تاند【سه شنبه د سلواغې ـ دلوې ۲مه】د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټېسلا کمپنۍ مشر اېلن ماسک د یوې مشورتي ډلې مشر وټاکه.
رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي، چې د امریکا نوي ولسمشر، ډونالډ ټرمپ په یوه فرمان کې، د ټېسلا مشر او خپل کمپایني ملګری، اېلن ماسک د یوې مشورتي ډلې رییس وټاکه.
راپور کې راغلي، چې دغه بنسټ د “دولت اغېزمنتیا” په نوم یادیږي او د حکومت د پراخو لګښتونو د راکمولو طرحې به عملي کوي.
تر دې وړاندې د دغې ډلې مشر، د ولسمشرۍ نوماند وېوېک راماسوامي و چې اوس غواړي د اوهایو ایالت والي شي.
ټرمپ دغه راز د نویو فرمانونو د اعلان په لړ کې د ناقانونه کډوالو د مخنیوي په موخه له مکسیکو سره پر ګډه پوله بېړنی حالت اعلان کړ او په پام کې ده چې هلته اضافي امنیتي تدابیر هم ونیسي.
رویټرز خبري اژانس وایي، ټرمپ هغه ډلې چې له مکسیکو پولې ور اوړي او جنايي پېښې ترسره کوي، د ترهګریزو ډلو په نوم ونومول.
ټرمپ، د کډوالو هغو ماشومانو ته د تابعیت ورکولو طرحه هم نږدې څلور میاشتې وځنډوله چې، په امریکا کې زیږېدلي څو د پلرونو او مېندو قضیه یې معلومه شي.