تاند (چهارشنبه، د سلواعې/ دلوې ۴مه) پاکستان ټوډې ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې چې «ایا د امریکا د مالیه ورکوونکو پیسې تروریزم تمویلوي؟» لیکلي چې د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه، کله چې طالبان په افغانستان کې بیا واک ته ورسېدل، متحدایالتونه هره اوونۍ د خپلو مالیه ورکوونکو له پیسو څخه له ۴۰ تر ۸۰ میلیون ډالره افغانستان ته لیږي، چې په کال کې میلیاردونه ډالر کېږي. که څه هم دا مرستې په رسمي توګه بشري مرستې بلل کېږي، خو راپورونه ښیي چې دا پیسې د طالبانو تر کنټرول لاندې د میکانیزمونو له لارې لګول کېږي، چې د دې پیسو د استفادې په اړه جدي اندېښنې راپورته کوي.
ورځپاڼې په دې اړه د ځینو امریکایانو د اندېښنو یادونه هم کړې ده.
مګر پاکستان ټوډې وايي چې دا پیسې په رسمي توګه د افغانستان د ملکي وګړو د ملاتړ او د جګړو له امله د دې ویجاړ شوي هېواد د ثبات لپاره ځانګړې شوې دي خو دا چې دا پیسې د چا لاس ته ورځي او وروستي کارونه یې جدي پوښتنې راپورته کوي.
له ۲۰۲۲ مالي کال څخه تر ۲۰۲۴ مالي کال پورې، افغانستان ته د امریکا ټولې ځانګړې شوې مرستې ۳.۳۳ میلیارده ډالر ته رسېدې.
پاکستان ټوډې په داسي حال کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د امریکا مرستې له تروریزم سره کومک بولي چې حکومت یې د افغانستان د تېر حکومت پر ضد د طالبانو ملاتړ کاوه. هماغسي چې د نجیب الله او د افغانستان د نورو حکومتونو پر ضد یې د مجاهدینو ملاتړ کاوه او د مجاهدینو د حکومت پر ضد یې د طالبانو ملاتړ کاوه.
سره له دې چې د طالبانو له اوسني حکومت سره د مخالفت لپاره دا پلمه مطرح کوي چې طالبان د ټي ټي پي ننګه کوي خو د افغانستان د مخکینیو حکومتونو د مخالفت لپاره یې همدومره پلمه هم نه لرله.