Homeخبرونهطالبانو او امریکایانو په خپل منځ کې بندیان تبادله کړل

طالبانو او امریکایانو په خپل منځ کې بندیان تبادله کړل

تاند (سې شنبه، د دلوې/ سلواغې ۳ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبې) اعلان وکړ چې دوی له اوږدو خبرو وروسته، چې د قطر په منځګړیتوب وشوې، د یو افغان وګړي خان محمد په بدل کې دوه امریکایي بندیان تبادله کړي دي.

د وزارت پر اساس، خان محمد، چې په متحدو ایالتونو کې د عمري بند سزا ګاللـه، خوشې شوی او د تبادلې د یوې برخې په توګه افغانستان ته راستون شوی دی.

وزارت وویل چې خان محمد شاوخوا دوې لسیزې وړاندې په ننګرهار ولایت کې د امریکایي ځواکونو له خوا نیول شوی و. هغه د څو امریکایي اتباعو په بدل کې تبادله شوی دی.

طالبانو د دې امریکایانو په اړه جزییات ورنه کړل، خو د سي‌این‌این تلویزیون راپور ورکړی چې رایان کوربیټ او ویلیم مک‌انټي د دې معاملې په ترڅ کې خوشې شوي کسان دي.

د سي‌این‌این د راپور له مخې، خان محمد د طالبانو غړی و چې په ۲۰۰۸ کال کې د ترهګرۍ او مخدره موادو د قاچاق په تور محکوم شوی و.

امریکایي چارواکو مخکې منلې وه چې د رایان کوربیټ، ګلزمن، او محمود شاه حبیبي په شمول لږترلږه اووه امریکایي اتباع له طالبانو سره بندیان دي. طالبانو د بندیانو تبادله د “مسایلو د حل یوه مثبته بیلګه” بللې او ویلي چې په دې بهیر کې قطر د منځګړیتوب رول لوبولی دی.

خو دې ډلې درېیم کس، محمودشاه حبیبي، چې افغان الاصله امریکايي دی، خوشي کړی نه دی. د هغه په اړه مخکې په راپورونو کې ویل شوي وو چې طالبانو نوموړی په کابل کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو په تړاو نیولی او وروسته یې القاعده شبکې ته سپارلی دی.

طالبان اوس انکار کوي چې حبیبي نه دوی نیولی او نه ورسره بندي دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...