دوشنبه, جنوري 20, 2025
Homeخبرونهد هېواد په درېیو ولایتونو کې ترافیکي پېښو ۲۲ تنه مړه او...

د هېواد په درېیو ولایتونو کې ترافیکي پېښو ۲۲ تنه مړه او ټپیان کړل

تاند【دوشنبه د سلواغې ـ دلوې لومړۍ】د افغانستان په غزني، لغمان او هرات ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په یاده شمېره کې شپږ کسان مړه شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

غزني کې د طالبانو امنیتي مسوولین وایي، چې په اندړو ولسوالۍ کې د یو «فیلډر» موټر چپه کېدو پېښه کې دوه کسان مړه شوي دي.

دغه راز د دغه ولایت مقر ولسوالۍ پورې اړوند سیمه کې بیا یو مسافر وړونکي ۵۸۰ ډوله موټر له بار وړونکي موټر سره ټکر کړی، چې له امله یې یو کس مړ او پنځه تنه ټپیان دي.

بل لورته د لغمان مرکز مهترلام ښار کې یو موټرسایکل له پلچک سره جنګېدلی، چې په پایله کې یې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی.

دغه راز په هرات کې ځايي سرچینو ویلي، چې د دغه ولایت په انجیل ولسوالۍ کې یو بار وړونکي موټر ۱۲ کلن هلک لاندې کړی دی.

د دې ترڅنګ، د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې د درېیو جلا ترافیکي پېښو له کبله ۱۱ کسان ټپیان شوي، چې د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

د یادونې ده چې د تېرې مرغومې میاشتې په ۲۷مه د طالبانو د ترافیکو لوی ریاست د لسو میاشتو د ترافیکي پېښو راپور خپور کړی وو، چې پکې ویلي وو، په تېرو لسو میاشتو کې د هېواد پر لویو لارو کابو ۴ زره ترافیکي پېښې رامنځته شوې دي.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي وو، چې د یادو پېښو له امله شاوخوا ۲۷۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب