دوشنبه – ډونالډ ټرمپ د متحدو ایالتونو د ولسمشر په توګه د لوړې تر مراسمو یوه شپه وړاندې، په واشنګټن کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته د خپلو تګلارو په اړه خبرې وکړې. هغه پر خپلو مخکینیو ژمنو، په ځانګړي ډول د غیرقانوني کډوالو پر ایستلو ټینګار وکړ او د امریکا لپاره د یوه نوي پېر د پیل خبره یې وکړه.
ښاغلي ټرمپ د یکشنبې په ماښام د جنورۍ په ۳۰مه نېټه خپلو پلویانو ته وویل: «موږ د امریکا د برم د بیا ترلاسه کولو په درشل کې یوو.»
هغه زیاته کړه چې د دوشنبې په ورځ به د «امریکا د زوال له کلونو پرده ټوله شي.»
ډونالډ ټرمپ مخکې له دې څو ځله د جو بایډن پر ادارې انتقاد کړی و، خو د اوسني حکومت له خوا دا تورونه رد شوي دي.
د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ د لوړې مراسم، نن د واشنګټن په وخت د غرمې په دوولس بجې ترسره کېږي. د سړې هوا له امله دا مراسم د کانګرس ودانۍ دننه په یوه تالار کې ترسره کېږي. ټرمپ د خپلو پلویانو په منځ کې یو ځل بیا خپلې پخوانۍ ژمنې تکرار کړې، چې پکې د کډوالو، سرحدونو، پوځ، ټرانسجینډر وګړو، او د جان ایف کینیډي د وژنې په څېر د قضیو علني کول شامل دي.
ټرمپ اراده لري چې د ولسمشر په توګه له لوړې کولو وروسته یو شمېر اجرايي فرمانونه لاسلیک کړي چې د خپلې نوې ادارې تګلاره مشخصه کړي. په دې فرمانونو کې د غیر قانوني کډوالو د نیولو زیاتوالی، د سرحدي دېوال د جوړولو بیا پیل، او د لنډمهاله استوګنې د پروګرامونو لغوه کول شامل دي. هغه همدارنګه غواړي چې د هغو کسانو لپاره د تابعیت په اتوماتیک ډول ورکولو پروسه پای ته ورسوي چې مور او پلار یې په غیر قانوني توګه په امریکا کې دي.
ډونالډ ټرمپ په خپله وینا کې د غزې د اوربند او د اسراییلي برمته کسانو د خوشې کولو د موافقې د تطبیق هرکلی وکړ او دا یې “د منځني ختیځ د دوامداره سولې لپاره لومړی ګام” وباله. هغه د دې موافقې دلیل د ولسمشرۍ په ټاکنو کې خپله بریا وبلله.
له افغانستانه به امریکايي وسلې بېرته واخلو
ټرمپ په خپله وینا کې وویل چې متحده ایالات هر کال طالبانو ته میلیارډونه ډالر ورکوي او ټینګار یې وکړ چې دا مرستې به بندې کړي تر څو چې دا ډله د امریکا نظامي تجهیزات بېرته وسپاري.
متحدو ایالتونو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستانه د شاتګ پر مهال د شاوخوا اووه میلیارډ ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات په افغانستان کې پرېښودل.
د طالبانو واک ته رسېدو د افغانستان په اقتصاد کې ژور بحران رامنځته کړی او د دې هېواد له ۲۴ میلیون نفوس څخه نیمایي یې بشري مرستو ته اړتیا لري.
متحدو ایالتونو د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د بشري مرستو لپاره افغانستان ته تر ۲.۱ میلیارډه ډالره زیاته مرسته ورکړې ده.
طالبان د واکمنۍ له پیل راهیسې د بشري حقونو د جدي سرغړونو، په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې د سختو محدودیتونو له امله د لویدیځو مشرانو او نړیوالو سازمانونو له سختو نیوکو سره مخامخ دي.