Homeخبرونهد افغانستان او ایران ترمنځ پر رېللار د سوداګرۍ د زیاتوالي هڅې

د افغانستان او ایران ترمنځ پر رېللار د سوداګرۍ د زیاتوالي هڅې

تاند【دوشنبه د سلواغې ـ دلوې لومړۍ】د طالبانو د حکومت صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ایران رېل پټلۍ څخه د ګټې اخېستنې له اداري مرستیال مرتضی جعفري سره ترکیې او اروپایي هېوادونو ته د افغانستان سوداګریزو توکو د لېږد په اړه خبرې کړې.

عزیزي له رېللارې د راکړې ورکړې برخه کې د ایران د همکارۍ غوښتنه کړې او د لاښې همغږۍ په موخه یې ایراني پلاوي ته پنځه کسیز ټیم هم ورپېژندلی.

په ورته مهال د ایران رېل پټلۍ څخه د ګټې اخېستنې ادارې مرستیال له خپل لوري د افغانستان سوداګریزو توکو انتقال کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د سرچینې په خبره د افغانستان صادراتي، وارداتي او ټرانزیټي توکي به ټیټه بیه او د امکان تر حده په کمه موده کې لېږدوي.

دغه کتنه داسې مهال شوې، چې تر دې وړاندې ایراني چارواکو ویلي و د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګري ۸۴ سلنه زیاته شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...