تاند (سې شنبه، د سلواغې/ دلوې ۳ مه) د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف د روسیې (RT) تلویزیون ته په یوه مرکه کې وویل چې متحدایالتونه هڅه کوي د افغانستان کې په یوه ګاونډي هېواد کې پوځي اډې ځای پر ځای کړي.
سرګي لاوروف ټینګار وکړ چې پاکستان، ازبکستان، او قرغیزستان ته وړاندیزونه استول شوي دي، خو د دغو هېوادونو چارواکو له خوا رد شوي دي.
هغه وویل: «د امریکایانو د مداخلې د ځانګړتیاوې ښه پېژنم، زه احتمال نه ردوم چې هغوی به له مختلفو لارو دغه هدف ته د رسېدو هڅې وکړي. ما اورېدلي چې هغوی هڅه کوي هند قانع کړي چې د پنټاګون لپاره د هند په خاوره کې ځینې امکانات برابر کړي.»
لاوروف وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خپل امریکایي سیال جو بایډن ته ویلي چې روسیه د دې مخالفه ده چې امریکا د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د خپلو پوځي ځواکونو د ځای پر ځای کولو په اړه تړونونه وکړي.
د لاوروف په وینا، ولادیمیر پوتین او جو بایډن د دې موضوع په اړه د جینوا په غونډه کې خبرې کړي دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د دوشنبې په ورځ د خپل هېواد د امنیت شورا په ناسته کې وویل چې دا پالیسي د جو بایډن په ادارې کې جوړه شوې ده.
سرګي لاوروف ټینګار وکړ چې امریکا د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو کار اخلي. هغه وویل چې د هغه څرګندونې د متحدو ایالتونو د پخواني ولسمشر جو بایډن د حکومت پالیسۍ ته اشاره کوي.
یو شمېر امریکايي چارواکو ویلي چې په افغانستان کې د داعش فعالیت د امریکا لپاره خطرناک دی.
سناتور ګراهم: په افغانستان کې داعش هیڅکله د اوس غوندي خطرناک نه و
د امریکا د کانګرس د سناجرګې مخکښ غړي لینډزي ګراهم د یکشنبې په ورځ په یوه مرکه کې وویل چې په افغانستان کې د داعش حضور هیڅوخت د اوس په شان د امریکا لپاره خطرناک نه و.
هغه سيبياس تلویزیوني چاینل ته په خبرو کې وویل «هیڅکله په دې اړه چې زموږ پر خاوره به برید وشی، دومره اندېښمن نه وم لکه اوس چې یم.»
ښاغلي ګراهام زیاته کړې: «په افغانستان کې د داعش د ظهور او په ټوله نړۍ کې د جګړو له امله، زما په اند د جمهوريپال ګوند لومړیتوب باید د پولو امنیت وي. د دې کار لپاره موږ پیسو ته اړتیا لرو، او که موږ دا کار ونه کړو، نو له خپل ملي امنیت سره به داسې لوبې وکړو لکه روسي رولیټ. پولې باید لومړیتوب ولري، د پوځ تمویل باید په لومړیتوب کې وي.»