Homeخبرونهسراج الدین حقاني د متحده عربي اماراتو له دولتمشر سره وکتل

سراج الدین حقاني د متحده عربي اماراتو له دولتمشر سره وکتل

تاند (سې شنبه، د سلواغې/ دلوې ۳ مه) د متحده عربي اماراتو دولتمشر شیخ محمد نن (سې شنبې) په ورځ په ابوظبۍ کې په خپله ماڼۍ کې د افغانستان له کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني سره وکتل.

د متحده عربي اماراتو د دولتي خبري اژانس وام د راپور له مخې، په دې کتنه کې دواړو مشرانو د افغانستان وروستي پرمختګونه وڅېړل او د دوه اړخیزې همکارۍ د پیاوړتیا لارې چارې یې وپلټلې.

هغوی همداراز د افغانستان د بیا رغونې او ثبات د ملاتړ هڅې وڅېړلې ترڅو د افغان ولس لپاره پرمختګ او سوکالي رامنځته شي. ښاغلي حقاني د افغانانو لپاره د اماراتو د بشري مرستو ستاینه وکړه.

په راپور کې نه دي ویل شوي چې حقاني کله متحده عربي اماراتو ته رسیدلی او یا یې د دې سفر هدف څه دی.

خو نوموړي په داسي ورځ د اماراتو له مشر سره وکتل چې طالبانو د قطر په منځګړیتوب د یو امریکایي زنداني د خوشې کولو په بدل کې دوه امریکایان امریکایي خوشي کړل.

سراج الدین حقاني تر دې وړاندې د ۲۰۲۴ په جون میاشت کې هم متحده عربي اماراتو ته تللی و او د دغه هیواد د دولتمشر په شمول یې له بیلابیلو چارواکو سره کتلي و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...