لیکي؛ نور ټول آثار او مُورخین په دې باب په یوه خوله او اضافي شرحه نلري، په خاص ډول د افغان تاریخ نامتو اثر (حیات افغاني) هم په دې باب زیات وضاحت نلري. سړی نه پوهېږي چي استاد اعظم سیستاني به په دې باب دا قضاوت او لیکل له کومه اړخه او ماخذه کړي وي، یا کېدای سي چي په نظري ډول ئې د دې جګړې په باب خپل نظر بیان کړی وي؛ استاد سیستاني په دې باب لیکي:
” سلطان ملخي د ۱۶۸۸میلادي کال په حدود کې په یوه قبیلوي جګړه کې چې د دروازګۍ په سیمه کې پېښه شوې وه ووژل شو. دده تر مرګه وروسته یې زوی حاجي عادل مشر شو او دا هم په یوه قبیلوي جګړه کې مړ شو، تر ده وروسته یې زامن او لمسیان خانان وو، خو نفوذ یې نه درلود او قدرت د هوتکو قبیلې ته انتقال شو. ” [د نازو انا یاد – د مقالو ټولګه، د محمد اسماعیل یون په زیار، د استاد اعظم سیستاني مقاله، د ګورګاني هند او صفوي ایران ترمنځ د افغانستان د موجودیت په ساتلو کې د دوو لویو افغاني قبیلوي اتحادیو نقش – ۹۲ مخ.] تر دې دمخه استا سیستاني پخپله مقاله کي لیکي چي د غلجیو او صفویانو تر منځ (د سلطان ملخي په وخت کي) سختي جګړې ونښتې چي په پایله کي ئې د غلجیو یو مهم شخص جبار خان سلېمانخېل ووژل سو، او وروسته بیا د سلطان ملخي او د زوی مړینه ئې په یوه قبیلوي او قومي جګړه کي چي نور جزیات په دې باب نه په نورو او نه د ده په لیکنه کي سته معتبر بولي؛ حال دا چي نثار احمد واصفي بیا پخپله مقاله کي د سیدال خان ناصر د پلار ابدال خان سره یو ځای د سلطان ملخي د زوی حاجي عادل د جګړې یادونه د صفویانو پر وړاندي په مخامخ جنګ کي له ورایه کوي.
د سلطان ملخي له مړیني وروسته د ده زوی حاجي عادل واکمن سو، چي دی هم په جګړه کي ووژل سو. علامه حبیبي پخپل اثر کي د سلطان ملخي د اولادې په باب لیکي:
” تر یوه وخته حاجي عادل او د ده زوی بایي خان پر کلات او څېرمو سیمو حکومت کاوه، د ترنک د رود پر غاړه د کلات تو جختران کلاوې د دوی مرکز و، چې په پای کښې بای خان هم ووژل شو، ښالم (شاه عالم) د علي خان زوی، د ملخي وراره او زوی یې خوشحال خان هم څه موده حکمراني وکړه د دغه کهاله وروستني مهالي حکمرانان د خوشحال خان زامن اشرف خان او الهیار خان وو چې اشرف خان د اعلیحضرت احمدشاه ابدالي لخوا تر غزني پوري د قلات حکمران شو او پر هند باندي په لومړۍ حمله کښې له احمدشاه سره ملګری و، د تیمورشاه په وختو کښې د اشرف خان زوی اموخان ته د غلجیانو مشرتوب ورسېد، د دغه کهاله پایڅوړ د امیر عبدالرحمن خان تر وختو واک درلود. ” [د افغانستان لنډ تاریخ، د علامه حبیبي اثر، د عبدالودود کرزي پښتو ژباړه – ۳۶۶ مخ.] د سلطان ملخي د مقبرې په باب تر دې مهاله مالومات نسته، خو ګومان کېږي چي پخپل اصلي ټاټوبي تازي رباط کي چي د شاه جوی او قلات ترمنځ دئ کېدای سي ښخ سوی وي.
ماخذونه:
۱ – ځدراڼ، محمد شریف، د شپاړلسمي پېړۍ په پیل کې د پښتنو سیاسي، اقتصادي او کلتوري حالت، ۱۳۹۵ لمریز، کابل، د افغانستان د علومو اکاډمي.
۲ – هوتک، محمد، پټه خزانه، ۱۳۳۹ لمریز.
۳ – بینوا، عبدالروف، میرویس نیکه، ۱۳۲۵ لمریز، کابل، د پښتو ټولنه.
۴ – حبیبي، عبدالحی، د افغانستان لنډ تاریخ، د عبدالودود کرزي پښتو ژباړه، ۱۳۷۸ لمریز، کویټه، سپنزر پرنټرز.
۵ – وزیري، محمد اقبال، د نومیالي تاریخپوه پوهاند محمد حسن کاکړ تاریخي – علمي میراث ته کتنه، ۲۰۲۱م.
۶ – سیستاني، کاندید اکاډمیسن محمد اعظم، د کندهار پاڅون او د ایران صفوي دولت ړنګېدل، ژباړن: صالح محمد صالح، ۱۳۸۴ لمریز، جرمني، د افغانستان د کلتوري ودي ټولنه.
۷ – یون، محمد اسماعیل، د نازو انا یاد، د محمد اعظم سیستاني څېړنیزه مقاله، ۱۳۸۷ لمریز، کابل یون کلتوري یون.
۸ – حیات خان، محمد، حیات افغاني، د محقق فرهاد ظریفي او محقق عبداللطیف یاد طالبي ژباړه، سریزه، تحشیه، او تعلیقات د اکاډمیسن عبدالشکور رشاد ۱۳۸۶ لمریز.
۹ – وزیري، محمد اقبال، پښتو د تاریخ په بهیر کې، ۱۳۹۴ لمریز، کابل، کاکړ تاریخي علمي بنسټ.
۱۰ – یاد، عبداللطیف، پښتانه قبیلي وپیژنئ، خېبر ویب پاڼه.
۱۱ – مومند، م، ج، سیال، د پښتنو قبیلوي شجرې، ۱۳۶۷ لمریز، پېښور، یونیورسټي بک ایجنسي.
۱۲ – ظفر کاکاخېل، سید بهادر شاه، پښتانه د تاریخ په رڼا کښي، ۱۹۹۹م، پېښور، یونیورسټي بک ایجنسي.
۱۳ – واصفي، نثار احمد، ملي اتل سیدال خان ناصر، – پښتو ویکپیډیا.
ذبیح الله شفق
۲۰۲۴/۱۰/۲ – چهارشنبه.
یادونه: دا لیکنه د لومړي ځل لپاره پر (تاند) ویب پاڼه خپرېږي.